دا حالات، دا رڼا ورځ، دا آزادي
پخلا شوي ده خفه ستا آزادي
کابل ستا په انتظار دی بیا عمره
خو ته نه یی ای ثالث ملا عمره
.
ستا ارمان ستا امارت نن نړیوال دی
راخــتلی د تاریخ غیږ کي هلال دی
هر وګړی یی د ستوري په مثال دی
ملا عمر یی د تندي په مینځ کی خال دی
.
ته په بنی اسرائیلو کي موسی شوې
ته وه سِحر ماتولو ته عـصــاء شوې
ته دې تورو تورو شپو لره ړڼا شوې
ابابیل شوې ملا عمره جند الله شوې
.
ته شوې زهر د باطل مرۍ کي تېر شوې
د حق سیورې شوې د دنګ چنار پڅېر شوې
ته د وخت د عادلانو څخه شمېر شوې
لا مو یاد یی چا ویله چی مو هېر شوې؟
.
ته موضوع د محبت د سپین کتاب یی
ته بابا ددغـــه نــوی انـقــلاب یی
خیر که نه یی خو په هر څه کي حساب یی
زه ریحان یم ته مي زړه کي سور ګلاب یی
اخندزاده
پخلا شوي ده خفه ستا آزادي
کابل ستا په انتظار دی بیا عمره
خو ته نه یی ای ثالث ملا عمره
.
ستا ارمان ستا امارت نن نړیوال دی
راخــتلی د تاریخ غیږ کي هلال دی
هر وګړی یی د ستوري په مثال دی
ملا عمر یی د تندي په مینځ کی خال دی
.
ته په بنی اسرائیلو کي موسی شوې
ته وه سِحر ماتولو ته عـصــاء شوې
ته دې تورو تورو شپو لره ړڼا شوې
ابابیل شوې ملا عمره جند الله شوې
.
ته شوې زهر د باطل مرۍ کي تېر شوې
د حق سیورې شوې د دنګ چنار پڅېر شوې
ته د وخت د عادلانو څخه شمېر شوې
لا مو یاد یی چا ویله چی مو هېر شوې؟
.
ته موضوع د محبت د سپین کتاب یی
ته بابا ددغـــه نــوی انـقــلاب یی
خیر که نه یی خو په هر څه کي حساب یی
زه ریحان یم ته مي زړه کي سور ګلاب یی
اخندزاده