غـزل
د سهار لمر يې څارنه کوي ژاړي
د زخمي زړۀ يې پالنه کوي ژاړي
داسي څوک دی د بېلتون په درد پوهېږي
چې يو څوک ورنه پوښتنه کوي ژاړي
هر يادګار يې چاته لپې لپې زهر
انځورو نه یې ساتنه کوي ژاړي
لکه زۀ چې پر ملا مات مات را روان دی
د شهيد وروستۍ کتنه کوي ژاړي
د هر چا پر شونډو نوم د هغه چا دی
چې دښمن يې هم ستاينه کوي ژاړي
دا په اوښکو چې لانده دې ګرېوانونه
د خواږه یار یادونه کوي ژاړي
سبحاني ته چا د اوښکو ډالۍ ورکړه
دی بدل کې ترې مننه کوي ژاړي
سبحاني کندهاری
👇👇👇👇👇👇
@Subhanijanan