#درواغجنه_مور!
#کیسه
د کډوالۍ او غربت شپې وې،پلارجان مې هم په یوه مړۍ حلاله نفقه پسې له کوره ورک و، زه ناروغ شوم،پیسې مو نه درلودې، مورجانې مې روغتون ته یوړم داکترانو وویل چې محرقه دی.
د دوایي پیسې مو نه درلودې،مور مې وویل یوه غوږوالۍ به خرڅه کړم، خو ما ویل نه، زه ښه کیږم او تر هغې به مې پلار هم راشي، پیسې به حتما راوړي.
ما له مورجانې سره ډیر بحث وکړ بالاخره هغې راسره ومنله چې نه یې خرڅوم.
مازدیګر د کلي په هدیره تیریدو مور مې وویل هغه دې د نیکه قبر دی یوه دعا ورته وکړه، زه د قبر خواته ورغلم چې په بیرته راتلو کې مې پر لاره د طلاوو غوږوالۍ پیدا کړه.
مور ته مې وروښووله هغه ډیره خوښه شوه او ویې ویل:
زویه دا خو راته طلا ښکاري؟
وګوره زویه خدای مهربان دی راشه دا به خرڅه کړو او پیسو باندې یې هم درته دوایي او هم یو څه شنه میوه واخلو.
ما ریښتیا باور وکړ چې خدای به مهربان وي.
ماوویل مورې:
که ددې غوږوالۍ خاوند پیدا شو بیا؟
هغې وویل زویه خاوند یې حتما مړ دی ځکه موږ هدیره کې پیدا کړه!
لاړو بازار ته خرڅه مو کړه او دوایي مو وکړه، د دوایي ترڅنګ مو د کور د اړتیا ځینې توکي هم رانیول ډیر خوښ کور ته راستانه شول...
څو ورځې بعد کلي کې د عمه د زوی واده و مور مې هم تلله خو غوږوالۍ یې وا نه اچولې نو پوښتنه مې ترې وکړه مورې غوږوالۍ دې چیرې دي؟
هغې یوه دانه راښکاره کړه وایي دغه دي زویه خو درندې دي د غوږو سوري مې دردمند دي نه یې په غوږو کوم.
شپه ناوخته وه، مور مې دوایې راکړه، کمپل یې راباندې هواره کړه او فکر یې وکړ ویده شوم...
تلفون یې راواخیست او زما پلارجان ته یې زنګ وکړ:
سړیه زوی دې ناروغ دی، داکتران وایي محرقه دی خو د بازار په داکترانو مې باور نشته، پیسې هم نلرو چې د ښار روغتون ته یې بوځم، یوه غوږوالۍ مې خرڅه کړه یو څه د اړتیا شیان مو پرې رانیول نور څه نلرو فقط یوه لا بله پاتې ده خو فکر نکوم که په هغې هم کار وشي.
ستا کارونه څنګه شو درې میاشتې خو دې پوره شوې که تنخوا یې درکړي وي راشه چې د زوی سمه تداوي وکړو.
پلارجان مې ورته وویل انشاالله راتلونکې اوونۍ درځم نور یې تلفون قطع کړ..
مور مې خاموشه ناسته وه چې زما پر تندي یې لاس کیښود او ویې ویل:
ځه شکر تر پرونه خو ښه یې!
بیا یې پر تندي ښکل کړم.
ما وویل هو مورې ښه یم..
هغې تعجب وکړ، هله زویه ویښ یې؟
ما وویل هو درواغجنې!!
ما وویل تا خو ویل چې غوږوالۍ مې درندې دي غوږونه مې خوږوي کنه؟
مور مې په سینې پورې کلک ونیولم سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې...
زویه، زویه، زما زویه...
د کډوالۍ شپې دي، پردی وطن دی،چا ته به لاس نیسو؟
چې ته ناروغ یې نو زه به غوږوالۍ څه چې دا ټول شته هم د تا لپاره خرڅوم..
تا ته مې څه نه ویل ځکه نه مې خفه کولې له همدې امله چې ته د نیکه قبر ته ولاړې خدای پوهیږي اغه د چا قبر و؟
پر لار کې مې درته غوږوالۍ خطا کړه ترڅو فکر دې بدل شي.
ما ویل مورې که له محرقې ومرم خو ستا تر مخه به ځان ناروغ حساب نکړم..
مور مې راته له وطنه د راکډه کیدو کیسه شروع کړه خو زه ویده شوی وم......
#مور