ملنگی ژوند


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified



Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




Forward from: دامــیرصاحب عبدالرحیم حـنفی تاریخی یادگارونه
*دشهــید مــولوی صاحب نقیـب احـــمـد احمدی تقبله الله څوکارنامی*

*لیـکوال اسـلام یار امـارتـی*

شهید مولوی صاحب نقیب احمد احمدی دلغمان ولایت دعلیشنګ ولسوالی فاتکنه دکلی اوسیدونکی خوش اخلاق با جراته تقوا دار انسان وو

شهید مولوی صاحب احمدی په پاکستان کی دینی زدکړی کړی او ترفراغت وروسته افغانستان راغی او دلته یی وحشی اشغالګرو په خلاف جهاد شروع کړ
شهید مولوی صاحب احمدی دماینونو استاد وو هغه چی دعلیشنګ ولسوالی له غازی اباد څخه تر قلعه نجیل سیمی پوری دامریکای اشغال ګرو تر پنځلسو زیات ټانګونه په ماینونو والوځول ټوټی ټوټی کړل لسګونه امریکای شغال ګری جهنم ته ولیګل لسګونه نوری شدید زخمیان کړل چی دچالاس نه وو دچا غوږ او دچا پښی

ترټولو خطرناک انفجارات یی دشمس خیل او نژلام سیمه کی ترسره کړی وو چی دامریکای وحشیانو غوښی او هډوکی څورځو پوری پټیو کی برتی وی بد بوی کوو

یوا ورځ دعلیشنګ قلعه نجیل کنډک څخه امریکایان ګزمی ته وتلی ول مولوی صاحب احمدی غوښتل دوی هم ښکار کړی خو داسی ونه شول مولوی صاحب چی دشمس خیل اوجیبون مینځ کی باغونو سره یی ماین یښی وو ولاړه چی بالټی ورته بدل کړی چی په لاره کی پښه یی وښویده وغورځید غورځیدو سره ی لاس کی پټاقی انفجار وکړ زخمی شو داچی امریکایان نږدی ول چا جرات ونکړ چی مولوی صاحب له سیمی انتقال کړی هغه وچی وحشیان راغلل او مولوی صاحب په ډیر قساوت او بی رحمی سره شهید کړ

*نحسبه کذالک والله حسیب علیه*

الله (ج) ورته شهادت قبول کړی

https://t.me/lfgms


زما دنن ورځی لیکنه به دشهیدانو سالار مولوی صاحب شانور چپاو حیدر په يادکی وی دهغه څو کارنامی به تاسی ته په لیکلی بڼه نشرکړم


رژیدلی ګلاب دشهیدانو سالار مولوی صاحب شانور چپاو چی دلغمان ولایت دولت شاه ولسوالی د دګوړان دری اوسیدونکی وو

شهید مولوی صاحب چپاو ډیر زیات خوش اخلاق سړی وو هغه چی دلغمان عام ولس تری زیات خوشهال وو

شهید مولوی صاحب چپاو خورا زړوراو تکتیکی سړی وو هغه چی په ښتیځو ولایتونودهغو جهادی قومندانانو له جملی وو چی امریکایانو او دهغوی غلامانو ته سردرد جوړشوی وو

شهید مولوی صاحب چپاو دشورویانو دشغال په دوران کی په خوست پکتیا او پکتیکا ولایتونو کی دمشهور جهادی قومندان دڅلورو شهیدانو پلار مرحوم مولوی جلال الدین حقانی سره یوځای جهاد وکړ چی هلته یی هم خورا ډیر کارنامی کړی وی

دطالبانو داسلامی تحریک چی کله مینځته راغی مجاهدین له کندهاره ترخوست پوری ورسیدل شهید مولوی صاحب یوځل بیا لاړه بیعت یی وکړ کله چی کونړ ننګرهار اولغمان فتح شول داهم راغی لغمان تا چی ددولت شاه ولسوالی په خط کی هم خورا کارنامی وکړل دادی خان په نوم دشورای نظار هغه مهم قومندان چی فرعونی دعوای کو له ګڼو افرادو سره یوځای یی په خورا تکتیک سره ویشتل او د دولت شاه ولسوالی معصوم ولس یی له شر څخه خلاص کړل

کله شهید ملابور جان دکابل دفتحی نقشه جوړکړله او داسلامی تحریک مجاهدینوته یی دحرکت امر وکړ شهید مولوی صاحب چپاو هم لاړه چی څو کابل ته رسیدل په لاره کی څخت جنګونه وشول چی ملابورجان هم شهید شو مولوی صاحب چپاو قیصه کوله چی زمونږ موټرنه مخکی دوه رینجر یوټانګ ول چی دښمن لخوا په بمونو والوځول شول یوشمیر مجاهدین شهیدان اوزخمیان ول خو مونږ حرکت ته دوام ورکړ تردی کابل ښارته ورسیدو دکابل له فتحی وروسته شمال ته لاړه هلته یی هم ډیر کارنامی کړی بیل خصوص کندز اوبغلان کی
دامریکاتر اشغال وروسته مولوی صاحب خپل ولایت لغمان کی جهاد شروع کړ او دوخت په تیریدو سره یی دلغمان په مختلیفو سیموکی اشغالګروته ډیرتلفات واړول

