په اننګو دې څو ځوانکې دي قطار پرتې
ښکاري په واوره کې دانې دي د انار پرتې
ژونددی تېریږي یوه ورځ به داسې راشي پکې
چې زماهیلې ټولې وي ترڅنګ د یار پرتې
لالیه لږ دې د غرور له نیلي ښکته راشه
ستایوه دیدن ته مې دي سترګې انتظار پرتې
دلته کې ګرم دی بازار دنفرتونو ښه سم
دلته د زړونــــــــو آینې دي په غبار پرتې
زمونږپه زړونو لګوي زهري زهري چکونه
زلفې دې ول ول په اوږو لکه د مار پرتې
سترګې یی پټې کړې له دې پاني نړۍ ملګرو
څومات بنګړي اوڅوجنډې یی په مزار پرتې
خاورې ثاقب امارتي لاړو د خاورو غېږ ته
په هغه پورې هدیره کې پرې امبار پرتې
ښکاري په واوره کې دانې دي د انار پرتې
ژونددی تېریږي یوه ورځ به داسې راشي پکې
چې زماهیلې ټولې وي ترڅنګ د یار پرتې
لالیه لږ دې د غرور له نیلي ښکته راشه
ستایوه دیدن ته مې دي سترګې انتظار پرتې
دلته کې ګرم دی بازار دنفرتونو ښه سم
دلته د زړونــــــــو آینې دي په غبار پرتې
زمونږپه زړونو لګوي زهري زهري چکونه
زلفې دې ول ول په اوږو لکه د مار پرتې
سترګې یی پټې کړې له دې پاني نړۍ ملګرو
څومات بنګړي اوڅوجنډې یی په مزار پرتې
خاورې ثاقب امارتي لاړو د خاورو غېږ ته
په هغه پورې هدیره کې پرې امبار پرتې