غزل
خالی جسم ناست یم ستا پاتی انځور ته
درګــې درګــې اندامونـه وړم تنور ته
دا خاورین بدن په یو شړشپه وران شي
ناتوان ښکارم د اوښکو سیلاب ږور ته
نن یو بل مئین تسل غوښتو له مانه
لکه روغ روان تاوان شی بیا رنځور ته
درد مې غوښې رانه وشکولې ډیرې
ورکړه تار اوسپنیز خوله کې امبور ته
عشق اظهار کوم په څو قسمه ملګرو
د لمبو غیږ ګورم بیا د وخت منصور ته
افسانې د شاهین زړه کې لا بیدې دې
سهار شوي پاڅه وګوره عصفور ته
خالی جسم ناست یم ستا پاتی انځور ته
درګــې درګــې اندامونـه وړم تنور ته
دا خاورین بدن په یو شړشپه وران شي
ناتوان ښکارم د اوښکو سیلاب ږور ته
نن یو بل مئین تسل غوښتو له مانه
لکه روغ روان تاوان شی بیا رنځور ته
درد مې غوښې رانه وشکولې ډیرې
ورکړه تار اوسپنیز خوله کې امبور ته
عشق اظهار کوم په څو قسمه ملګرو
د لمبو غیږ ګورم بیا د وخت منصور ته
افسانې د شاهین زړه کې لا بیدې دې
سهار شوي پاڅه وګوره عصفور ته
~ شاهین حمزه