غزل
هر ځل دی ما سره جفا کړې ده
بې وفــــا تـــا کله وفــا کړې ده
زه دی هیڅ کله یار بللی نه یم
هر وخت دی ما پورې خندا کړې ده
دستا په نشتون لیونی شمه نور
دغه په ما دی څه بلا کړې ده
که مې اظهار منې که مخ اړوې
ما خو د مینې یوه ادا کړې ده
ما چې رقیب سره لیدلی مدام
په بلتانه مې ستا ژړا کړې ده
تاچې زما په لاس کې لاس کیخودو
ومنه زړه مې یوه درزا کړې ده
عشق دی تر حده راوستی یمه
کنۍ نو ما د چا پروا کړې ده
دا چې له تا شمه قربان ځیګره
ناصح افغان! دغه رضا کړې ده
ناصح افغان
هر ځل دی ما سره جفا کړې ده
بې وفــــا تـــا کله وفــا کړې ده
زه دی هیڅ کله یار بللی نه یم
هر وخت دی ما پورې خندا کړې ده
دستا په نشتون لیونی شمه نور
دغه په ما دی څه بلا کړې ده
که مې اظهار منې که مخ اړوې
ما خو د مینې یوه ادا کړې ده
ما چې رقیب سره لیدلی مدام
په بلتانه مې ستا ژړا کړې ده
تاچې زما په لاس کې لاس کیخودو
ومنه زړه مې یوه درزا کړې ده
عشق دی تر حده راوستی یمه
کنۍ نو ما د چا پروا کړې ده
دا چې له تا شمه قربان ځیګره
ناصح افغان! دغه رضا کړې ده
ناصح افغان