دعلیشنګ کوټالی او وطن ګټو شمس خیل سیمه کی دامریکایانو ډیر ټانګونه یی په ماینونو اومخامخ جنګونوکی تخریب کړل ګڼ امریکایان یی جهنم ته ولیګل

همداراز کله چی دکابل جلال اباد دلوی لاری مسول وټاکل شو په مشله کی دامریکایی وحشیانو اکمالتی کاروان ته یی څو ځلی کمین ووهه چی ګڼ دتیلوټانکری ورته وسوځول خورا زیات مالی اوځانی تلفات یی ورته واړول
شهید مولوی صاحب چپاو دلغمان ولایت دبادپښ علیشنګ دولت شاه ولسوالیو مسول هم پاتی شوی دری واړو ولسوالیو کیی په خورا صداقت خپل مسولیت انجام کړی

بیل اخیره دلغمان دولت شاه ولسوالی زرکمر سیمه کی داربکیانو په پوستویی عملیات ترسره کړل چی ګڼ اربکیانوته مرګ ژوبله واوښت دعملیاتو ورسته وحشی اشغال ګرو بمبار وکړ مولوی صاحب چپاو حیدر له پنځ نور ملګرو سره یو ځای دشهادت جام نوش کړه

نحسبه کذالک والله حسیب علیه

روح یی ښـــاد اویا دونه یی تل تر تله ژوندی پاتی وی

*فعال مبارز اسلام یار امارتی*


Forward from: ډاکتر حنیف طبی معلومات
که د معدې له ناروغیو کړیږئ لاندې_خواړه مه هیروئ ...

#که_معلومات_مو_خوخ_شول_نشر_یی_کئ_مننه

ځینې مختلفو لاملونو له امله د انسان معده په ځینې ناروغیو لکه پړسوب، حساسیت، گیس او ځینې نور ناروغيو اخته کیدی شي.
د معدې اکثره ناروغۍ د ځینې باکتریا چې په خیټه کې د ناسور لامل هم ګرځي له امله را منځ ته کیږي. ځینې وختونه د معدې ناروغۍ د ځینې زخمونو او یا ځینې نور حرام مشروباتو د استعمال په نتیجه کې را پیښیږي. د معدې ناروغۍ نښې په یو انسان کې نسبت بل انسان ته توپیر لري او په ځینې کسانو کې هیڅ ډول نښه نه ښيي.
خو بیا هم کانګې کول، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې پاسنۍ برخه کې پړسوب احساسول، په خیټه کې د دوه خوړو تر منځ او یا هم شپې لخوا د سوۍ احساس کول، هاضمې سیسټم خرابوالی، زړه سوۍ، د خیټې درد او د اشتها له منځه تلل معدې د ناروغۍ له پیژندل شوو نښو څخه دی.
د معدې له ناروغیو څخه خلاصون لپاره کولی شئ لاندې طبیعي خواړه چې هیڅ ډول غیر روغتیايي اثر نه لري استعمال کړئ.

ځمکني توتان (strawberries):
دغه خواړه د انټي اکسیډنټ خواص لرلو په اساس زیاته اندازه فینولیک (Phenolic) مرکبات لری. دغه خواړه د معدې مختلفو ناروغیو لپاره غوره درمل دی. دغه خواړه د معدې په مختلفو برخو کې د پړسوب مخه نیسي. د ۲۰۱۱ زیږیدیز کال یوې څیړنې ثابته کړې چې د ځمکني توتانو ورځنۍ او دوامداره استعمال د معدې غشاء یا پرده له مختلفو زیانونو ژغوري.

طریقه:
۱- د ځمکني توتانو وچې شوې پاڼې یوه کاچوغه په ګرمو اوبو کې واچوئ. د پنځه دقیقو لپاره يي خیشت کړئ.
۲- دغه اوبه د ورځې دوه یا درې ځلي وڅښئ. تر هاغه دغه عمل ته ادامه ورکړئ چې د معدې ناروغي مو له منځه ولاړ شي.
۳- هره ورځ څو دانې تازه ځمکني توتان استعمال کړئ ځکه چې دغه خواړه مو د معدې له ناروغیو ژغوري.

زنجبیل (Ginger):
دغه خواړه د پړسوب او باکتریا ضد ډیر قوی او پیاوړی خواص لري چې له همدې امله معدې د ناروغیو مخه نیسي. دغه خواړه د پړسوب کمولو سربیره په انسان کې د مختلفو ناروغیو مخه نیسی او د معدې درد، ګیس، هاضمې خرابوالی او ځینې نورو ناروغیو په مخنیوي کې ډیره مهمه ونډه لري.

طریقه:
۱- د تازه زنجبیل ریښې په خوټیدونکي اوبو که واچوئ او د پنځه دقیقو لپاره يي اوبو کې خیشت پریږدئ. لږه اندازه شات ور اضافه کړئ او لږ لږ يي وڅښئ. دغه محلول د یوې اونۍ لپاره د ورځې دوه یا درې ځلې وڅښئ.

۲- نیمه کاچوغه د زنجبیل اوبه له شاتو سره ګډ کړئ او له خواړه وړاندې د ورځې دوه ځلي د یوې اونۍ لپاره استعمال کړئ.

۳- د معدې له ناروغیو د مخنیوی لپاره باید تازه زنجبیل وژوول شي او یا هم د زنجبیل ګولۍ استعمال شي.

