انډیوالي! 🤍
ـــــــــــــــ
سم بې زړۀ سره ودرېږو
لکه غلۀ سره ودرېږو
یارانه مو خطري ده
ډېر به نۀ سره ودرېږو
یؤ به تۀ! شې، بل به زۀ شم
بارانۀ سره ودرېږو
چې پۀ چا باندې مئین یو
لۀ هغۀ سره ودرېږو
پنجابی به لږ خفه کړو
پښتانۀ سره ودرېږو
زمونږ نیت ورته د ورور وي
چې واړۀ سره ودرېږو
د ښار خلک مو خوښ نۀ دي
لۀ شپانۀ سره ودرېږو
د وصال ووټونه کم دي
بېلتانۀ سره ودرېږو
دا وعده کوو احمده
چې پاخۀ سره ودرېږو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
ـــــــــــــــ
سم بې زړۀ سره ودرېږو
لکه غلۀ سره ودرېږو
یارانه مو خطري ده
ډېر به نۀ سره ودرېږو
یؤ به تۀ! شې، بل به زۀ شم
بارانۀ سره ودرېږو
چې پۀ چا باندې مئین یو
لۀ هغۀ سره ودرېږو
پنجابی به لږ خفه کړو
پښتانۀ سره ودرېږو
زمونږ نیت ورته د ورور وي
چې واړۀ سره ودرېږو
د ښار خلک مو خوښ نۀ دي
لۀ شپانۀ سره ودرېږو
د وصال ووټونه کم دي
بېلتانۀ سره ودرېږو
دا وعده کوو احمده
چې پاخۀ سره ودرېږو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
@aHMad_sAfi2