Forward from: صابرجان محصل
فاتح ځواک
له ځان سره کوم پيغامونه لري
صابرجان محصل
تيره ورځ د روان ٢٠٢٠ کال د اکتوبر په ١٩ نيټه
طالبانو ا.ا.ا د فاتح ځواک په نوم
د فوځي تمريناتو او د حربي علومو څخه د فارغينو سربازانو يو مستند ويډيويى کليپ خپور کړ
نوموړى اصدار د طالبانو .ا.ا.ا د فرهنګي چارو کميسيون له خوا خپور شوي
دغه اصدار په دريو برخو مشتمل دى
لومړى برخه يى د د طالب ځواکونو د حربي علومو د زدکونکو بدني ورزش او نظامي حرکاتو ته خاص شوې
په دوهمه برخه کي
طالب ځواکونه په عصري وسلو سمبال او فوځي يونيفورم په تن د نظامي جنرالانو په هدايت
ډير حساس او نازک فوځي تمرينات او حرکات ترسره کوي
او په دريمه برخه کي همدغه عسکري نظامي فارغين د خپلو نظامي نقشو او د جنګ د اقسامو تکتيکونه او عملي تمثيلونه تر سره کوي
د همدي تمريناتو په جريان کي د طالبانو ا.ا.ا د رهبري شورا د ځينو غړو ويناوي هم را اخستل شوي چي درې پښتو ترکمني او ازبکي ژوبو خبري کوي
دا فوځي نمايش او د طالبانو جنګي مهارتونه ولس بهرنيو او د کابل چارواکو ته بيل بيل پيغامونه لري
الف۔ولس ته يى پيغام څه دى ؟
افغانستان يو اسلامي هيواد دى او د دي هيواد ٩٩/٨% نفوس مسلمانان دي نو د دي ولس غوښتنه ده چى موږ دي په خپل هيواد کي د پرديو له پنجو خلاص سوچه اسلامي شرعي نظام ولرو او دا د دوي قانوني او مسلم حق دى
او افغانانو د همدي ارمان د پوره کيدو په خاطر له تيرو څو لسيزو راهڅي په مليونونو د سر قربانۍ ورکړي دي هغه چي مالي او نور زيانونه يى ليدلي هغه به په خپل ځاي پريږدو
د دي فوځي نمايش په وړاندي کيدو سره طالب ولس ته دا ډاډ ورکوي
چي موږ د ولس تيرې قربانۍ نه هيروٶ
د اشغال له پايان وروسته د اسلامي نظام د قايمولو او د نظام په وړاندي د خنډونو په لرې کولو کي له سياسي او نظامي لارو رو رو هدف ته نيږدي کيدونکي يو
او بل داچي طالبان ا.ا.ا د فاتح ځواک په وړاندي کولو سره دا راښيى چي دوي د هيواد له ټولو اقشارو جوړ د يوه قوي اسلامي اوملې ځواک او اردو په جوړولو کي تر بل هر سياسي جهت ډير مهارت لرې تحربه او ښه سابقه لري
او د همدي اردو په اصلاح او جوړولو کلک هوډ لري
(ب) د کابل چارواکو ته يى پيغام څه دى ؟
افغانانو هيڅ کله د پرديو له لوري تپل شوي نظامونه
نه دي منلي او تل يى د تپل شويو نظامونو په وړاندي جدي اقدام کړى او ياد نظامو يى تر زوال رسولي
ښي بيلګي يى د شاشجاع او د کمونيسټانو حکومتونه دي
د امريکا په راتک او د اشغال له پيله اوسنۍ موجوده د کابل موجوده اداره هم کاملا لاسپوڅې تپل شوي او د بهرنيو په نظامي او اقتصادي قوت تکيه اجيره او بلواکه او بي کفايته اداره ده
چي افغانانو ته هيڅ د منلو وړ نه ده
د فاتح ځواک اصدار د يادي اداري چارواکو ته دا پيغام له ځان سره لرې
چي که تاسو د اسلامي نظام په مخ کي خنډ جوړيږٸ او د سولي له عظيم فرست څخه په غير معقولو دلايلو مخالفت کوٸ
او له امريکا سره د طالبانو ا.ا.ا د شوى تړون په اساس له مزاکراتو سر غړاوى کوٸ
نو افغانان مجبو دي چي ستاسو په وړاندي له نظامي برخورد څخه کار واخلي
او د همدي برخود لپاره طالبان ا.ا.ا بشپړ چمتوالى او نظامي قوت لري
(ج) بهرنيو اشغالګرو ته يى څه پيغام دى؟
د امريکا له اشغال مخکي امريکا د افغانستان په حاکم حکومت چي د طالبانو ا.ا.ا حکومت ٶ امريکا ځيني غير منطقي ملاحظات درلودل د همدي ملاحظاتو له کبله
امريکا د افغانستان په حکومت غير قانوني بنديزونه لګولي ٶ
طالبانو امريکا ته د ستونځو د حلولو لپاره د خبرو وړانديز وکړ
داچي امريکا د غرورو په نيلي سپور ٶ او د طالبانو ا.ا.ا خپلواک اسلامي حکومت ورته د منلو نه ٶ
نو د طالبانو ا.ا.ا وړانديز يى رد کړ
او د ١١ ستمبر د بي بنياده بي ثبوته پيښي په پلمه يى په افغانستان وحشي يرغل وکړ
دلته يى په لکونو افغانان شهيدان کړل د افغانستان اسلامي حکومت يى ړنګ کړ
او په لسهاٶ زره يى خپل عسکر ووژل شول
او د ځينو سرچينو له قوله٨٣٠ مليارده ډالره يى مصرف کړل
امريکا د افغانستان د ١٩ کلنې جګړي په دوام کي د هيڅ قسم اصلحو له استعماله ډډه وه نه کړه
حتى د بمونو مور بم په شمول يى په افغانانو هرقسم اصلحې استعمال کړي
د ١٩ کلن جنګ په دوام کي يى جنګي ستراتيژى او بيل بيل قوماندانان او عسکر وازمايل
بلاخره نه يى زور او ځواک نتيجه ورکړه
او نه هم د ډالرو باران
امريکا د طالبانو ا.ا.ا د خبرو اپشن ومانه
او له له طالبانو سره يى د ٩ مياشتو په اوږدو ١١ پړاٶه خبري او بلاخره يى د ٢٠٢٠ ميلادي کال د جنورۍ په ٢٩ نيټه د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کي د سولي تړون لاسليک کړ
چي د ١٤ مياشتو په موده کي به ټول اشغالګر فوځونه له افغانستانه وځي
فاتح ځواک بهرنيو اشغالګرو ته دا سرګندوي
چي که تاسو د دوحي تړون له فرسته ګټه وانخلى او تړون ته ژمن پاته نه شٸ
او لا هم خپلې سرتمبګۍ ت