ویلنې (Peppermint):
دغه خواړه هم د پړسوب او باکتریا ضد خواص لري. د دغې خواړه پړسوب ضد خاصیت د معدې پړسوب له منځه وړي او له دې سربیره د خرابې هاضمې او د زړه سوۍ مخه نیسي.

طریقه:
۱- د ویلني ګولۍ له استعمالولو وړاندې له ډاکټر سره باید مشوره وشي. د ورځې یوه، دوه یا درې ګولی استعمالول بدن ته زیان نه رسوي. دغه ګولی د زړه سوۍ مخه نیسي.

۲- د معدې ناروغیو څخه مخنیوی لپاره باید تازه ویلنې وژوول شي او یا هم په سلاته، سوپ او نورو خوړو کې په زیاته اندازه استعمال شي.

یادونه___ که غواړی همدغه شان نور اسلامی و طبی او عامه معلومات تر لاسه کړئ نو زمونږ فیسبوک پاڼه
#ډاکتر_حنیف_اسلامی_و_طبی_معلومات
لائیک Like یا خوخه کئ .

یوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

په لاندی شماره تاسی په وټساپ آیمو ټیلیګرام او وایبر باندی رابطه کولاي شئ.
(+93) 0788069313
د اړیکو شماری ...
0788069313 / 0792025313
0777025313 / 0707025313


Forward from: ډاکتر حنیف طبی معلومات
رّحْمَنِ – بْنِ تَارِحٍ وَهُوَ آزَرُ بْنُ نَاحُورَ بْنِ سَارُوغَ بْنِ رَاعُو بْنِ فَالَخ بْنِ عَيْبَرَ بْنِ شالَخ بْنِ أرْفَخْشَذ بْنِ سَامِ بْنِ نُوحِ بْنِ لَمْكَ بْنِ مَتّوشَلَخ بْنِ أخنوخ ، وَهُوَ إدْرِيسُ النّبِيّ [ ص 3 ] أَعْلَمُ وَكَانَ أَوّلَ بَنِي آدَمَ أُعْطَى النّبُوّةَ وَخَطّ بِالْقَلَمِ – ابْنِ يَرْدِ بْنِ مهْلَيِل بْنِ قَيْنَن بْنِ يانِشَ بْنِ شِيثِ بْنِ آدَمَ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ . سيرة ابن هشام ج : ١ ص : ١)
درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول نېکه ګان شريف او درانه خلګ تېر سوي دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم دشريفي اودرنې کورنۍ څخه دئ . الله جل جلاله ټول پيغمبران دشريفو کورنيو څخه لېږدوي.
په يوه حديث کي راځي چي هرقل دروم پاچا دابوسفيان څخه وپوښتل چي محمد صلی الله علیه وسلم ستاسو په منځ کي دڅنګه کورنۍ څخه دئ ؟ ابوسفيان په جواب کي ورته وويل : محمد صلی الله علیه وسلم زموږ په منځ کي ديوې درنې اوشريفي کورنۍ څخه دئ . هرقل وويل : الله جل جلاله ټول انبياء دشريفي او عزتمني کورنۍ څخه لېږدوي چي دنسب له پلوه بهترين نسب وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلتيا او پاکۍ سره دنيا ته راغلى دئ دده څخه هيڅ داسي کار نه دئ ترسره سوى چي دجاهليت په وختونو کي دي کافرانو کاوه او هغه دي ناوړه عمل وي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ديوې پاکي نکاح له امله چي داسلامي نکاح سره يې مشابهت درلودئ دنيا ته راغلى دئ . دزنا له اثره دنيا ته نه دئ راغلى . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى. په بل ځاى کي حضرت عايشة رضی الله عنها روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه دنکاح په اثر دنيا ته راغلى يم ، دزنا په اثر دنيا ته نه يم راغلى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسماعيل علیه السلام دنسله څخه دئ داسحاق علیه السلام دنسله څخه نه دئ . دبني اسرائيلو ټول انبياء داسحاق علیه السلام داولادې څخه دي چي دابراهيم علیه السلام زوى دئ.
په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الله جل جلاله دابراهيم علیه السلام په اولادونو کي اسماعيل علیه السلام مختار کړى ، داسماعيل علیه السلام په اولادو کي يې بني کنانة مختار کړه ، او په بني کنانة کي يې قريش مختار کړه ، په قريشو کي يې بني هاشم مختار کړه او په بني هاشمو کي يې زه مختار ه کړم. په ځينو روايتو کي راغلي دي : فانا خيار من خيار من خيار ……
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم زېږد
رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال پر ١٢ دلومړۍ خور ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ . دغه نېټه دميلادي سنې ٥٧٠ م سره سمون خوري. ابن کثير وايي :
په دې کي هيڅ اختلاف نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ زېږېدلى دئ.
ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ ، ددوشنبې په ورځ الله جل جلاله پيغمبر کړى دئ ، ددوشنبې په ورځ يې دمکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت کړى او ددوشنبې په ورځ يې ددنيا څخه رحلت کړى دئ. (رواه احمد)
داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال باندي پر دنيا سترګي غوړولي دي په دې کي هيڅ اختلاف نسته البته دورځي او مياشتي په اړه يې اختلاف سته جمهور علماء په دې آند دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دنيا ته راغلى دئ . ابن اسحاق په خپل سيرت کي هم په دغه خبره دتصريح کړې ده . ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دفيل په کال دنيا ته تشريف راوړى دئ ، په همدې ورځ يې هجرت کړى دئ او په همدې ورځ ددنيا څخه کوچېدلى دئ. په البداية والنهاية کي راغلي دي چي پورتنى نظر دمشهورو علماؤ دئ.
درسول الله صلی الله علیه وسلم پلار عبدالله دعبدالمطلب زوى وو نسب يې مخکي ذکر سو درسول الله صلی الله علیه وسلم مور بي بي آمنة دوهب لور وه وهب دعبدمناف زوى دئ ، عبدمناف دزهرة زوى دئ ، زهرة دکلاب زوى دئ ، کلاب درسول الله صلی الله علیه وسلم پنځم نېکه دئ يا په بل عبارت درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب دهاشم زوى دئ او هاشم دعبدمناف زوى ، عبدمناف دقصى زوى دئ اوقصى دکلاب زوى دئ . په دې ترتيب درسول الله صلی الله علیه وسلم پنځم نېکه او دمور څلورم نېکه سره يو دي . دده مبارک مور هم داسماعيل علیه السلام داولادې څخه ده ځکه دده او دده دمور دنسب سلسله سره يوکيږي. اسماعيل علیه السلام لکه مخکي چي يې قصه ذکر سوه ابراهيم علیه السلام يې دذبحه کېدو اراده کړې وه ځکه الله جل جلاله ابراهيم علیه السلام ته په خوب کي امر کړى وو چي اسماعيل علیه السلام قرباني کړي نو په دې لحاظ اسماعيل علیه السلام ته لومړى ذبيح ويل کيږي ، همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب هم


