افغان میډیا-rahimemedia


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلـــته فقط خبرونه نشریـــږې.
افغان میډیا یو ازاده او جهادي خپلواکه پاڼه ده،
له همدې پاڼي څخه وخت پر وخت دقیق خبرونه،
إن شاء الله نشر ته سپارو. ملتیامو غواړم.
(خادم رحیمي افغان حفظه الله تعال)
@Rahime_media
لینک ضـــرور نشـــر کړی مــننه👇

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


حوثیانو پر سعودي عربستان د بالستيک توغنديو بريدونه کړي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل)
د راپورونو له مخې د یمن د حوثي وسلوالو پر سعودي عربستان د بالستيک توغنديو بريدونه کړي.
د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف ویاند رسنیو ته ویلي، چې له یمن څخه د سعودي عربستان د سویل لویدیځ پر "خمیس مشیط" ښار څو بالستیک توغندي توغول شوي خو په خبره یې ټول د دفاعي سیستم له لوري په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
په ورته مهال د حوثیانو د پوځي ځانګې "انصارالله" ویاند یحیی سریع پرخپله ټویټرپاڼه د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په نجران، ابها او خمیس مشیط ښارونو کې یې د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف په دریو پوځي اډو ۵ پالستیک توغندي ویشتلي، چې په خبره یې ټول په هدف لګیدلي دي.
باید وویل شي چې حوثیان په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ائتلاف پر وړاندې جګړه کوي او دغه مقاومتي ډله وخت ناوخت د سعودي دننه هم ځينې اهداف په نښه کوي، خو ډېری توغندي یې د سعودي د دفاعي سیستم له لوري په هوا کې له منځه وړل کیږي.
https://wp.me/p8XUyy-t5Z


دغه خو خپل چینلو کي نشر کړی!
فقط یو جهادي خدمت دی




‌‎#الفتح
نن سهار د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند د بلوچ پایان او باباقوچقار په سیموکې د مجاهد ینو پر مرکزونو د دښمن تعرض ناکا م شو ۴ تنه اربکیان قتل ۴ ژوبل او ۲۵ تنه نور ژوندي ونیول شول

قاري محمد يوسف أحمدي








#الفتح:
مهم: د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ عسکرکوټ سیمه کې د مزدور دښمن تر ټولو غټه قرارګاه فتحه شوه.
۳۵۰ تنه عسکر له مجاهدینو سره یوځای شول.
۱۵۰ ټانګونه او رینجر، سلګونه میله سپکه او درنه وسله او ډير مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

#الفتح:
مهم: در منطقه عسکر کوت ولسوالی قره باغ ولایت غزنی قرارگاه بزرگ دشمن مزدور فتح گردید.
۳۵۰ تن عسکر با مجاهدین یکجا شدند، ۱۵۰ تانک و رینجر، صد ها میل اسلحه سبک و سنگین و مهمات زیاد به دست مجاهدین افتاد.
قاری محمد یوسف احمدی


تصويرونه | غزني ولایت
دا ټوپکونه چې وينئ، دا د غزني ولايت د قره باغ د عسکر کوټ له قرارګاه څخه ترلاسه شول.
@A_Jahid_Jalal


تصوير | کابل ولايت
عبدالسميع چې په "بادار" مشهور ؤ د اشرف غني له ځانګړو ګاردانو څخه ؤ چې مجاهدينو پرون ماښام په باګراميو کې وواژه.
@A_Jahid_Jalal


ټیليګرام نوی بڼه کې خپلو مینه والو ته خاصې ځانګړنې اضافه کړې
(کابل ټکی کام) د پیغام رسولو تر ټولو چټکه شبکه ټیلیګرام چې وړمه ورځ اپډیټ شوه، خپلو کارونکو ته يې خاصې ځانګړنې اضافه کړي، د ټیلیګرام لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوس تاسو کولای شي په ټیلیګرام کې په ویډيويي بڼه وغږیږۍ، یو بل سره د موبایل یا کمپوټر صفحه شریکه کړۍ، د ګروپ په بڼه یو بل سره مجلس وکړۍ د ګروپ کسانو شمېر به ۳۰ نه لوړ نه وي اوس تاسو کولای شئ چې خوزنده انځورونه او اسټیکر د مسینجر پر وخت یو بل سره شریک کړۍ.
که تاسو غواړۍ چې دې نوو ځانګړنو څخه استفاده وکړۍ نو د ټیلیګرام اپلیکیشن اپډیټ کړۍ، دا ټولې ځانګړنې په موبایل،ټیبلیټ او کمپیوټر ایپ کې اضافه شوي.
https://wp.me/p8XUyy-t5W


د ولسي جرګې غړي: حکومت پر مليشو هيڅ راز کنټرول نه لري
کابل ټکی کام (دوشنبه،۷ چنګاښ،۱۴۰۰ل)
تر هغه وروسته چې په ځينو ولایتونو کې پخوانيو قوماندانانو د طالبانو پر ضد مليشې جوړې کړي، د ولسي جرګې غړو دغه کړنه د اندېښنې وړ بللې.
د ولسي جرګې غړو، چې نن يې د غونډې په امتیازي ساعت کې خبرې کولې، حکومت یې د پلان په نه لرلو تورن کړ او په خبره يې چې د حکومت د بې پلانۍ له امله هره ورځ نوې وسله والې ډلې او ملېشې جوړېږي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې (بلقیس روشن) وویل چې دغه وسله والې ډلې خپلسرې دي او حکومت پرې هېڅ راز کنټرول نه لري، د اغلې روشن په خبره دغو وسله والو یوازې د خلکو د ځورونې لپاره وسله اخیستې ده چې د هېواد امنیت ته به له زیان پرته بله هېڅ ګټه و نه لري.
بايد وويل شي چې د ولسي جرګې غړي داسې مهال د مليشو جوړولو په اړه انديښنه څرګندوي، چې په دې وروستيو کې پخوانيو قوماندانانو، چې ډېری يې په وژنو او ځورولو تورن دي، هڅې پيل کړي، تر څو يو ځل بيا وسله وال فعالیتونه پيل کړي.
https://wp.me/p8XUyy-t5U


پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي!!
حامد افغان

   د نهاوند غزا کې چې مسلمانانو فتحه ترلاسه کړه نو السائب بن الأقرع رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، چې په غزا کې د مجاهدینو د فتحې زېری ورکړي، عمر له هغه نه د وژل شویو او شهیدانو پوښتنه وکړه، هغه یې شمار ورته پیل کړ چې فلان او فلان مشران شهیدان شول.

    وروسته السائب بن الأقرع عمر ته وویل: او نور عام خلک شهیدان شول چې امیر المؤمنین یې نه پېژني... په دې خبره عمر بن الخطاب رضي الله عنه په ژړا شو او ویې ویل: د امیر المؤمنین نه پېژندنه هغوی ته څه ضرر رسوي؟! چې الله تعالی یې پېژني!! هغوی د شهادت ستر عزت ترلاسه کړ، د عمر پېژندنه څه کوي؟! البداية والنهاية لابن كثير. یعني پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي او مشهور وي.
https://wp.me/p8XUyy-t5R


ايران: افغانان دې د هيواد د راتلونکې لپاره زړور ګامونه واخلي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل)
د جنوبي اسیا په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي "سید رسول موسوي" په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان سیاستوال، طالبان او جهادي مشران دې د خپل هيواد د راتلونکې لپاره زړور ګامونه واخلي.
د موسوي په خبره امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او په داسې حال کې له افغانستانه وتښتېده، چې دغه هیواد له کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی، خو که افغان مشران و غواړي او په اخلاص د سولې لپاره هڅې وکړي خپل هیواد له تباهۍ ژغورلی شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او یوځل بیا یې ټینګار کړی دی چې هیواد به یې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدو په هدف خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دغه لوړ پوړی ایراني چارواکی داسې مهال په طالبانو او نورو افغان سیاستوالو د افغانستان د ژغورلو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو پرمختګونه روان دي، لسګونه ولسوالۍ، نظامي مرکزونه یې نیولي او هره ورځ لسګونه دولتي عسکر ورته تسلیميږي.
https://wp.me/p8XUyy-t5O


غزني: ۳۵۰ عسکر تسلیم او ۱۵۰ عرادې ټانګونه _رینجر موټر د طالبانو لاسته لوېدلي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل)
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دغزني ولایت قره باغ ولسوالۍ عسکرکوټ سیمه کې یې یوه ستره قرارګاه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاده قرارګاه کې ۳۵۰ تنه مسلح عسکر له سلګونه میله سپکو او درنو وسلو، سلګونه زره مرمیو اوتقریبا ۱۵۰ عرادې ټانګونو او رینجر موټرو سره د دوی لاسته ورغلي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې حکومتي عسکر په شخصي او دولتي موټرو کې له قرارګاه راوځي او د طالبانو له لوري یوې پُر امنه سیمې ته انتقالیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې سلګونه میله وسله، لسګونه وسایط او ټنونه مهمات نیولي و.
نن هم د غزني خواجه عمري او د پکتیکا خوشامند ولسوالیو په ګډون ځینې پوځي مراکز او پوستې له ګڼو وسایطو او وسلو سره طالبانو نیولي او ویاند یې په خپل ټویټر ادرس پخلی هم کړی دی.
https://wp.me/p8XUyy-t5M


حركة ملومة في كل حال
حركة طالبان إنْ مدت يدها للسلام تلام، وإن رفضت تلام، وإن حررتْ منطقةً تُلام، وإن غادرتْ منطقة محررة تلام، إن شاركت المؤتمرات والقمم تلام، وإن لم تشارك تلام، وإن حاربت الإدارة الفاسدة العميلة في كابول تلام، وإن لم تحارب تلام، إن أطلقت سراح الجنود المخدوعين تلام، وإن حبستْهم تلام، وإن حضرتِ الإعلام تلام، وإن غابت عنها تلام، على كل حال
إن قاتلتْ تلام وإن لم تقاتل تلام، فحركة طالبان ملومة أيا كانت الأوضاع، وفي مثل هذه الأوضاع ولمن يقع فيها قال سبحانه وتعالى: لا يخافون لومة لائم.


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د عسکر کوټ له تسلیم شویو عسکرو سره د طالبانو ښه چلند

#وګوري_دطالب_ترحم_ته


‏د هالنډ این‌ایل ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د هالنډي سرتېرو ماموریت روانه میاشت پای ته رسېږي.


#الفتح:
مهم: د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ عسکرکوټ سیمه کې د مزدور دښمن تر غټه قرارګاه فتحه شوه.
۳۵۰ تنه عسکر له مجاهدینو سره یوځای شول.
۱۵۰ ټانګونه او رینجر، سلګونه میله سپکه او درنه وسله او ډير مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

#الفتح:
مهم: در منطقه عسکر کوت ولسوالی قره باغ ولایت غزنی قرارگاه بزرگ دشمن مزدور فتح گردید.
۳۵۰ تن عسکر با مجاهدین یکجا شدند، ۱۵۰ تانک و رینجر، صد ها میل اسلحه سبک و سنگین و مهمات زیاد به دست مجاهدین افتاد.
قاری محمد یوسف احمدی


ازادي راډیو

20 last posts shown.

513

subscribers
Channel statistics