غزل
تا به ویل چې سوی په انګار وسوځیدم
نیم په جدایی د خواږه یار وسوځیدم
د چا دمینې درد نه مې دا زړه تڼاکې وړمه
د چا د تورو سترګو په خمار وسوځیدم
پرون دجانان قبر ته په غریو سلګو نیولی
روان وم غلی غلی تر مزار وسوځیدم
اخ ولویدم پر ځمکه لکه ګل زرې زرې شوم
خزان په زیړ راتګ لکه بهار وسوځیدم
ناصح افغان! دی کړمه هجر داسې داسې یاره
ځیګره دا ته ومنه بار بار وسوځیدم
ناصح افغان
تا به ویل چې سوی په انګار وسوځیدم
نیم په جدایی د خواږه یار وسوځیدم
د چا دمینې درد نه مې دا زړه تڼاکې وړمه
د چا د تورو سترګو په خمار وسوځیدم
پرون دجانان قبر ته په غریو سلګو نیولی
روان وم غلی غلی تر مزار وسوځیدم
اخ ولویدم پر ځمکه لکه ګل زرې زرې شوم
خزان په زیړ راتګ لکه بهار وسوځیدم
ناصح افغان! دی کړمه هجر داسې داسې یاره
ځیګره دا ته ومنه بار بار وسوځیدم
ناصح افغان