Forward from: ډاکتر حنیف طبی معلومات
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک
ترټولو انبياؤ اورسولانو علیهم السلام وروستى پيغمبر
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر ټولو انبياؤ او رسولانو وروستى پيغمبر دئ . الله جل جلاله دده مبارک په ذريعه سره دنبوت او رسالت سلسله پاى ته ورسول لکه چي دقرآنکريم په نزول سره داسماني کتابونو نزول پاى ته ورسېدئ . حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ګويا دمشکو مهر دئ ځکه دزمانې په اعتبار سره رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو انبياؤ وروستى نبي دئ او دمرتبې له مخي تر ټولو انبياؤ وړاندي دئ. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دآدم علیه السلام داولادونو سردار دئ . ده صلی الله علیه وسلم لره په دنيا او اخرت کي فخر دئ.
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا .سورة الاحزاب الاية ( ٤٠ )
ژباړه : ندئ محمد صلی الله علیه وسلم پلار دنارينوو څخه ستاسو مګر دالله جل جلاله رسول دئ اوآخر دپيغمبرانودئ اوالله جل جلاله پرهر شى باندي ښه عالم دئ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
الله جل جلاله مخلوقات يعني پېرانان او انسانان پيدا کړي دي زه يې په بهترين مخلوق انسانانو کي پيدا کړم . الله جل جلاله انسانان قومونه ، قومونه ګرځولي دي زه يې په بهترين قوم قريشو کي پيدا کړم او الله جل جلاله قريش پر بېلو ،بېلو خاندانونو باندي ووېشى زه يې په بهترين خاندان بني هاشم کي پيدا کړم.زه دقوم ، ټبر ، ذات اوحسب له پلوه بهترين ستاسو يم.
په بل ځاى کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
دقيامت په ورځ به زه دآدم علیه السلام داولادې سردار يم مالره دي فخر نه وي ، دقيامت په ورځ باندي دحمد دبيرغ وړونکى زه يم مالره دي فخر نه وي، دقيامت په ورځ باندي به هيڅ پيغمبر نه وي ، آدم علیه السلام وي او که بل پيغمبر وي مګر زما تربيرغ لاندي به وي مالره دي فخر نه وي، زه لومړى هغه څوک يم چي مځکه راباندي خلاصيږي مالره دي فخر نه وي.(رواه ترمذي)
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم شريف نسب
رسول الله صلی الله علیه وسلم دحضرت ابراهيم علیه السلام له اولادې څخه دئ دحضرت ابراهيم علیه السلام په اولادونو کي بيا دحضرت اسماعيل علیه السلام په اولادونو کي راځي ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم دنسب شجره په لاندي ډول ده :
محمد صلی الله علیه وسلم دعبدالله زوى دئ .
عبدالله دعبدالمطلب زوى دئ .دعبدالمطلب اصلي نوم شيبة دئ .
شيبة دهاشم زوى دئ . دهاشم اصلي نوم عمرو دئ .
هاشم دعبدمناف زوئ دئ . دعبدمناف اصلي نوم مغيرة دئ .
عبدمناف دقصى زوى دئ . دقصي اصلي نوم زيد دئ چي يو ځل يې مکه هم جوړه کړې ده .
قصى دکلاب زوى دئ .
کلاب دمرة زوى دئ .
مرة دکعب زوى دئ .
کعب دلؤى زوى دئ .
لؤى دغالب زوى دئ .
غالب دفهر زوى دئ .
فهر دمالک زوى دئ .
مالک دالنضر کنانة زوى دئ .
النضر کنانة دخزيمة زوى دئ .
خزيمة دمدرکة زوى دئ دمدرکة اصلي نوم عامر دئ .
مدرکة دالياس زوئ دئ .
الياس دمضر زوى دئ .
مضر دنزار زوئ دئ .
نزار دمعد زوى دئ .
معد دعدنان زوى دئ .
عدنان د اُد زوى دئ چي اُدَدُ هم ورته ويل کيږي .
اُد دمقوم زوى دئ .
مقوم دناحور زوى دئ .
ناحور دتيرح زوى دئ .
تيرح ديعرب زوى دئ .
يعرب ديشجب زوى دئ .
يشجب دنابت زوى دئ .
نابت داسماعيل علیه السلام زوى دئ .
اسماعيل علیه السلام دابراهيم خليل الله علیه السلام زوى دئ .
ابراهيم علیه السلام دآزر زوى دئ . دابراهيم علیه السلام دپلار په نامه کي دمفسرينو څخه اختلاف سته خو دغه نوم يې مشهور دئ .
آزر دناحور زوى دئ .
ناحور دساروغ زوى دئ .
ساروغ دراعو زوى دئ .
راعو دفالخ زوى دئ .
فالخ دعيبر زوى دئ .
عيبر دشالخ زوى دئ .
شالخ دارفخشذ زوى دئ .
ارفخشذ دنوح علیه السلام زوى دئ .
نوح علیه السلام دلمک زوى دئ .
لمک دمتوشلخ زوى دئ .
متوشلخ داخنوخ زوى دئ .اخنوخ دادريس علیه السلام نوم دئ .
ادريس علیه السلام ديرد زوى دئ .
يرد دمهليل زوى دئ .
مهليل دقينن زوى دئ .
قينن ديانش زوى دئ .
يانش دشيث علیه السلام زوى دئ .
شيث علیه السلام دآدم علیه السلام زوى دئ چي دټول بشريت بابا دئ
(قَالَ مُحَمّدُ بْنُ عَبْدِ اللّهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطّلِبِ ، وَاسْمُ عَبْدِ الْمُطّلِبِ : شَيْبَةُ بْنُ هَاشِمٍ وَاسْمُ هَاشِمٍ عَمْرُو بْنُ عَبْدِ مَنَافٍ وَاسْمُ عَبْدِ مَنَافٍ الْمُغِيرَةُ بْنُ قُصَيّ ، ( وَاسْمُ قُصَيّ : زَيْدُ ) بْنُ كِلَابِ بْنِ مُرّةَ بْنِ كَعْبِ بْنِ لُؤَيّ بْنِ غَالِبِ بْنِ فِهْرِ بْنِ مَالِكِ بْنِ النّضْرِ [ ص 2 ] كِنَانَةَ بْنِ خُزَيْمَةَ بْنِ مُدْرِكَةَ وَاسْمُ مُدْرِكَةَ عَامِرُ بْنُ إلْيَاسَ بْنِ مُضَرَ بْنِ نِزَارِ بْنِ مَعَدّ بْنِ عَدْنَانَ بْنِ ( أُدّ وَيُقَالُ ) : أُدَدُ بْنُ مُقَوّمِ بْنِ نَاحُورَ بْنِ تَيْرَح بْنِ يَعْرُبَ بْنِ يَشْجُبَ بْنِ نَابِتِ بْنِ إسْمَاعِيلَ بْنِ إبْرَاهِيمَ – خَلِيلِ ال


