#ښـه_ملګری
ښه ملګری څوک دی؟
۱ ـ ښه ملګری هغه دی چي صالح انسان وي، د اللهﷻ اطاعت کوونکی وي، د الله پاکﷻ اوامرو ته پوره تسليم وي،
د الله پاکﷻ پر خوشاله کولو باندي ډېر حريص وي،
د ښه کار پر کولو باندي په صداقت او ايماندارۍ سره تلوار کوونکی وي،
او د بدکاره څخه په تقوی باندي ډډه کوونکی وي، د پيغمبر د سنت او اهل سنت سره مينه ولري، دوستي او دښمني يې د الله پخاطر وي،
د ګناه او سرکښۍ څخه يې بد راځي، پرهيزګاره او پاک انسان وي،
تل يې زړه غواړي د خير کارونه په پټه سره وکړي تر څو ورڅخه ريا ونه ليدل سي او په زړه کي يې بغض او حسد نوي.
② ـ ښه ملګری هغه څوک دی چي کله دي الله پاک هېر سي دی يې درته په يادوي، او د الله پاک په اطاعت کولو کي درسره مرسته کوي.
③ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا په ښویېدلو او انحراف باندي نه خوشاله کيږي بلکي ستا په هدايت او لاسمېدلو باندي خوشاله کيږي.
④ ـ ښه ملګری هغه دی چي تا پر ښه کار باندي امر کوي او د بد کار څخه دي منعه کوي.
⑤ ـ ښه ملګری هغه دی چي ته يې د خولې او لاس څخه په امان وسې.
⑥ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا په مقابل کي يې تندی ورين او خلاص وي،
ژبه يې ستا په مقابل کي تل نرمه او پېرزويني څخه ډکه وي،
زړه يې ستا په مقابل کي تحمل او پيراخي ولري، لاس يې ستا په مقابل کي پيراخ او اوږد وي يعني چي کله يې مرستي ته اړ کيږې مرسته درسره کوي،
ستا په مقابل کي خښم او قهرکنټرول او قابو کوي، ستا سره تکبر نکوي،
د ناروا کارونو او خبرو شوقي نوي،
تاته په خير رسيدلو او ښه ژوند برابرېدلو باندي خوشاله کيږي.
⑦ ـ ښه ملګري هغه څوک دی چي په ښه کار درسره موافقت کوي او په بدکار درسره مخالفت کوي،
چي کله درته ملامت سي خپله ملامتيا مني.
⑧ ـ ښه ملګری هغه څوک دی چي ستا په ملاقات باندي خوشاله کيږي،
ستاسره ملاقات ته يې ډېره تلوسه وي،
زړه يې غواړي تل درسره وسي، کله چي ورسره مصافحه کوې نو په محبت درته لاس درکوي.
⑨ ـ ښه ملګری هغه دی چي تاته د الله د نعمتونو په حاصليدلو باندي يې زړه ښه کيږي،
او چي تاته يو مصيبت رسيږي خوا يې درباندي بديږي.
⑩ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا اړتیاوو ته ګوري او ستا د عوايدو حساب نه درپسې نیسي.
⑪ ـ ښه ملګری هغه دی چي ستا چم نیسي خو چم نه درسره کوي.
#تـلاس_نشراتي_ټـولنـه
@TalaashTolanaa