ستاسو تر کلي د زړه سره درځم
در پخولا کېږم مروره درځم
له دومره درد او زړه تنګون سره یار
هر صبح شام ستاسو تر دره درځم
ګرم بازار دې ستا د حسن وران شي
خالی لاس راشمه اکثره درځم
پردی وطن رانه ځواني وخوړه
د کلي کور لویه اختره درځم
که مې رټې که مې منې خپل څنګ ته
توکل په خدای خوږه دلبره درځم
په دېوال لاس ږدمه قدم اخلمه
په دمه دمه په نهره درځم
امارتي ثاقبه ستا په خاطر
هر مازدیګر تر بر ګودره درځم
در پخولا کېږم مروره درځم
له دومره درد او زړه تنګون سره یار
هر صبح شام ستاسو تر دره درځم
ګرم بازار دې ستا د حسن وران شي
خالی لاس راشمه اکثره درځم
پردی وطن رانه ځواني وخوړه
د کلي کور لویه اختره درځم
که مې رټې که مې منې خپل څنګ ته
توکل په خدای خوږه دلبره درځم
په دېوال لاس ږدمه قدم اخلمه
په دمه دمه په نهره درځم
امارتي ثاقبه ستا په خاطر
هر مازدیګر تر بر ګودره درځم