Forward from: محمد عليم بسمل
سل نفره تېر شي، سل نفره سلام واچوي
ته بس پکې ځانته یې، سلام دې ځانته خوند کوي




‏این لینک را دنبال کنید تا به گروه من در WhatsApp ملحق شوید: https://chat.whatsapp.com/GDNhb5p4G3rBuVjeRn8V40


‏سلام،

‏پیام رسان واتساپ یک برنامه ساده، مطمئن و سریع است که من از آن برای پیام رسانی و تماس با افراد مورد علاقه خود استفاده می کنم.

‏آن را به رایگان از اینجا دریافت کنید https://www.whatsapp.com/download/




لغمان: علیشنګ کې ۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول
-۵۲ min / ذبیـح الله مـجاهـد

د لغمان ولایت، علیشنګ ولسوالۍ اړوند صبراباد او ډومولتې تر مابین مجاهدینو د مزدورو عسکرو په ګزمه وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۲ مزدور عسکر قتل او ۱ ژوبل شو.

‏2021‏/1‏/12


Forward from: مـــــیـــــن زړه ❤️
ځنې دردونه باید ونه ویل شي او نه هم چاسره تقسیم شي
او پرنږدي چې زخم سردې برسیره کړي باید پاتې شي تاسره ،زړه سره، او سترګو سره
ځنې دردونه او خپګان باندې ته په خپله ښه پوهیږې په
انـــدازه یــې
ژوروالـــــــې
دروندوالـــې
فقــــــط ته په خپــــــله؛
ته په خپله پوهیږې څنګه هغه درانه درودنه وزغمې
ځنې دردونو سره باید مینه وشي
ځکه نور پرې نه پوهیږې چې ته څه وایې ....!!
#سهيل


