واده ځکه نه کوم چې کار مې راڅخه پاتې نه شي!
ـــــــــ
له عبرته ډکه کیسه!
سل په سل کې رښتینې ده، تر نورو یې ورسوئ!
الحمد لله والصلاة والسلام علی محمد و علی آله واصحــابه اجمـــعین.
یوه عالم راته د باوري خلکو په استناد کیسه وکړه چې زموږ یو جماعت باهر ملک ته د دعوت او بلنې لپاره تللی و.
هلته چې لاړو د مسلمانانو حالت ډیر کمزوری و او له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان وو، فقر خو بیخې ځپلې وو، آن تر دې چې عیسوي مبلغین پر پیښ شوي وو، داسې کسان هم وو چې اسلام یې د یوې ډبل روټۍ په عوض کې پرییښی وو.( الامان والحفیظ).
( کاد الفقر ان یکون کفرا)
کله چې موږ دا حالت ولید ډیر دردوونکی حالت و، خلکو ته مو دوباره دعوتونه ور کـــړل، الحمدلله !دوباره په اسلام مشرف شول.
موږ چې هلته لومړی ځل خلکو ته دعوت ور کــاوه، هغه عیسایي مبلغ راغی، زموږ په لیدلو یې له دې امله د خوښۍ اظهار وکړ، چې موږ ګنې دده ملګري یو او خلک عیسویت ته دعوتوو.
کله چې له ابتدايې مکالمې وروسته ورته جوته شوه چې موږ مسلمانان یو، ډیر زیات خپه شو.
د تعجب ځای !
دادی چې کله مو له هغه مبلغ څخه د واده نه کولو په اړه پوښتنه وکړه چې واده ولي نه کوې؟
و یې ویل: که واده وکړم بیا د میرمن او بچیانو په تربیت او نورو امورو مصروف کیږم، له امله یې دا کار( منسوخ عیسویت ته خلک دعوتول) را څخه پاتيږي، له همدې امله واده نکوم.
له دې څخه باید موږ عبرت واخلو چې په دین باندې لومړی خپله عمل وکړو او بیا د عمل او دعوت په ذریعه نورو خلکو ته بلنه ور کړو.
الحمد لله! زموږ دین هم حق، مذهب هم حق او تګلاره مو روښانه ده، بیا هم کما حقه را له غاړي مسؤلیت نه ادا کوو.
یا ربه توفیق!
ښه خویونه