سید درمل


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم
صَلَّی اللهُ عَلٰی طٰهٰ

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د زار تمهید

احسـاس ؤ په زړه کې حسرت مِ بیان کړو
تمهیــد مې د راز ؤ خـو اوښـکو عیان کړو
خوشبو غونـدې یاد یې بې واکه خپـریږي
آغاز شو دمینې عِشق جوړ ترې عنوان کړو

تر هغـه ښکلی ، نـه چا لیــدلی
نه به پیدا شي ، نـه زیــــــږدلی

مدام پــــه دوام دي د هغـــه پــه نام وي
درود دې له زړه وي له زړۀ دې سلام وي
باران دې د یاد وي د مات زړه پـه بام وي
پیــــرزو دي په تــــږو زړګیــو دا جام وي
پـــه فال مو ختــلی، دا بخــت له ازل دی
څښتن لره حمد چِ په موږ یې احسان کړو

له شاتــو شیـــریـنـــه یې ښکلې نامـه ده
پـــه یــاد یـې آبــــاده د زړۀ دائـــره ده
پوښـلې په نــــور یې دیـار او کوڅـــه ده
پـه زړه کې دیره مِې له وخت مدینه ده
چِې روح په سکون دی او زړۀ په آرام دی
الهام شو عاشق ته خدای یاد په آذان کړو

ځـــواب دی ځواب د زړه غږ ته ځواب دی
تحفه ده نایابـــه څـــه خـــوږ انتـخاب دی
خِـجل یې د حسن په وړانـــدې مَهتاب دی
ګلاب که ګلاب دی پـــه روی یې ګلاب دی
ثواب دی ثواب دی چِې عشق ې ثواب دی
ښایســت بې مثــاله یې حسن حیران کړو

د هجـــر له درده د خونـــــد مــرحلې وي
جاري یې په زړونو د عشــــق سلسلې وي
د میــــنې یـــې ستــــرې بلا مــرتــبې وي
خــوږې وي خوږې یې د وصــل پیالې وي
آرمان د دیـــــدن یې پــــر زړه ګرځــــومه
پیـرزو که وصال خدای پر ما د جانان کړو

انځور دی د میــنې چې یاد پـــه لولاک دی
له خیــاله یــې لوړ د ښـــــکلاوو ادراک دی
معصوم دی معصوم دی له هرعیبه پاک دی
ستایلی څښتن دی نورهرڅوک بې واک دی
ممــدوح دی محمود دی احمـــد محـمد دی
زړګی د درمل یـــې پـــــه میـــنه ودان کړو

علیه افضل الصلوة والسلام


صلّی اللهُ علیه وصحبه وسلّم نعت شریف

ګل یې په لیدو رنګ له رخسار واخیست
وږم یې له څڼـــو نـــــه بــــهار واخیست

مینې غیږه خلاصه کړه ژوند ښکلی شو
نوی کیف یې سترګـو نه سهار واخیست

ستـــــــــرګو بادامې یې هدف کړي ؤ
زړونو د اصحابو چې پرهار واخیست

وخ پـــــــه نرۍ ملا مې د زړګې توبه
ستا د هجر دروند بار بې اختیار واخیست

ذوق چې په محور د زړه طواف کوي
حِس یې ستا د عِـشَـق له مدار واخیست

هغه به د ژؤنـــــــد تګ لاره ؤ مونده
پل چې به په لار چا د نِګار واخیست

ځان ته به پرې واخلم د مات زړه درمل
لاس کې که مې ستا د زلفو تار واخیست


د درُودُونو لِحَاف ( نعت شریف )

زړه مې ستا د مینې محبـــت په اعتکاف کې دی
ځکه تخَـیُّــــــل مې ستا د کلې په طواف کې دی

حَرْف حَرْف یې په تږي زړه لګیږي دباران غوندې
خیال مې پــه ارام دی د درُو دُونو لِحَاف کې دی

یو پـــه تا میــــن دی بل زمان بَـرَمْـتـــه کړی دی
زړه مِ دقسمت سره له وخت په اختلاف کې دی

څاڅي دې رنګونــه د جبیــن له پاک حریم  ځنې
فکر مې جانانـه ستا د حُســـن کـوه قاف کې دی

مړاوي زړونــه ساه اخلي داستا د نوم له خوږ اثر
څومره ذوق دې ګرانه د اوصافو په آلاف کې دی

ساه ستا د وصال پــه امید اخلم او پـــرې پا یمه
راز دژوندانه مې ستا د عشْـق په اعتراف کې دی

یاد دې اوریــــدلی پــــــر اروا دی د درمل دا چې
نن یې بیا احـساس د الهامونــو په غِلاف کې دی


نعت شریف ( ذوالقافیتین )

