سیف الله د شعرونو ټولګه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ســـیف اللـــــه
محـــــترمو دقدر او اعزاز وړ ملګرو دغه ټلیګرام د ســـیف اللـــه د حــماسي جــــهادي او اصـــلاحي شــعرو
ټلیګرام چینل دی
درسره جوائن یې کړئ
تنده پري ماته کړی او د نورو ملګـــرو سره یې هم شریک کړئ
دا تاســـــــو او دا
https://t.me/Saifu

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
څومره ناځوانه خلګ سته


وفا خوند کوي

هـیره بـه مـي خــپل دیار وفـا نـسې.
ژونـد کـي بـه مي هغه یار دچا نسي.

ماتـه یه چي لاس په لاس کي راکړلو.
هیڅ به له وعدې خپلي په شاه نسي.

داســـي یــه پــه مــینه راتــه وکـتل.
مـیني کـي دوه زړونه به تـنها نـسي.

خـونـد راکـوي تـل مـدام نـڅـا د ګل.
هـیره بـه مـې هـیڅ کـله خـندا نسي.

ګران دی راته ګران خلکوله زړه نه دی.
بـیل بـه مي لـه څنګه نه اشناه نــسي.

نغښتي پکي څه مخفي اسرار دژوند.
دغـه زنـدګـۍ کـي هـیڅ جـفا نــسي.

بس راته وي سم دژوندون نیم حیات.
بـیله ده ګـذران د ســیف اللــه نــسي.


د شـــهــید اشــنا لــپاره.



سر لوړی شهادت دي مبارک سه قدردانه.
ته لاړې راته پا ته دي یادونه سوه جانانه.

بې سارې څیره ستا وه هر چا لره اشنا وه.
د ښه حُسن خاونده ځواني دنګه د تا وه.
هیریږي مو هیڅ نه دا ستا خندا یو په ګیریانه.

د ټنګ عزم خاونده سپیڅلې دي وه دنده.
جهان ته دي خپل لاره روښانه کړه څرګنده.
وعده دي کړه پوره اوس رانه لاړې تر سبحانه.

تل وې کمین کمینه د هسکو غرو شاهینه.
همیش دي په کفارو جوړ کړی وُ ناورینه.
د غرب له ځناورو دي ګټلی وُ میدانه.

در ویاړمه دلبره په ننګ دي بختوره.
شهیده قرباني دي تر هر څه ده بهتره.
مدام درنه په ډار وه دا بې ننګه اجیرانه.

غمجن نن سیف الله دی په غم دي مبتلا دی.
فراق دي زورولی نن ښکاري یک تنها دی.
هجران دي لا لهان کی مدام ګرځي سرګردانه.


سـپین بـیرغ.


ووهــــه وزري ســـپـیـن بـــیـرغـه خـرسـان بـانـدي.
زړونـه مو خوشحاله کړه رفاند سه په جهان باندي.

تــه مـو یــادوګــار یــي د مُــحَــمَّــد رســـول اللــه.
څـومره ښایسته یي د توحید ښکلي نشان باندي.

کـلـه دي زغـمـلـی سـي پـه ځان بانـدي کـفري نړۍ.
پـورتـه سـه پـه لوري د رڼـو سـتورو اسـمان باندي.

تـانـه نـظـرانـه مـوکـړلـې څـه تنکۍ تنکۍ ځـوانۍ.
څـونـه چي اوچت وي سه قائـم هـغه مکان باندي.

تـا بـاندي مو سـترګي سـوې روښـانه دامو هیله وه.
بـیاچي را سـرګند سوې په غازي افغانستان باندي.

بــیا قــلـم زیــبـا قـلـم پــه لاس د ســیف اللــه قلم.
لـیـکـي څـو نـظـمـونـه ســپینه پاڼـه د دیوان باندي.


نوي ترانه-2019-6-10

وتوروشپوته سم په شان لکه ډیوه ده
که هره مدرسه ده پری اوري انوارونه

آواز؛مولوي سيدسبحاني آغا

شاعـر؛سیف الله

https://t.me/subhaniagha




مــجــاهــده.


تـه غـازي یـي مـجاهـده تـه عـسکر د ذُالجلال یـې.
زنـد ګـي دي عـبادت دی د تیارو په سر مشال یې.

تـه اجل د هـر بـې ننګه سادي واخست له فرنګه.
مـیدان وړی دي په نـره مرګ دهـر عصر دجال یې.

تـه هر زړه لره ټکور یې هرمؤمن ته لکه ورور یې.
پـه اوصـافـو دي مـړیـږي نـه دمـیني یو مـثال یې.

