د زړه انګړ ته مې راځي ستا صفریک یادونه
شي را د ننه نه کړي غږ اونه ټک ټک یادونه
ستا له تلو وروسته داسې شوی یمه ومنه یار
ناست یم له ځانه سره شمارم پر سړک یادونه
شپه نیمایی ته رسېدلې زه لا ویښ پاتې یم
لکه شبنم راباندې څاڅي د نازک یادونه
له ډېره وخته یی زما په زړګي راج چلېږي
نه شومه مړ نه مې له زړه نه شوله سپک یادونه
له سترګوخوب مې تښتوي راځي په زوراوظلم
تمامه شپه مې ژړوي آن تر لمر څرک یادونه
افغانستان غوندې زړګی یی راته څو برخې کړو
د تور پنجاب په شان راتېر دي تر اټک یادونه
د خوار ثاقب امارتي له زړګي لویه خدایه
دنازولي یار پشان کړه ترېنه ورک یادونه
شي را د ننه نه کړي غږ اونه ټک ټک یادونه
ستا له تلو وروسته داسې شوی یمه ومنه یار
ناست یم له ځانه سره شمارم پر سړک یادونه
شپه نیمایی ته رسېدلې زه لا ویښ پاتې یم
لکه شبنم راباندې څاڅي د نازک یادونه
له ډېره وخته یی زما په زړګي راج چلېږي
نه شومه مړ نه مې له زړه نه شوله سپک یادونه
له سترګوخوب مې تښتوي راځي په زوراوظلم
تمامه شپه مې ژړوي آن تر لمر څرک یادونه
افغانستان غوندې زړګی یی راته څو برخې کړو
د تور پنجاب په شان راتېر دي تر اټک یادونه
د خوار ثاقب امارتي له زړګي لویه خدایه
دنازولي یار پشان کړه ترېنه ورک یادونه