دا يې غزل
ژوندون څۀ دی ؟ زهر تېر کړه، کیسه ختمه
څوک درګران کړه، بیا یې هېر کړه، کیسه ختمه
ځه نو زۀ دي بېخي کم شم، تۀ پوره شه
ځان دي من کړه او ما سېر کړه، کیسه ختمه
پاچا!!! امن غواړې؟ مړه ديموکراسي کړه
او بچي د اسلام ډېر کړه، کیسه ختمه
مړه! اور په شیطانانو بلوی شې
نقاب سترګو نه چاپېر کړه، کیسه ختمه
ښۀ په ژوند غواړې مرګي نه څکه وکړې؟
بېلتون زور کړه او ځان زېر کړه، کیسه ختمه
بيا يې يار غوندې په زړۀ پورې رانیسم
درده! ياد د يار په څېر کړه، کیسه ختمه
لېونۍ! چې شفاعت پخلا کوې نو....
دا غزل په شونډو شېر کړه، کیسه ختمه
👇👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567
ژوندون څۀ دی ؟ زهر تېر کړه، کیسه ختمه
څوک درګران کړه، بیا یې هېر کړه، کیسه ختمه
ځه نو زۀ دي بېخي کم شم، تۀ پوره شه
ځان دي من کړه او ما سېر کړه، کیسه ختمه
پاچا!!! امن غواړې؟ مړه ديموکراسي کړه
او بچي د اسلام ډېر کړه، کیسه ختمه
مړه! اور په شیطانانو بلوی شې
نقاب سترګو نه چاپېر کړه، کیسه ختمه
ښۀ په ژوند غواړې مرګي نه څکه وکړې؟
بېلتون زور کړه او ځان زېر کړه، کیسه ختمه
بيا يې يار غوندې په زړۀ پورې رانیسم
درده! ياد د يار په څېر کړه، کیسه ختمه
لېونۍ! چې شفاعت پخلا کوې نو....
دا غزل په شونډو شېر کړه، کیسه ختمه
👇👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567