بې تاجه پاچاهي / أنس حقاني
مونږه پوهیږو او په عقل مو خواري کړې ده
مونږ د مرګ ژوند په کش مکش کې زنده ګي کړې ده
.
له جګړې پرته مو په ډېرو زړونو راج کړی دی
مونږ ملنګانو تل بې تاجه پاچاهي کړې ده
.
په توجه مو کلک فولاد د زمانې اوبه کړل
مونږ د کاملو أولیاؤ مریدي کړې ده
.
مونږ د جګړو او د جرګو میراثي پوهه لرو
په هر ډګر مو د هر چا سره سیالي کړې ده
.
د هر آزمون ځنځیر مو مات دی د ایمان په توره
نیک بخت تکبیر مو له تدبیر سره سیالي کړې ده
.
مونږ هم د زهرو غړپ ورکړی په عسلو کې دی
هر چا چې مونږ ته اراده د چالاکي کړې ده
.
د زړه سکون، د ژوندانه خوښي بایللې هغو
أنسه چا چې له خپل دین بې پرواهي کړې ده
مونږه پوهیږو او په عقل مو خواري کړې ده
مونږ د مرګ ژوند په کش مکش کې زنده ګي کړې ده
.
له جګړې پرته مو په ډېرو زړونو راج کړی دی
مونږ ملنګانو تل بې تاجه پاچاهي کړې ده
.
په توجه مو کلک فولاد د زمانې اوبه کړل
مونږ د کاملو أولیاؤ مریدي کړې ده
.
مونږ د جګړو او د جرګو میراثي پوهه لرو
په هر ډګر مو د هر چا سره سیالي کړې ده
.
د هر آزمون ځنځیر مو مات دی د ایمان په توره
نیک بخت تکبیر مو له تدبیر سره سیالي کړې ده
.
مونږ هم د زهرو غړپ ورکړی په عسلو کې دی
هر چا چې مونږ ته اراده د چالاکي کړې ده
.
د زړه سکون، د ژوندانه خوښي بایللې هغو
أنسه چا چې له خپل دین بې پرواهي کړې ده