د عمر زاخېلوال په مشرۍ د ”افغانستان نجات حرکت“ خپل شتون اعلان کړ
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۵ وری، ۱۴۰۰ل):
د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ د عمر زاخیلوال په مشرۍ د "افغانستان ژغورنې حرکت" په نوم د نوي ګوند د موجودیت اعلان وکړ.
وردګ وایي، موږ ټول باید د سولې لپاره ګډ کار وکړو زیاتوي د دې غورځنګ غړي په حکومتدارۍ کې ښې تجربې لري." په خبره یې چې دا غورځنګ شخصی نه بلکې پایله لرونکی دی.
د وردګ په خبره، چا سره د تقابل اراده نه لري، خو دا اجازه هم چاته نه ورکوي چې د ملي ګټو خلاف کړنې ترسره کړي.
یوه اوونۍ مخکې د دغې ګوند غړو خپلمنځي انتخابات وکړل چې عمر زاخېلوال یې مشر، دوکتور عبدالصبور فخری او جعفر مهدوي یې معاونین وټاکل شول.
هغه مهال د دغې ګوند چارواکو ویلي و چې د "افغانستان ژغورنې حرکت" د ملي یووالي، تل پاتې سولې، سراسري امنیت، ټولنیز عدالت او د افغانستان په سیاست کې انفرادي امنیت رامینځته کولو لپاره رامینځته شوی و.
https://kabull.com/?p=107897