ستاتدبر ته مي سلام دی سنجیده دي هرکلام دی.
ته استاد د ژوندانه یې ته خاوند د ستر کمال یې.

دنـګه ونـه دي ځـوانـي ده خـدای درکـړې ازلـي ده.
نوراني څیره دي خوندکړي برخمن د ښه جمال یې.

د اولــس نــه دي ســاتـنـه دا دي دنــده قــدرمـنه.
فـریضه دي امنیت دی تې ساتونکی لکه ډال یې.

تـه اِمـام د دې اُمـت یـې تـه اِمام د دې ملت یـې.
سـتا اذان د ازادۍ دی تـه د دې سـیمي بـلال یـې.

اطــاعــت دي مــحـتـرمـه دامـیر کــوه مـحـکـمـه.
چي شیطان دي دوکه نکړي مُحفِظ د بیت المال یې.

سـیف اللـــه د زړګـي سـره تـانـه زارسـمـه دلـبـره.
تـه اتـل د زمـانـې یـې تـه بـد مـخـو تـه زوال یـې.


داسـې وبـولـه.


لـه چـانـه مـه اخـلـه وعـده دیـارۍ.
نــوره ده خـلاصـه زمـانـه د یـارۍ.

زړونـه خـالي سـوه له وفانه ګوره.
یــمـه بــیـزار یــمـه خــفــه دیـارۍ.

تـنها ژوندون تـر پـاچاهۍ وي بهتر.
نـور به ژونـد ونـکـړم جوړه د یارۍ.

جـفا به هـيڅ په چا کـي ونـه وینې.
کــه تـریـنـه ســولـې کـیناره دیـارۍ.

یـو ځـای مي ولیدو مِحفل د زلـمو.
ور پـکـې خـتـمـه وه قـیصه دیارۍ.

تـوري لـیکـه تـوري پـه بـله مـعـنـی.
سـیف اللـه مه لیکه جومله د یارۍ.




محمد صلی الله علیه وسلم


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
دا عرب مجاهدین مو خورا خوښ لري


ابومحمدالجولانـی حفظه الله هغه شخصیت دی چی په شام کې يې د داعشی خوارجو ټغر ورټول کړ
چی د امریکا ارمان یی په اوبو لاهوکړو
امریکایی د دي ستر مجاهد په سر10 میلونه ډالرانعام ایښی
اللهﷻ دی حافظ او ناصر شئ
امین اللهم یارب


زمـا نـصیب.


زمانـصـیـبه نـور مـي یـار کـلي تـه یوسه.
پــه خــنـدا مــي د دلـدار کـلـي تـه یوسه.

زه خـو تـلی نـه سـم د وخـته فـیصله ده.
مـرســته کـړه مـي دنـګـار کـلي ته یوسه.

تـوري سـترګـي مي بیګا خوب کي لیدلي.
مــا د ســتــرګـو د دیـدار کــلي تــه یوسه.

مـشـرف مـي پـه لِـقـا د خـپـل جانان کـړه.
ســوال قـبول کړه مي یوار کلي ته یوسه.

ټــولــه شــپه مــې تصــویــرونـو تـه کـتله.
شــپه کـړه تــیره مـي سهار کلي ته یوسه.

ســیف اللـــه ورتــه لـیکـلي څــو بــیـتونـه.
ورتــه ور یــه وړه اشــعـار کــلي تـه یوسه.


عبرت


اګـــاهـــي پـــوهــه لـــه خــبـره اخـلــم.
زدکــړه دهـــرڅـــیــزلــه هــنــره اخـلـم.

چي په مجلس کي پوهان نه وایي څه.
خـوب لـه ارام تـاوده بـیـسـتـره اخـلــم.

احـــمــق خــو هـیـڅ د چـا پـروا نــلـري.
رنــځ لــه کــم عـقـلـه بـې ثــمـره اخـلـم.

چــي د ادب الــفـاظ هــيـڅ نــه کــاروي.
ګــام شــاتــه ورو لــه دې نـفـره اخـلــم.

ګــرځـــم د قــــدر پــه ســـړیــو پــســې.
قــــدم قــــدم یــــه تـــر مــکــره اخـلــم.

و عــاقــلانــو تــه هــم دومــره بـس وي.
ځــکــه یــي داســي مــخـتـصـره اخـلـم.

ســیف اللــه دا دنــــیـا ودانـــه ده پــرې.
ډکـي ځـولــۍ چــي یــي لــه دره اخـلـم.


