غزل
ستا سپين رخسار، د زلفو تار، په ما يې وار بېشکه
سترګو کې اور، شونډو کې زور، رقيب ته خار بېشکه
په ناز پرتې، پر اوږو دوې څڼې لندې قربانک
ژړ مازيګر، قاتل نظر، مړه دي کړو يار، بېشکه
ګله! بې تا، د درد بلا، د زړۀ پر ملا ګرځوم
زهر څکل، د ځان وژل، ستا انتظار بېشکه
په زړۀ اباد، د جانان ياد، د غزل تورو ارشاد
سړه سېلۍ، نيمه سپوږمۍ، ستوري قطار بېشکه
تۀ تورې سترګې، او زۀ تور رانجۀ، سهي جوړه يو
د تورو سترګو وي تک تور رانجۀ سنګار بېشکه
د زړونو وړل، زړۀ غلا کول، په زړونو لوبې کول
په دې کارونو به ګټې ځانته ازار بېشکه
د چا نظر، ولا اکثر وي شفاعته په تا
زړۀ ته يې لار، کوې په جار، کرار، کرار بېشکه
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567