غزل
دِ تا بنده شُماره او زما څړيکي د زړګي
د واړه سيند کناره او زما څړيکي د زړګي
ستا انځور، د دېوال ټنډه، دواړې سترګې پکې ښخې
د سرو اوښکو فواره او زما څړيکي د زړګي
بند په بند باندې را ماته، پرې ځوړند د اجل غشي
غونډه منډه قواره، او زما څړيکي د زړګي
مړه! دوی لکه دا زۀ، لکه دا تۀ سره مئين دي
ستا د پاک ياد مناره او زما څړيکي د زړګي
چا رټلم په پېغور، ستا له ناکامه مئينتوبه
دا د ماتې ننداره او زما څړيکي د زړګي
ستا سپېڅلي مبارک روح ته دي، دوې غبرګې ډالۍ وي
درويشتمه سېپاره او زما څړيکي د زړګي
شفاعت دي سر بايللی، او بلبل حُسن يې چوپ شو
دا له درد ډکه ناره او زما څړيکي د زړګي
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567