خـفه زړه


زړه خـفه سـي پـه ګـیله سـي له خـندا نه.
چـي زهـیـر ازار بــیـزار سـي لـه اشـنـا نه.

درد تـنګـي پـکي پـیداسـي زغم تمام سي.
بـــس چـاره نــسـي پـیـدا غـیـر لـه ژړا نه.

دا جــهــان ولــي چــپـه زنــدګــي کـانـدي.
زړونـه تـور سـره یـو دم کـړي لـه دنـیا نه.

کـاشـکـي پـوه دیـو اوبـل دزړه په راز وای.
ژوندبه ښه وُ چي تري تیروای له خطا نه.

چي تسلیم سو نفس ونکړو خپل ریبار ته.
خـروښ دزړه بـه مـوغـلـط نـکړي له ځانه.

چـي پـه زړونـو کـي وي پـټـي څـو خبري.
ســیف اللــه نـجـات بـه مـومـو لـه بـلا نه.


د شهید ارمان.


مـوږ دسـپیـڅلي مـبارک شـهـید ارمان ګـټلی.
په خپلو وینو مو نـظام د سـپـین قرآن کـټلی.

مـوږ پـه اخـلاص په صفا نیت مبارزه وکړله.
پـه نـیمه شـپه مـو له اغـیارونه میدان ګـټلی.

تـوره تـیاره وه سـپـیـنـو سـتورو تـیاري لـرلـه.
موږ د ابلیس شیطان بچو نه روڼ اسمان کټلی.

عجیب منظر وُ د سرونو سوداګر وه ځوانان.
داسـي ښـکاریـږي چـي زلـمو افغانستان کټلی.

د ننګ له جنګ نه بعضو شا بعضو ته واړوله.
بعضو بیاداسي په میړانه درست جهان ګټلی.

داچي ولاړ دي بس ترڅنګه وي مدام په نره.
ســیف اللـــه دغــو لــه دنـیا نـه خرسان ګټلی.


استقلال
نــــــــــوی


د اسـتـقـلال تـر چــتــر لانــدي زنــدګــي خـوند کـوي.
پــه لـــوږه تــنـده کـي ســړیـه خـپـلـواکــي خونـد کوي.

د غــلامـۍ لـه بـاچـاهــۍ نـه یـو بـیـزار هـمـیشه.
لــه مـسـکــیـنۍ ســـره لـــه وخــتـه ازادي خـونـد کوي.

لـه شـریعـت نـه بـرخـمـن یـو د سـپیـڅـلي نـظام.
د توحید راز پري لیک سپین توغ محمدي خوندکوي.

د اسـتـشـهـاد لـه کـهـکـشـانـه ها سپیڅلو ستورو.
رڼــا خــوره کــړه تــاو را تـاو امــیـل زلـمـي خوند کوي.

فصل که باب دی که کتاب دا مو دی لوستی لومړی.
پوه پرې له وړاندي خپل په چارو کي سړي خوند کوي.

د سـیـف اللـــه لـه اغــیزمـنو کـرښو درس زدکوو.
پـکـي د زدکــړي کـلـمــات عــیــان مـخـفـي خوند کوي




ته خو داسي راته ګران یي د زړه سره.
هم مي یار هم مي جانان یي د زړه سره.

ته سـپیڅلی تـه ښـاغلـی یـي زړګـیه.
ته مي مټی ته مي توان یي د زړه سره.

ستا په ژوند کي به نه مرمه تر قیامته.
ته خو روح زه ما دځان یي د زړه سره.

بـس په قـدر دي یوازي زه پـوهـیږم.
راته خوښ تر درست جهان یي دزړه سره.

رقیبان دي سـره لـمبه سه محـترمـه.
افـتخار مـي د زمـان یـي د زړه سـره.

سیف الله دي ستا له نامه نظرانه سي.
مجـاهـد د خـرسـان یـي د زړه سـره.


زه یي مُحَبت په دام کي ګیر یمه.
زه یي بند د میني په ځنځیر یمه.

درسته نړۍ زار شه تري سپیڅلی ده.
زه یـي جـدایـي بانـدي زهـیر یمه.

مـشه لـه نظره څومـره ښکـلی ده.
ویشتی یي د تورو سترګو تیر یمه.

ټـولـه زنـدګـي مـي تري قربانه شه.
زه یـي د اخـلاقـو مـوتـأسـیر یمه.

خوند کوي خشنګه زندګي د یار.
ځـکه یـي روان زه په مـسـیر یمه.

داخو سیف الله د څنګ ملګری دی.
زه یــي هــم مـلـګـری د امـیر یمه.

20 last posts shown.

131

subscribers
Channel statistics