Forward from: 💞د مينې لاروى💞
*د ميرمنو، خاوندانو او عامو ځوانانو لپاره ګټوره کېسه!*
*پس له هغې چې ځوان واده وکړ؛ نو د ځوان پلار د واده د مبارکۍ لپاره د ده کور ته ورغى، کله چې پلار کښېناسته نو يې ځوى ته وویل: زويه! يوه سپينه پاڼه، يو بنسل او يو پنسل پاک راوړه!*
*زوى يې وويل د څه لپاره يې غواړې؟*
*پلار وویل ته خو يې راوړه!*
*ځوان ولاړ شو پنسل او سپينه پاڼه يې راوړه خو پنسل پاک يې نه کړو پيدا*
*پلار يې وويل: بازار ته ولاړ شه او پنسل پاک راوړه!*
*زوى يې هم په ډېر تعجب سره هغه نېږدې دوکانونو ته ورغى او پنسل پاک يې راوړ او د پلار تر څنګ کښېناسته.*
*پلار وویل وليکه!*
*زوى وویل څه ولیکم؟*
*پلار وویل چې زړه د غواړي هغه وليکه.*
*ځوان هم يوه کرښه وليکله.*
*پلار ورته وویل دا لېکله کرښه پاکه کړه! زوى يې هم هغه لېکلې جمله پاکه کړه.*
*پلار وویل وليکه!*
*زوى وویل پلاره قسم در کوم چې موخه او مقصد د څه دى*؟
*پلار ورته وویل ته خو يو څه وليکه!*
*زوى يې بيا يو څه وليکل*
*پلار وویل پاک يې کړه!*
*زوى يې هم هغه کرښه په پنسل پاکه کړه!*
*زوى وویل پلاره په الله سره قسم در کوم چې دا کار ولې کوې؟*
*پلار وویل وليکه!*
*زوى هم څه وليکل*
*پلار وویل پاک يې کړه!*
*زوى هم پاک کړل.*
*پس له هغې چې زوى څو ځلې يو څه وليکل او بيا يې پاک کړل نو پلار زوى ته وويل: ايا تر اوسه دغه پاڼه سپينه او پاکه ده؟*
*زوى ورته وویل چې هو، خو دا راته ووايه چې کېسه څه ده؟*
*پلار خپل زوى پر ملا و ټاپوه او ورته يې وويل: زويه! واده کول يو پنسل پاک ته هم اړتیا لري چې هغه عفوه او بښنه ده.*
*که تر واده کولو وروسته تا سره داسې پنسل پاک نه وي چې ځينې هغه نا خوښه حالات چې ستا او د ستا د ميرمنې تر منځ پښيږي پرې پاک کړې، همدارنګه که ستا د ښځې سره داسې پنسل پاک نه وي چې ځينې هغه نا خوښه شيان چې ستا څخه يې ويني پرې پاک کړي نو په لږو ورځو کې به ستاسو د واده پاڼه توره شي او ژوند به مو تريخ شي*
*نو د دې لپاره چې تاسې خوښ او خوشاله ژوند ولرئ نو د تاسو لپاره د پنسل پاک درلودل يعنې بخښل او عفوه کول حتمي او اړين دي.*
*وروڼو او خويندو خبره ډېره د حکمت ده خو عملي کېدل غواړي نو دا پنسل پاک يعنې عفوه او بښنه يوازې د ښځې او خاوند تر منځ نه بلکې د هر چا لپاره بايد په کار يوړل شي او د دې لپاره د خلکو خطاوې پرې پاک وه تر څو ژوند د نېکمرغه شي*
*تل د هغه زړه څښتن اوسه چې تل عفوه او بښنه کوی


Forward from: 💞د مينې لاروى💞
لس شیان زړونه وژني
له یوه عالم نه پوښتنه وشوه: دعاوې کوو خو نه قبلیږي؟ هغه ورته وویل: زړونه مړه دي، بیا پوښتنه وشوه: څه شی زړه وژني؟ ده ورته وویل: دا لس شیان:

۱- الله مو پيژندلي خو د هغه حق مو نه دی ادا کړئ.
۲- د الله کتاب مو لوستلي خو عمل نه پرې کوئ.
۳- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میني دعوه کوئ خو په سنتو یې عمل نه کوئ.
۴- د شیطان د دښمني دعوه کوئ خو په کړنو کې ورسره موافق یئ.
۵- وایئ له جنت سره مینه لرو خو د جنت له پاره ښه عمل نه کوئ.
۶- وایئ له جهنم نه ویرېږو خو هغه کارونه کوئ چې هغه سړی جهنم ته رسوي .
۷- تاسو نارې وهئ چې مرګ حق دی خو مرګ ته تیاري نه کوئ.
۸- د خپلو وروڼو په عیبونه اخته یئ خپل عیبونه مو هېر کړي دي.
۹- د الله نعمتونه خورئ خو د هغو حق نه ادا کوئ.
۱۰- خپل مړي خښوئ خو عبرت نه اخلئ.
ثواب په خاطر یې خپلو ملګرو سره شریک کړی


