را اورې مې په زړه باندې ملنګه او ته نه یې
ساتم دې یادګارونه غنمرنګه او ته نه یې
د هجر ماښامونه ستا له یاد سره تیریږي
له ډیرې خاموشۍ دی جوړ اهنګه او ته نه یې
ښکاریږي داچې سوال د شهادت دی قبول شوی
چې رانغلې کاروان سره له جنګه او ته نه یې
هغه پګړۍ طالب چې وه وهلې او کږه وه
هغه پګړۍ لا نوره هم شوه دنګه او ته نه یې
د هر مومن اوس شونډې په مسکا باندې ښوریږي
ستا سپین ارمان پوره شو ړنګه بنګه او ته نه یې
زبیر ساپي له هغه وخت مزار ته دې رادرومي
له کوم وخت نه چې تللی یې له سنګه او ته نه یې
/26/8/2021
@MohajiZubyrSafi