العصر بصري څانګه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


العصر بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره.

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د مدرسې یارانو ته!

زمونږ هم زړه و خو ضمیر راسره نۀ منله
د یو لیدلې خوب تعبیر راسره نۀ منله

یو شېخ کړه نېغه راته لار په رب یې وسپارلم
سخته وۀ ډیره کۀ شبګیر راسره نۀ منله

زما هم خوښه د اوستاد په درس کې ناسته وۀ خو!
د مسلمه امت درد، ویر ، راسره نۀ منله

مونږه ځپلې ؤو بارودو، لیوني غوندې ؤو
خو استاذانو د تفسیر، راسره نۀ منله

مونږ ته هم نفس عجیبه خیالات راوړل ذهن تۀ
خو د اوږدو مزلو بهیر، راسره نۀ منله

د مبارک بغاوت وجه بۀ هم دا وۀ شاید!
د عافيې نه تاؤ ځنځیـر،راسره نۀ منله

دۀ ویل ښیرې دي د چا ! ما ویل هجرت دی سخت دی
دغه خبره وۀ یو پیر، راسره نۀ منله

ستا ایوبي دیدن تۀ ډیرې لارې ونیولې
خو فیصلو به د تقدیر، راسره نۀ منله

مهاجر ایوبي


شو زرغون ، زرغون هېواد
ښکلی شـو څـو چنده چـې راووت له ازمون هېواد
               شو زرغون ، زرغون هېواد
شي به دِ سیالانو سیال اوس دی امن سکون هېواد
               شو زرغون ، زرغون هېواد

ټول ســره یــو شــوي اوس ورکـړي یې لاسونه دي
پېغلې هیلې نه مــري او ځــوان شـوي اُمیدونه دي
تـل دې وي اباد ، اباد بیا نه دې شـي مَحزون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

اوس کلکه نیولې هــــر ســـړي ده اتـــحاد لــمـــــن
وشلېدلـه دلـتـــه د سـتـم ، بُغض ، فَـــساد لــمـــــن
بیامه شه بدرنګ په جنګ جګړو اوپه بېلتون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

دی تـــاریخ ګــواه احسان الله عزیره!!! دروغ نه دي
څــوک چـــې دي راغلـــي بیا وتلي هغه روغ نه دي
دی دې پردو ګـــور مــــیدان ګټلی نن ، پرون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

احسان الله عزیر


لټوم د روح تسکین ستا په خبرو
جوړوم ځان ته آیین ستا په خبرو

د صدیق د صداقت راز بل څه نه و
که وو څومره صدِّقیْن ستا په خبرو

ستا خبرې چې نه اوري نه یې لولي
د هغو ځای سافلین ستا په خبرو

جبریل ځکه دمَلَکو لوی سالار شو
امین نه و، شو امین ستا په خبرو

ځان یې ځکه لولپه کړ سرو لمبو کې
وو عُشاق او عاشقین ستا په خبرو

دار زندان او په ولچکو نه تم کیږي
محبان او محبین ستا په خبرو

ابوذر لا څه غزل یې کوږ او کیڼ و
شو غزل یې ښه سنګین ستا په خبرو

بلال ابوذر


پام کوه!

پۀ زړو حکومت کوه، پۀ زړونو باندې پام کوه
پۀ دې مظلومو ولسونو باندې پام کوه

پوره کیدو ته یې تر مرګه هلې ځلې کوه
د شهیدانو ارمانونو باندې پام کوه

پۀ هیڅ قیمت یې لۀ هیچا سره سودا ونۀ کړې
د دې هیواد پۀ سَمه او غرونو باندې پام کوه

پۀ ټوله مينه يې لۀ زړونو نه ساتنه وکړه
وروڼه هير نۀ کړې، خپلو وروڼو باندې پام کوه

د ښکلا رنګه! لۀ ګلونو نظر مۀ اړوه
د ښکلا رنګه! پۀ ګلونو باندې  پام کوه

نوري! د ماتو، ماتو زړونو دعاګانې واخله
د ماتو زړو پۀ پرهرونو باندې پام کوه

نوري لرغونی


سپین بیرغ

مُحمدي سپینه بیرغه
په تا ښائسته دي د هیواد سمې او غرونه

د ازادۍ او حریت توغه
پۀ لوړو څکـو د پامیر وهه وزرونه

ستا رپېده زموږ ارمان ؤ
څیښتن پوره کړل زمونږ نیمګړي ارمانونه

د امن څرک یې سپین سهار یې
ټینګېدای نه شي ستا پۀ وړاندې تورتمونه

په قربانیو مو ودان کړې
مونږه له وخته درته ایښي دي سرونه

د بدر! زړۀ د امت ویاړ یې
درباندې ویاړي تر قیامته اولسونه

بدر


صلی الله عليه وسلم

په پستو شونډو د جانان مې ځنګېده درودونه
خيرالبشره در لېږو،هغه او زه درودونه

تر ګلاب ښکلی او خبرې یې پستې تر هوا
څنګه رانشي د سړي ورته په خوله درودونه

د ستا دحسن مريد ستا حسن ته مات رامات دی
وايي په يو ساعت کې يو سل او شپېته درودونه

