/درپسي مات شومه/
ـــــــــــــــ دغزل شپه ـــــــــــــــ
سم درپسي مات شومه په زړه شيرينه ياره
يو ديوړه خوښي زمونږ له چم خوږه نِګاره'
اوس مي دزړګي دهيلو څلي نړيدلي دي
ستا دبيلتانه سختي سيلۍګله ځپلي دي
کاڼي يي په سترګو ښکلوم په څوڅو واره
کله چي رايادشي هرقدم نښي دي وڅارم
ډيرشمه ناهيلى ښه په چيغو چيغو وژاړم
ستا دقدم نښي وي پوښلي ګرد غباره
کله چي يي زه اوته شنه سيوري ته دمه شولو
ها دپوري غره دګودر غيږکي په قيصه شولو
اوس نه ها خوندونه شته او نه هغه چِناره
راغله آزادي خو تنده ماته پري دچا نشوه
ورکه ده بوراء دبلبل ختمه وويلا نشوه
نه وايي بلبل سندري ګل ده نو بهاره
مل راسره تل سوي آهونه دي ژړيږمه
ورک درپسي زما زبير خوبونه دي سوزيږمه
ځکه خو له درده درپسي ليکم اشعاره
ليکوال, زبېرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــ دغزل شپه ـــــــــــــــ
سم درپسي مات شومه په زړه شيرينه ياره
يو ديوړه خوښي زمونږ له چم خوږه نِګاره'
اوس مي دزړګي دهيلو څلي نړيدلي دي
ستا دبيلتانه سختي سيلۍګله ځپلي دي
کاڼي يي په سترګو ښکلوم په څوڅو واره
کله چي رايادشي هرقدم نښي دي وڅارم
ډيرشمه ناهيلى ښه په چيغو چيغو وژاړم
ستا دقدم نښي وي پوښلي ګرد غباره
کله چي يي زه اوته شنه سيوري ته دمه شولو
ها دپوري غره دګودر غيږکي په قيصه شولو
اوس نه ها خوندونه شته او نه هغه چِناره
راغله آزادي خو تنده ماته پري دچا نشوه
ورکه ده بوراء دبلبل ختمه وويلا نشوه
نه وايي بلبل سندري ګل ده نو بهاره
مل راسره تل سوي آهونه دي ژړيږمه
ورک درپسي زما زبير خوبونه دي سوزيږمه
ځکه خو له درده درپسي ليکم اشعاره
ليکوال, زبېرحقانې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