Forward from: 🕯د ایـــ🕋ــمان ډیــوه🕯
د ثــــواب په نیـــــت یی شیـــــر کړی
#زنـــــــــــــــــــا
لوستل یی ضرور دی؟؟؟
امام ذهبی کتاب الکبائر کی لیکلی : څوک چی واده ښځى سره زنا وکړی. ددی امت نیم عذاب به په دی ښځى او سړى وی. کله چی د قیامت ورځ شی . که میړه یی پری خبر نه وی نو الله ج به د ته اجر ورکړى. اوکه پوهیږی او ځان یی چپ نیولی وی نو الله ج به جنت پری حرام کړی. ځکه الله تعالی د جنت په دروازه لیکلی دی . اى د جنت دروازی ! ته ! په دووس حرامه یی. او دووس هغه څوک دی چی پوهيږى ښځه یی فاحش کار کوی، او دی غلى کیږی، او غیرت نه کوی. څوک چی په پردی ښځى د شهوت دپاره لاس کیږدی. د قیامت په ورځ به یی لاسونه تر غاړی تړل شوی وی . او که مچو کړی یی وی . شونډى به یی په اور و داغل شى . او که زنا یی ورسره کړی وی ، نو ددوی اندامونه به پرى ګواهى ورکوى. الله ج به زنا کارو ته په غضب وگوری د مخ غوښی به یی توی شی. زناکار به منکر شی ، چی ما څه ندی کړی. نو ژبه به یی شاهدی ورکړی چی ما حرامی خبری کړى. لاسونه به ووایی ما حرام واخستل ونیول. سترگی به ووایی ما حرامو ته وکتل. پښی به ووایی. زه حرامو ته لاړم. شرمگاه به یی ووایی.ما زنا وکړه. او یوه ملایکه به ووایی : ما واوریدل ، بله ملایکه به ووایی ما ولیکل . او الل ج به ووایی . ما هر سه ولیدل پرده می ستاسی وکړه. بیا به الله ج ووایی . ای ملایکو وی نیسی او زما عذاب ورباندی وڅکی ، زما قهر په هغو زیات دی څوک چی ما نه حیا نکوی.،،،
خدایه !!! د ځمکی په سر . د زمکی لاندی. او دقیامت په ورز زمونگ پرده وکړى،
خبری دی چی زړونه دردوی--. پیغلی نیم لوڅی گرځی. بیگانه ځوانانو سره ازادانه ناسته پاسته کوی. ځينی جلی له جلی سره مینه کوی. ځينی سړى د هلاکانو سره لواطت کوی. واده یی کړی وی زنا کوی . محفلونو کی عادي شراب څکى . اما دا مو هیر دی چی هره لحظه مرګ کمين کى دى،
کيداى شى چى ساعت مو پخپله په لاس کړی وى. او ناڅاپه مرگی راشی او بيا ساعت مو ورثه لاس نه وباسی. کیداشی د موټر دروازه دی ځان پسى بنده کړى ، او بیا یی د نجات خلک در ته خلاصه کړی. او کیدای شی د قمیص تڼی دی خپله وتړى ، او د بيا ی يي مړى ويځونکى در ته خلاصی کړی. او کیدای شی د خپل کور کوټه کی سترگی په خوب پټی کړی او بیا د خلاصولو چانس در نه واخستل شی او د قیامت په ورځ یی د اسمانونو او ځکو خالق او خدای مخامخ خلاصى کړى. نو رازی چی خپل عمل سم کړو او الله نه و ويريږو،،،
نشرولو کى يي سستى مه کوه کيداى شى ستا په ذريعه الله ج چاته هدايت وکړى ، کمنت کى د الله ج ذکر وليکى چى ډير خپور شى دثواب په نيت يى شيرکړى


Forward from: 💞د مينې لاروى💞
حيرانونکى ❤️
هره مچۍ له چېچلو وروسته سمدستی مړه شی !!!
یعنی کله چی د شاتو مچۍ کوم انسان وچېچی نو د مچۍ نیښ (ستن) د انسان په پوستوکی کی پاتی شی د تیښتی په هڅه کی د مچۍ (لچکداره غدود)قولمی هم دباندی راؤوځې له دغه کبله مچۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی ،
ساینس (sciense) په وینا د مچۍ مړ کیدل هم د قران په حقانیت باندی دلالت کوی ځکه چی د چېچلو په وخت کی د انسان له وجود څخه امراض د نیښ له لاری د مچۍ خیټی ته داخل شی که چیری مچۍ ژوندۍ پاتی شی نو له مچۍ څخه انسانی میکروب شاتو ته انتقال کیږی،
لاکن الله جل جلاله د مچۍ په مرګ باندی دغه عجیبه نظام چلوی او شات له انسانی میکروبو ، امراضو څخه ژغوری ځکه چی شاتو ته په قران کی د انسانیت لپاره شفاء ویل شوی ده👇
يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِها شَرابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوانُهُ فِيهِ شِفاء لِلنَّاسِo
ژباړه : ددغه مچۍ له خيټو څخه د مختلفو رنګونو شربتونه راوځي، په هغه کښي د خلكو لپاره شفاه


Forward from: 💞د مينې لاروى💞
تاسو څه فکر کوئ ـ دا مرغه به نه پوهېږي چې زه د دې مضرِی حشرې د جګړې توان نه لرم؟خامخا پوهېږي، خو دا چې ازادي پېژني، نو ځکه خو په خپل کور کې دښمن ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او مبارزه کوي، حال دا چې دغه مبارزه ورته د سر په تاوان تماميږي.
هو! هر هغه څوک چې د ازادۍ په حقیقي مفهوم پوهېږي، کله هم په خپل انګړ، حجره، کلي او وطن کې د پرديو وجود نشي زغملی، حتی که دغه نه قبولول د ده د سر په بیه، د مال او کور د لمنځه تللو په بدل کې هم وي.
د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه! که دې سر بایلود، تاریخ به دې د ماتې نه منونکي مبارز په نوم یاد کړي او که یې وګټې دواړه به دې تر لاسه کړی وي.

