ارگ-ARG


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دافغانستان اسلامي امارت د ارګ رسمي چينل ته ښۀ راغلاست!

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د ۸ ناحیې ګذر وکیلانو رئیس او غړو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې، د کابل ښار د ۸ ناحیې ګذر وکیلانو رئیس او غړو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د ۸ ناحیې د ګذر وکیلانو رئیس محترم حاجي حکیم خان او ورپسې د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو مرستیال ښاغلي شاه ولي خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
دوی په ۸ ناحیې کې د قول حشمت خان د پاککارۍ، د حضوري چمن بیارغاونې، د تفریحي پارکونو جوړولو، د اوبو او برېښنا کموالي، د ښوونځیو زیاتوالي، د ترانسپورټي اسانتیاوو لپاره د ملي بس وېش او روغتیا په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حکومت او ملت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د ګذر وکیلانو کړنې او فعالیتونه وستایل.
محترم ډاکتر ملا واسع د کابل ښار د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره د کابل ښاروالۍ فعالیتونه د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه، په ټول کابل ښار کې د مهمو پروژو کارونه بشپړ شوي یا روان دي.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د افغانستان اسلامي امارت واکمنېدو سره په ټول هیواد کې د لویو پروژو او د اوبو بندونو کارونو پیلولو یادونه وکړه.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت پالیسۍ کې قوم، سمت او ژبه نشته او د ۸ ناحیې ګذر وکیلانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د شریک شویو وړاندیزونو او مشورو په اړه به غور او د شته امکاناتو په صورت کې لازمې کړنې ترسره کړي.


دیدار رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء با رئیس و اعضای ناحیۀ هشتم

محترم داکتر ملا عبدالواسع رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان امروز با رئیس و وکلای گذر ناحیه هشتم شهر کابل در ارگ دیدار نمود.

ابتدا محترم حاجی حکیم خان رئیس وکلای گذر ناحیه هشتم شهر کابل و آقای شاه ولی خان معاون وکلای این ناحیه به نمایندگی از دیگران صحبت کرده و در بخش های مختلف، پیشنهادات و خواست های شان را شریک ساختند.

آنان پیشنهادات شان را در رابطه به پاک کاری قول حشمت خان، بازسازی چمن حضوری، اعمار پارک های تفریحی، حل مشکل کمبود آب و برق، افزایش مکاتب، توزیع ملی بس برای ایجاد سهولت ترانسپورتی و توجه به صحت در ناحیه هشتم مطرح کردند.

محترم داکتر ملا عبدالواسع رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء ضمن خوش آمدید به آنان، فعالیت و کارکردهای وکلای گذر را در راستای تقویت روابط میان حکومت و ملت مورد تقدیر قرار داد.

محترم داکتر ملا عبدالواسع از فعالیت های شاروالی کابل در زمینۀ فراهم کردن نیازمندی های اساسی شهرکابل قدردانی کرد و افزود که در تمام شهر کابل کار پروژه های مهم تکمیل شده و یا در حال اجرا می باشد.

رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء از آغاز کار پروژه های بزرگ و بندهای آب در تمام کشور پس از حاکمیت امارت اسلامی افغانستان، یادآوری نمود.

محترم داکتر ملا عبدالواسع در اخیر صحبت هایش، گفت که در پالیسی امارت اسلامی تبعیض زیر نام قوم، سمت و زبان وجود ندارد و به وکلای ناحیه هشتم شهر کابل اطمینان داد که در مورد پیشنهادات و مشوره های آنان غور نموده و در چوکات امکانات دست داشته، اجراات لازم صورت خواهد گرفت.




















دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با سفیر امارت اسلامی افغانستان در ترکمنستان

محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان عصر امروز با محترم حاجی فضل محمد صابر سفیر امارت اسلامی افغانستان در عشق آباد ترکمنستان، دیدار نمود.

در این دیدار ابتدا محترم حاجی فضل محمد صابر سفیر امارت اسلامی افغانستان در ترکمنستان صحبت نمود و راجع به کارکردها و فعالیت‌هایش در سفارت افغانستان در شهر عشق آباد خدمت مقام معاونیت اداری ریاست الوزراء گزارش ارائه کرد.

وی گفت که مسئولین سفارت افغانستان در ترکمنستان در زمینه تحکیم هرچه بیشتر روابط، تقویت تجارت، واردات و صادرات اموال بین این دو کشور دوست و همسایه، تلاش می‌ورزند.

سفیر افغانستان در عشق آباد همچنان گفت که مسئولین سفارت افغانستان در خصوص رسیدگی به مشکلات افغان‌های مهاجر در آن کشور نیز بدون وقفه سعی و کوشش می‌نمایند.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء با ابراز خرسندی از این دیدار، فعالیت‌ها و کارکردهای سفیر افغانستان در ترکمنستان را مورد ستایش قرار داد.

