د هیواد د استقلال د ساتلو په هکله د
مرحوم لوی ملا صاحب
تګلاره.
مرحوم سید محمد حقاني صاحب چې یو وخت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او بیا په اسلام اباد کې سفیر و ، کېسه کوله چې یو وخت مې په کندهار کې له ملاصاحب سره په مجلس کې یادونه وکړه چې : اصولا د یوه بهرني ملک سفیر په کوربه هیواد کې باید یوازې د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکي وپالي ، مګر موږ داسې شواهد پیدا کړي چې د پاکستان سفیر عزیز احمد خان هڅه کوي چې د بهرنیو چارو وزارت له خبرتیا پرته یو شمیر امارتي ادارو او اشخاصو سره مستقیمي اړیکي جوړې کړي.
مرحوم حقاني صاحب وايي . چې د دې خبرې په اورېدو ملاصاحب په غوسه شو او یوه شیبه غلی و . خو وروسته یې په لنډو او صریحو ټکو راته وویل : داځل چې کابل ته ولاړې اول کار دا وکړه چې دغه سفیر راوغواړه ، سم یې سر ورخلاص کړه ، چې موږ دا دومره دربدرۍ د استقلال لپاره په سر وړي دي ، د پالیسۍ سره سم حد ورته وټاکه او ورته ووایه چې که په دې لاره تلای او چلېدلی شې وچلېږه او کنه ځه په مخه دې ښه .
مأخذ
کتاب ثالث عمر صفحه (۲۲۱)
#ثالث_عمر_خپرنيز_بنسټ