غزل
قربان د سترګو توره! د زړۀ سره! درته مات يم
و ښکليه! و جانانه! و دلبره! درته مات يم
توبه، هرې ښکلا به ستا څهره انځوروله
د يار د ليوني حُسن اثره! درته مات يم
زما وړوکی لیک چې دي د زړۀ په ولو سپور کړ
په راز د مئینتوب باندې خبره درته مات يم
غروب لره ورګورم، پکې دنګه ښکلا ناڅي
د يار له يادو ډکه مازيګره! درته مات يم
وجود نه مې شیطان د بېلتون دواړه لاسه واخلي
د چا د فرشتو سترګو نظره! درته مات يم
مُلا صاحبه! دوی دي هر څۀ وايي، په ما ګران يې
لار ورکو ته مشال، نۀ توبه لمره! درته مات يم
ځه تۀ به مې نو مشر قُمندان يې شفاعته!
او زۀ به نو د شنو سترګو افسره! درته مات يم
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567