ضرور به کيږي د جانان او د جانان الطفات
څه سلامونه ورلېږي ورته او څه درودونه

شبنم ګلاب باندې عاشق، نثار د تا په حسن
داوړه په مينه کې صادق،دواړو راوړه درودونه

احمدالله نثار


افغانستانه وطنۀ!
په مونږۀ ګران وطنه!
ستا جنتي غېږۀ ڪې
اوسې زمریان وطنۀ

روس اوچنګېز دي مات ڪړؤ
مغرور انګرېز دې مات ڪړؤ
د غیرتونو ڪان یې
د ننګ نشان وطنه

د توریالو مسڪن یې
د ننګیالؤ مسڪن یې
یې د عمر ټاټوبی
د احمد خان وطنۀ

لو اژداها ماته شوۀ
ڪفري بلا ماته شوۀ
ولاړه په تېښته شولو
کفري جهان وطنۀ

ستا دښتې غرونۀ ښڪلي
ستا بیابانونۀ ښڪلي
ڪاڼې دي لعل زمروت
زمونږ ګلیستان وطنۀ

تا په خپل وینۀ ساتي
تا ښۀ په مینۀ ساتي
اسد حماس در تۀ ژمن
زړؤ تۀ درمان وطنۀ

اسد حماس


زړګيه ښه اوبـه شه په ديدار دمــــــــــــــــــدينې
خړوبه دي کړه تنده په ابشار دمــــــــــــــــــدينې

اذکار د ميني وايه درود سلام ورســـــره څنګه کي
چي پــــــره دي شي جانانه انتظار دمـــــــــدينې

احوال دزړه دي و وايه پاچاته دخـــــــــــــوبانو
چي ودې شي نصيب زړګيه ښار دمــــــــــــــدينې

ځان سم خاوري ايرې کړه او ږلۍ پيل کړه داوښکـو
چي هسي نه مايوس شې له بهار دمـــــــــــدينې

ډېوې دژوند دي مړې نشي د یارښکلي وطن کې
ديدن کوه په مينه هر سهار د مــــــــــــــــــــدينې

عجيبه نوى کيف به وي چي تله وشي حــــرم ته
وريږي به وږمې زړه وي ايثار دمـــــــــــــــــدينې

ميٙني ستـــــرګي تشي کړه له اوښکو په حرم کي
همت پرهـره ځان کړه سم خمار دمـــــــــــــدينې

همت پرهر


نعت شریف

قــدم قــدم بــاڼــه ایــږدم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم
ســجــدې د شــکــر لـګـوم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

هله پــه مــا وکــړه احسـان راکــه یـو زیــری وا قــربان
روبــیـاره لاس دي ښکلوم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

بیامي ژوندی شومړاوی بخت پل لګوم دعشق په تخت
غــمــه پــه غــــم دي اړوم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

ستا پـــه ښــکــلا کړم تصور تـــرې جـوړوم د ګل انځور
د زړه پــــه للمه یې کــــرم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

داســتـا حــرم تـــه فــنــا وړم د زړګـي تــنـــده مــاتــوم
پـه لــپـو لــپـو څکم زم زم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

دغـــه یعقوب شجاع ملنګ دیـــدن دي غـواړي په قلنګ
د دعا مات کچکول دروړم بـیـا د جـانان کـلـي تــه ځـم

یعقوب شجاع


دا چې ولاړ دې پر درګاه دی غلی غلی غلام
سلام يې واخله له کلو وروسته راغلی غلام 

بېړۍ سورۍ، توندې څپې او د حالاتو جبر
لرې منزل، بل پل پر پل د سرحداتو جبر
خو د دې ټولو طوفانونو راوتلی غلام

يو خوا و حق ستا د زيارت بلخوا د دين تقاضا
ستا د روضې منورې او فلسطين تقاضا
افغانستان بيا و جلا تر پښو نیولی غلام

ورځ په لټون کې د يوه خاپ ستا د قدمو تېروي
شپه ستا پر در د آخري خوب په آرزو تېروي
دغه ارمان دی له عمرونو خوبولی غلام

سترګې لمدې او ځوړند سر خجل خجل ولاړ دی
ستا د روضې و دریڅې ته متصل ولاړ دی
ستا نظر غواړي دا له پامه غورځېدلی غلام

