اوسني مسلمانان د هغه غفلت او کم همتۍ بیه پرې کوي چې په وروستیو پیړیو کې په مسلمه امت کې د ساري مرض په شان خپور شوی او ټول پرې مبتلا دي.
کله چې مسلمانانو د سیالۍ احساس له لاسه ورکړ، کله یې چې د نړیوالو سترو پریکړو له منصب څخه تنازل غوره کړ او کله چې له خپل خدای ورکړي مقام څخه په ټیټه رتبه قانع شول، نو له هماغې ورځې یې ذلت هم پيل شو.
د فلسیطنیانو په اوسنی تحقیر کې د دوی هغه اسلاف هم شریکان دي چې سل کاله وړاندې به یهودي اقلیت کار او زیار کاوه او دوی به شپه ورځ په خوبونو او شطرنج تېروله.
زما او ستا په ننني مذلت کې د هغو اسلافو هم لاس دی چې کله یې په لومړي ځل اروپايي بالون او الوتکه ولیدله نو یې خلکو ته وویل وګورئ د کافرانو جادو او منتر.
متأسفانه، نن هم موږ د هماغې کم همتۍ ښکار یو.
د فلسطین او اقصی آزادي خو هلته پریږده، حتی د دې همت هم نه لرو چې لږ تر لږه دوه کتابه مطالعه کړو او د اقصی په قضیه سر خلاص کړو. شالید او بیلابیل اړخونه یې وپیژنو. اوس هم حیفا او رفح نه شو سره بېلولای.
د دکتور هنیة مظلومانه شهادت باید موږ ته ټکان راکړي. ته که جهان نه شې تغیرولای، ته که د فلسطینیانو تقدیر نه شي بدلولای، اقلا خپل ځان خو بدلولای شي. خپل ورځنی وخت خو مدیریت کولای شي. خپله خو سهار وختي راپاڅيدلای او کار او زیار ته مټې بډوهلای شې.
په یاد ولره! تر څو چې د وخت او ځوانۍ قدر ونه کړې، تر څو چې له عبثیاتو ځان راونه ګرځوې، تر څو چې د کاڼي غوندې سرسخت او د نفس د غوښتنو په وړاندې مقاوم ونه اوسې. ترڅو چې په خولو کې جپ جوپ، له کار او زیاره ټوک ټوک او له بې خوبۍ ليونی نه شې، د ذلت دغه طلسم نه شې ماتولای.
په یاد ولره چې سیال او بریالي خلک ژوند د اغزیو بستر ګڼي.
عبدالستار سعید