@sssssssssscc


Forward from: 💞د مينې لاروى💞
مسلمانې خورکۍ ته!

اې خورکۍ!
ایا پوهېږې چې د غرب وحشي تمدن تاته ستا د آزادۍ تر عنوان لاندې له تا څه غواړي؟؟!
آیا پوهیږې چې لېوان د معصومې رمې د خلاصون چغې ولې وهي؟؟؟
آیا پوهیږې چې ستا عزت او حیا په حجاب کې رانغښتې؟؟

مسلمانې خورې! د وخت او حالاتو تور تم او د غرب وحشي تمدن غواړي چې تانه ستا عزت، عفت او حیا واخلي. ستا د اسلامي پردې دنګ منار ونړوي.
ستا ښکلی اسلامي او کلتوري حجاب بې ارزښته کړي.
او غواړي تا په خپله ټولنه کې له بې قدرۍ سربېره تا بې حیثیته، بې ارزښته او عفت دې تر پښو لاندې کړي.
ګرانې خورې! مه پریږده!!! چې غربي په وحشت ککړ کلتور ستا په پاک جسم او نظر کې ښکاره او ستا د دوه ورځو ښايست ستا دنیا او آخرت له غمونو ډک کړي.

ګرانې خورې!
ستا پر ټنډه د یوې مسلمانې نوم دی، ته د یوه مسلمان پلار لور او د یوه مسلمان ورور خور یې.
باید پخپل قدر وپوهیږې او د الله تعالی په سپېڅلو احکامو کې خپل ځان ومومې.
هو! حجاب او اسلامي پرده ستا عزت او کرامت دی. ته داسې مه کوه چې خپل همدغه کرامت تر پښو لاندې کړې!
ته د غرب په اصطلاحاتو کې خپل ضمیر مه پټوه! او مه خو د غرب لنډغرو سره ځان برابروه!
ته غوره پلار او نیکه لرې، ته غوره او مسلمانه کورنۍ لرې… لنډه دا ته هر هغه څوک لرې چې ته یې تمه کولای شې او تا ته خپل عزت او عفت درکولای شي.
تاته یو ښه او له ښکلاوو ډک ژوند درکولای شي.

‌‌‌‌‌‌مهمه نه ده چې هر سړی تا باید وویني او پوه شي چې ته ظاهري حسن او ښکلا لرې، بلکې له ظاهري ښکلا تاته ستا حیا، عزت او عفت ډېر مهم دی؛ چې هغه بیا ستا په حجاب او پرده کې رانغښتی دی، نو که خپله حیا، عزت او عفت غواړې په یاد لره! چې تل باید په پرده کې واوسې!
هڅه وکړه ترڅو خپل حسن او ښایست پټ وساتې!
شاعر څه ښه وایي:
حسن چې بې ستره شي بې قدره شي
ځـکه پښـتنې مخـونه پــټ ســاتي

ګرانې! د خپل حسن بې سترۍ سره خپل ژوند او ځان مه بې قدره کوه!!!
د یوې خور ایمان او غیرت د هغې له پردې، جامې او حیا څخه ډیر ښه څرګندېږي ؛ چې ښه او درنده جامه د یوې خور دعفت او عزت ښکارندویي کوي.

زړه ته رانېږدې خورې!
دا سمه ده چې نارینه باید د خپل لید ساتنه وکړي، خو!
پام دې وي چې خویندو ته هم الله پاک په اسلامي حجاب امر کړی دی.
قال الله تعالی : وَقَرْنَ فِیْ بُیُوتِکُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الجَاهلِیَّةِ الاُولَی ـ
ژباړه: الله تعالی فرمایلي دي:
په خپلو کورونو کې په قرار او اطمنان سره واوسئ او د جاهلیت دمخکنۍ زمانې د رسم او رواج سره موافق مه ګرځیږئ او اظهار د زینت او ښایست مه کوئ.

په دې هکله بل ځای کې وایي:
ياايهاالنبى قل لأزواجك وبناتك ونساءالمؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذلك أدني أن يعرفن فلا يؤذين وكان الله غفورارحيما (الأحزاب 59).
اې نبي! (صلی الله علیه و سلم) ووایه! خپلو بي بیانو، خپلو لورګانو او د مومنانو ښځو ته(ووایه) چې په ځان راخپاره کړي خپل حجابونه. دا وړوکې خبره ده چې دوی وپېژندل شي او تکلیف ور ونه رسیږي، او الله تعالی بښونکی او رحم کوونکی دی.
ښه پام وکړه! الله تعالی دې په دنیا کې هم په حجاب سره له تکلیفونو او ځورونو ساتي او آخرت لپاره خو دې حجاب مهمه وسیله ده.
باید د الله احکام په عمل کې ومنې او په حجاب پیل وکړې.
کاپی
اسلام پاله

@sssssssssscc

20 last posts shown.

2

subscribers
Channel statistics