ټلګرام👇👇
https://t.me/Noriafghanکه غواړئ چي د قرضونو او غمونو څخه خلاص شئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړئ!
ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي: یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابي ولید، تپوس یې ترې وکړ: ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی، څنګه بې وخته په مسجد کي ناست یې؟
هغه ورته وویل: د الله رسوله! څه غمونو او پریشانۍ او قرضونو راګېر کړی یم.
رسول الله ورته وویل: آیا داسي کلمات او دعاء درته ونه ښایم چي، کله هغه وایې؛ نو الله ﷻ به دي له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه وایي: ما ورته وویل: د الله رسوله! ولي نه بیا ورته د الله رسول دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چي، سهار او ماښام دا درې درې ځله وایه:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».
صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالی به زما پریشانۍ هم ختمي کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.
(صحيح الترغيب والترهيب جـــ۳ صـــ۵۵)
ګرانو ورونو او خویندو! په خپلو کورونو کي مېرمنو، خویندو، میندو، او خپلو اولادونو ته دا دعاء زده کړئ؛ ځکه چې ډيره د پريشانيو زمانه ده چې، الله تعالی مو مدد ګار شي.
ټلګرام 👇👇
https://t.me/Noriafghan