دا نورقانع دی له کلو غيرِ حاضر راغلی
د خراسان له څنډو ستړی مسافر راغلی
دې حاضرۍ ته له کلونو کړېدلی غلام

محمدنور قانع


وخت و لاس تړلی د اجل مخته ولاړ ومه
وخت دی چې نن داده راج پر ټول افغانستان کوم

دا چې مې د ننګ توره تر ملا کله تړلې وه
نن دهغې تورې سیوري لاندي خپل ګزران کوم

سخته د وحشت او بربریت څپه وه تېره شوه
نن شکر له خپل مسجد ممبره لوړ اذان کوم

شکر اوس د ټول ملت د مینې امامت کوم
شکر نن ازاد خپلواک غږېږمه بیان کوم

لمر د ازادۍ دی تورتم ټول د یرغلګرو شو
هر نعمت موجود شو خو جانانه ستا ارمان کوم

ربه مهاجر به دې په در کې نور څه ؤ غواړم
هر لمانځه نه وروسته سوال د خپل کامل ایمان کوم

عبدالباقي مهاجر


شپه تروږمۍ وه، مېلمه پاله د ګړنګ غېږه وۀ
څۀ اخلاصمندۀ او پراخه د ملنګ غېږه وۀ

باتور ملت ؤ له تېرو تورو مو اور باداوۀ
عجیب منظر به ؤ چې کله به د جنګ غېږه وۀ

مهم قتال و، او هغه مو ښه په خرپ کې کاوۀ
کله به مخامخ وه کله به له څنګ غېږه وۀ

باور په خدای په کار و، ځکه مو سینې وهلې
له تور ښامار سره مو ښه په جوش او ننګ غېږه وۀ

شکر بری مو یو ووړ؛ اوس هسکې غړۍ ګرځوو
څه د کمال، څه د جلال، څه د غورځنګ غېږه وۀ

منصور طالبه نور یې هیڅ د لیدو تاب مه لره
تا چې ترې تاؤ کړله هغه وروستۍ د دنګ غېږه وۀ

منصور طالب


دسولې فرشته

ته انسان یي ، نمونه د کرامت یې
یو شهکار د عظمتونو ، د قدرت یې

د هوی او د هوس سره په جنګ یې
ته پیکر د خواهشاتو ، د شهوت يې

تاته ، نفس د امتــــــحان د پاره درکړ
دغه دیو ته که تسلیم شوی ملامت یې

امانت بارونه تاته ، ســــــــــپارل شوي
ته مسئول د ستر هدف او رســــالت یې

ته مالیار یي د خالق په دغه بڼ کې
ته باعث د دې چمـــــــن د طراوت یې

ته د امن او د ســــــــــولي فرشته یې
ته حامي د دې وګړو د عـــــــــــزت یې

سید عبیدالله نادر


د ستا غرو کړې غزا ده جنتي افغانستانه
ده ستا خاوره مجاهده جهادي افغانستانه

د ستا ونو به کړې څانګې په طالب باندی هوارې
بختورې مسلمانې وې او څومره ایماندارې
دی ساتلی یې په مینه ګران غازي افغانستانه

هر غلیم کړي درنه ویره مجاهد یې جهاد پال یې
تاریخ تل په تا ګوا دی ختموونکی د اشغال یې
ته د ننګ غیرت زانګو یې غیرتي افغانستانه

څه د لوړ عزم خاوند یې قهرمان یې او غښتلی
څه صفا دې عقیده ده په ایمان باندې پوښلی
خوشبوداره دې هوا قدرتي افغانستانه

بسم الله فدا ته ګران یې اې هیواده ډک له ننګه
ټیټه مه شه د غرور شمله دې اوسه هسکه دنګه
کور په کور دې شه خپره نور خوشالي افغانستانه

بسم الله فدا


د تور ټوپک شپېلۍ دې واړوه غم مه جوړوه
د پولې غبرګو طرفو ته پښتانۀ ولاړ دي

زما دې برم د ځوانۍ و پښو ته و غورځاوۀ
ستا په معصومو سپینو اوښکو کې رانجۀ ولاړ دي

مړ یم تر شناختو لاندې سوي ارمانونه وینم
که پر باډر د میندو سیورو ته واړۀ ولاړ دي

لکه د تېر انقلاب چیغې او ویشتلې مرمۍ
دومره ویرونه او داغونه مې پر زړۀ ولاړ دي

راشد مشفق


غزل

څـــــــوک چي دمشر  یا دپیر در بارته پلي لاړشي
زورغواړي بیرته چي خالي لاس او ناهیلي لاړشي

عجېبه  سخته  دردونکي ده   زمــــــــــــوږ  لپاره
په آبدي  سفر   اکـــــــــــــــــــــثره نازولي لاړشي

