په مونږ کې دا ډیر بد عادت دی چې له چا مو ښه کیږی په هر ناوړه عمل یې چوپه خوله یو لا هم د احسنت صدقت! نارې ورته وهو؛ کوم ساز چې راته غږوي د استاذا ګلزمان په اصطلاح، که سُر او لَی یې برابر وی او کنه ورته په ټوپونو یو.
خو چې کله ترې پنا شو یا مو ښه ترې ونشي نو بیا بدې ورځې ندي وینم؛ چې نه وي هغه به له خپلې مبارکې خولې یې پاشو.
ښاغلی پروفيسور عبدالرب رسول سياف صیب دا شل کال یوه ورځ هم ونه ویل: چې حاکمان جاهلان دی غداران دی، فساد کونکي دي، ځانونه یې خرڅ کړي او...؛
تر ټولو خو یې لا بده داچې دا جناب محترم د زرګونو بهرنيانو په شتون او موجودیت کې چې د زمکې او فضا
له کنټرول سره چې د پردو په واک کې وه بیا هم ځان حُر او آزاد بلی او داسې یوه بدرنګه حالت ته حریت وایی .....؛
جناب استاذه! که حریت او سلامت دا شان وای نو بیا خو د خلق او پر چم په وخت د روسانو په شتون کې دا حریت تر نن سل ځلی بهتره ؤ، خلقيان دومره خائنان او فساد کونکی نه ؤ لکه څومره چې دا ننی دي، روسانو دومره د افغانانو په ناموس تیری نه و کړی لکه څومره چې امریکایانو وکړ.
نو بیا څنګه پرونی اشغال ناجایز او د هیواد پر حريم باندې یرغل ؤ او ننی اشغال روا او پر حریم باندې یرغل نه ؤ!
هو!!! دلته یو څه شته هغه دا دې چې ته پرون په هغه کې نه وې خو نن بیا ورسره یې .....!
نو خود به نن مشروع وي چې ته ورسره یو یې.