معاون ریاست الوزراء افزود: افغانستان و ترکمنستان دارای روابط مشترک تاریخی، دینی و فرهنگی است و در تقویت هرچه بیشتر این روابط؛ مسئولین سفارت در آن کشور مکلفیت دارند.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی همچنان گفت که امارت اسلامی خواهان روابط نیک و حسنه بر اساس احترام و تعامل متقابل با همه کشورها به خصوص ممالک همسایه می‌باشد.


په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم حاجي فضل محمد صابر سره، پخپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې کتنې په پیل کې محترم حاجي فضل محمد صابر په عشق اباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د کړنو او فعالیتونو راپور د ریاست الوزاء اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.

نوموړي وویل، په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت مسؤلین د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د رابطو د لازیاتې پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

دغه راز په عشق اباد ښار کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، د افغانستان د سفارت مسؤلین په ترکمنستان هیواد کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په خاطر له وقفې پرته هلې ځلې کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو پر مهال په ترکمنستان هیواد کې د افغانستان د سفیر فعالیتونه او کړنې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان ګډ تاریخي، دیني او فرهنګي روابط لري چې د دغو روابطو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره په یاد هیواد کې د افغانستان د سفارت مسؤلین مکلف دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ د نېکو او حسنه روابطو غوښتونکی دی.








د هیواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د هیواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.

په پیل کې راغلو ملي سوداګرو د اسلامي امارت د حاکمیت او هیواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه وې ویل، په هیواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره بېلابېلې له هغې ډلې د سوداګرۍ او پانګونې برخې پام وړ لاسته راوړنې لري چې دا د افغانستان د ملت لپاره ستر نعمت دی.

دوی زیاته کړه، په هیواد کې پولي ثبات، د بانکدارۍ سیستم او همداراز له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره نوې هیلې پیدا کړي دي.

دوی په بېلابېلو له هغې ډلې د سړک جوړولو، ساختماني او نورو برخو کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د خصوصي سوداګریزو شرکتونو بانکي تأمیناتو او تضمینونو او دغه راز په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور ظرفیتونو ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یاده کتنه خوښي څرګنده کړه وې ویل، سوداګر او پانګوال په واقعیت کې د هیواد پانګه ده او د افغانستان اسلامي امارت له دې پانګې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، موږ د هیواد ابادۍ او پرمختګ ته مصصم یوو او پدې برخه کې له حکومت سره د خصوصي سکتور همکاري ضروري او حیاتي ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت تل سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه د بانکي راکړې ورکړې عادي کولو او د هیواد په بېلابېلو برخو کې د انکشافي پروژو د بشپړلو هڅې کوي.


دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با جمعی از تاجران ملی کشور

محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان عصر امروز با جمعی از تاجران ملی کشور دیدار نمود.

آنان ابتدا از استقرار امارت اسلامی و تأمین امنیت سرتاسری در کشور ابراز خرسندی نموده بیان داشتند که با استقرار امارت اسلامی در کشور در عرصه‌های مختلف از جمله تجارت و سرمایه‌گذاری دستآوردهای قابل ملاحظه‌یی بدست آمده است که این نعمت بزرگ برای ملت افغانستان می‌‌باشد.

آنان افزودند که ثبات پولی و سیستم بانکداری در کشور و همچنان حمایت همه جانبه امارت اسلامی از سکتور خصوصی امید جدیدی را برای تاجران و سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی بخشیده است.

آنها با اشاره به توانمندی‌های سکتور خصوصی در بخش‌های مختلف از جمله سرک‌سازی، ساختمانی و غیره، از رهبری امارت اسلامی خواستند تا در زمینه پرداخت تأمینات و تضمینات بانکی شرکت‌های تجارتی خصوصی و استفاده از ظرفیت‌های سکتور خصوصی در بخش‌های مختلف توجه نمایند.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء با ابراز خرسندی از این دیدار، گفت که تاجران و سرمایه‌گذاران در واقع سرمایه کشور هستند و امارت اسلامی در حمایت از این سرمایه، از هیچ تلاشی دریغ نمی‌ورزد.

معاون ریاست الوزراء افزود که ما مصمم به آبادی و ترقی کشور هستیم و در این راستا همکاری سکتور خصوصی با حکومت ضروری و حیاتی می‌باشد.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی همچنان گفت که امارت اسلامی در زمینه ایجاد سهولت برای تاجران و سرمایه‌گذاران، عادی‌سازی پرداخت‌های بانکی و تکمیل پروژه‌های انکشافی در نقاط مختلف کشور همیشه در تلاش است.





20 last posts shown.

422

subscribers
Channel statistics