چـي داحساس له مخي ویش کا او میړونه ګوري
هـــــــغه به رب او تاریخونو ته  سپېڅلي لاړشي

دا نو بیخي بدقیسمتي ده خــدای دې فضل کوي
ایمان راوړي چــــــــــي توبه ایمان بایللي لاړشي

کارخو  دریږي نه  البت لږ بې خـوندي جوړه شي
تاسویې ګورئ  له مجلسه چي مو  ښکلي لاړشي

دا مي عادت دی بس نو نه غـــــــواړم داؤدهمته
چـــــــي  مسلمان دې له دنیاڅخه   ناولي لاړشي

محمد داود همت


مناجات

کور ته دې ولاړ یم غریو نیولی یم
خدایه ګناهګار درته راغلی یم

ایښی پر اوږه مې د ګناه پنډ دی
دا چې یم سرښکته داچې غلی یم

زما باطن تک تور دی او ناپاکه دی
نه زهْ پهْ ظاهر چندانې ښکلی یم

تاته جنتیان جهنمیان معلوم!
زهْ به دې پهْ کومو کې شمارلی یم؟

ستا چې کوم احکام دي ما نه پاتې دي
تل پهْ ایشارو د شیطان تللی یم

ما چې پهْ خپل جرم اعتراف کړی
هیله ده چې تا به هم بښلی یم

ما یاسین څه کړي تانه پټ نهْ دي
تا پهْ ښو او بدو زهْ ليدلی یم

یاسین عبیده


نعت

بل شول څراغونه محمد رسول الله راځي
استازی دالله دی خاتم الانبیا راځي

ورک سوه بت پرست او ساحِران له سر زمین څخه
اَوْتَرْ یهودیان سوه چي امت ته رهنما راځي

نازل چي قرآن سو پر پاک نبي اخیر زمان باندي
بل سوه مشالونه چي محمد مصطفی راځي

ورک سو جهالت او تورتمونه له دنیا څخه
څرک د سپین سبا دی زموږ امام او زموږ پیشوا راځي

ستا له رویه رب پیداکړه دا دنیا او مافیها
لمر د هدایت دی پر جهان باندي رڼا راځي

خوښ یم افضلي چي امتي د مجتبی یمه
زیری د امت دی چي محبوب د پاک الله راځي

فضل الهادي افضلي


میلمه دې کړمه عشقه د ژورو، ګړنګو
ملګری شوم د غرونو د نښترو، ګړنګو

د ورک لاروي بوی ترې نه رادرومي د وجود
مئین خو ځکه یم ستا پۀ ډبرو، ګړنګو

سکوت کړی شپیلیو د شپونکیو چې دا ولې
غږونه سکوت شوي د ځنځرو، ګړنګو

مرغانو به وي زما پۀ مړ وجود هجوم راوړی
وژلی به یم زۀ چیرته نهرو، ګړنګو

شلو تیارو زما د مخ څهره کړه له ما هېره
آواز مې بیخي ټیټ کړو زورورو، ګړنګو

څهرې به مې د مخ کړی وي خامخه تغیر
مزلو وهلی یم د لرو برو، ګړنګو

دښمن را پسې شوی دی پۀ غیږ کې مې ترې پټ کړئ
راوړې مې پنا در ته ګورګورو، ګړنګو

رهبره معلومېږي چې کاروان د ژڼو تیر دی
خوشبو یې چې رادرومي له کمرو، ګړنګو

مهاجر رهبر وزیر


تصوُف

تـــر  جـنـتـونـو  پــورې  تــلــلـې  لاره
د  تـصـوُّف  سـپـیـنـه  سپیڅلې  لاره

کـړي  تـصـفـیــه  او  تذکیه  د  انسان
د خـدای پـه نُـــور باندې پوښلې لاره

د ذُوالجـلال لــه عشقه نــه ده خـالي
د  اولــیـــاوو  هره  ښـګــلــې  لاره

لـــکــه  بریښنا  کـږه  وږه  اسمان کې
له  زړه  نــه  زړونو  تـه  ورغلې  لاره

هر یـــو شیطان ته د اجل په څیر ده
د  تـــصـوُفْ  قـــوي  غـښـتـلـې  لاره

لــه  نورو  لارو  یې  تـوبه  کـړې  ده
هـر  چا  چې  یــو ځل ده لیدلې لاره

لـکـه  مَــلــک  تــر  اســمانــونـو  تللی
مُرشده  ستا  چـې  چـــا  نیولې  لاره

مُـرشده  ستا  د  یــو  نظر پـــه سبب
مــا نظري  ځـــکــه  مــــونــدلې  لاره

نظري پکتیاوال

20 last posts shown.

1 925

subscribers
Channel statistics