انس حقاني؛ نېک پال
https://www.nunn.asia/?p=180206
محمد امين حیدري
د حقاني صاحب (رحمه الله) کورنۍ لکه څنګه چې ورسره په کار وه تودې ولولې یې د اعداد، جهاد او استشهاد ډګرونو کې وځلېدلې، د شهادتونو اميلونه یې په غاړه کړل، د بند سختې يې وزغملې، د قربانۍ او ایثار له صف څخه نه وروسته، نه ناهيلې او نه زړه نازړه شول.
خو انس حقاني یې له شعر او ادب سره هم پیوند ونښلاوه، شعر د پیغام رسونې غوره لاره ده، هنر دی، ذوق خړوبوي، فکرونه قانع کوي او د ځان یې ملګري کوي، ښه یې ښه دي، بد یې بد او ځینې یې حکمت دي، په افادیت یې سترګې نشي پټېدلای، په فکري تسخير کې اغیزمنه وسيله ده، اسلام کې یې هم عمر له عهد رسالت سره سم دی، سلفو صالحينو، متقدمينو، او متأخرينو ټولو څخه په هر دور کې بهترین اشعار رانقل شوي دي، په جهاد، علم، تقوی، ریاضت، زهد او د جامعې په اصلاح بلکې په هر اړخ کې اوس هم له دوی څخه ډېر مشهور اشعار تکراریږي.
د انس حقاني هم یو نیم شعر چې په خواله رسنیو کې نشر شي، سترګې مې پرې يخې شي، په فني او مسلکي لحاظ اګر که زه خپله د شعر په اړه لازم معلومات نه لرم، مګر د ذوق، مضمون او محتوی له مخې که وارزول شي، د شاعر په روښانه ليدلوري دلالت لري، په ډېر کمال او هنر د شعر له ژبې څخه هم د سیاست هم د ادب، هم د افادې او هم د استفادې کار اخلي، لکه چې وایي:
چې لیدلوری د انسان څومره محدود وي
نو هماغسې وړوکی یې مقصود وي
هيڅ مسلک له اختلافه خالي نه وي
مـسـلکیانو کې حسد فطري موجود وي
چاپلوسان ترخپل هدف رسېدای نشي
د چاپلوس خواهش په هر دربار مردود وي
نوموړی چې د طالبۍ دوره یې له تکميل تېره او په اصطلاح وړې دورې ته ورسوله مخکې تردې چې د فراغت او فضيلت پګړۍ په سر کړي، د انسان خورو انسانانو د غدر او وحشت ښکار شو، په ډېر کم عمر له ډېرو سترو پېښو سره مخامخ شو، ۵ کاله یې د کابل توقیف خانو او د بګرام په بند کې تېر کړل، د اعدام له اخطارونو سره مخامخ شو، دا جلا خبره وه چې په تقدير کې یې د اعدام په ځای د عزت خلاصون لیکلی و؛ خو د بند دې ۵ کلنې دورې یې په ارادې، استعداد، مطالعې او شعري ځواکمنتيا مثبت اغېز وکړ.
په سیاسي ماحول کې هم د انس حقاني وجود ثابته کړه چې دوی هم په جهاد او هم په سوله کې د حقاني صاحب رحمه الله د خط پيرو دی.
د اسلامي امارت دوه لسیزې جهادي مبارزه چې په قربانیو ولاړ ده، اتلولۍ، نصرتونه او کرامتونه دي، بې له شکه چې ډېر ستر او بې ساری تاریخ دی، لیکل غواړي، خوندي کول غواړي، مدافعين غواړي، تر نسلونو رسول غواړي، د دې لپاره چې په ځوانه طبقه کې د کومو استعدادونو ضرورت دی، انس حقاني هم د هغو له جملې څخه دی، په علم، سیاست، سوله، شعر او ادب کې ډېرې هيلې ورپورې تړلې دي، زه یې په نېک پال نيسم، امید لرم چې د خپلو اسلافو په لار به قدم په قدم وړاندې ځي.
ان شاء الله