سپین مخ یې رڼا کاندې د جِناب لکه مهتاب
ښایسته دی پرې زما دژوند کتاب لکه ګلاب

قبول که مي سلام په هغه ستر عالې دربار شي
حصـــار یمــه د هیلـــو په دریاب لکه غرقاب

احساس یمه اخیستی دنګاه دخوږو سترګو
الوتی مې په تاپسي دی خواب لکه عُقاب

جانانه ستادمیني په حِـذبه باندي مجذوب یم
راخور مي په زړه ستا دعشق سحاب لکه حجاب

دګل رنګ به پروازلکه سُـرخاب کړي په تمثیل کې
که شي دجانان حسن انتخاب لکه ثواب

په مینه او خلوص ورپکي تامحسوسه ومه
اثر کوې په زړه مي ستا خطاب لکه احباب

چي خاوري وای دلبره درمل ستا دقدمونو
له هجـــره دي کړیـږمــــه بیتاب لکه عتاب


د حسن فیض

ستا دحسن فیض ته مې خیرات کي غوړولی زړه
ستا د محبــت د باران څاڅکو مې وینـــځلی زړه

یــې د کایناتـو د ښــــکلاؤ مجــموعــه نبــي ص
ستا د ښکلاګانو په غِلاف کې مې پوښلی زړه

څومره چي تکرارشي په تکرارکي یې قراردزړه
ستا خـــوږو اقوالو مې له مړیني نه ساتلی زړه

حِس لري یو کیف لري بس ځانته څه خواږه لري
ستا نــوم مي دزړه پر دیواله باندي لیکلی زړه

ډیـــرو مباح کړی ستا د عشق و قربانی ته سر
ډیرو هدیه کړی ستا په دید یې دی بایللی زړه

ستا هجر دلبره له مودو نه زاره تـره کی کړم
ستا د خـــوږ وصال په امیدونو مي تړلی زړه

کله چي جانانه ستا دعشق په خمارپوه شولم
ما سید درمل له هغې ورځې نه مونــدلی زړه


صلّی الله علیه وآله وصحبه وسلم

نصیب که تلاوت مې ستا د مخ دصحیفې شي
په زړۀ کې مدام بل ساتم څراغ د امیدونو

چې ستا په نرمو شونډو ویل شوي په دې فکر
نورهم اخلمه خوند د سپین قرآن له آیاتونو


د عشق بیعت
البوم نه نعت شریف
آوازونه
مولوي عبدالصمد صمیم
او عتیـق رحماني جـمال




غبـــرګې مستـــنـــدې حــــوالې لري
ستا د حسین مخ ښکلی کتاب قربان

زړۀ ، زړۀ یې راوي دی تر حاضر دمه
عشق دې د مرفوع روایت باب قربان


اې جنـت جنت جانانـه جنت نوم ستا د دېـدار دی
جنت خوږاحساس دلبره ستادعشق زماد پرهاردی
بس دستا مثل هم ته یې ستا بغیر ستامثل نسته
ستابغیر ستامثل نه و ،دا امتیاز ستا د رُخسار دی
صلی الله علیه وآله وسلم


خیر الآنام

پر هغــــه ښکلي دی د حُـسن حـد تمام
درُودونـه دې همیش وي او سلام مدام
دی خوږ یې دخوږ نوم د وِرد خوږ ترنم
خیـــرالبـشر خیــــرالامـم خیـــــرالانام

اې زړۀ تـه وا تمثـیل بې دښکلا څه وي؟
چې حد بې دښایـست بې انتها څه وي؟
موصــــوف پــه رحـــمةَ للعالمین باندې
صفت بـه یې و مخ ته د بل چا څـه وي
سـتاینې ته د حـسن یې شي عقل خام
ناقصـه شي، عاجزه شي، او شي ناکام

زموږ زړونــه یې په مینه کې فنا ښه دي
په عشق کې د معشوق سم مبتلا ښه دي
ټول نذر پر ناموس دمصطفی ص ښه دي
له هــــر غـــم او تهمتــه بې پـروا ښه دي
د اور پـــــه حاشیــــو کې لټـــــــوو آرام
پر ځــان وړو د هغـه میـنه کې هــر اِلزام

یثـــرب یې پـــه راتللو مـدینـــــه شوله
د رب د رحمتـــــو بـله ډیــــوه شــــوله
یو زیری د خلاصون شو ټـول امـت لره
دنیا یې په بعثت څومره ښایسته شوله
د ټولو انبـــــیاؤو منـــــتــــخب امـــام
نازل شو پرې د ستر څښتن معجِز کلام

آرمان یـې له مــودو لرم که شـم واصِـل
نصیب که راته کړي ددیدار کیف حاصِل
هو ډېر یـم بخــــتور چې امـتي یې یـم
خو دومـره نه چې شم یې دوصال قابل
طهٰ یٰـسیــن مبــــین دی لــري لوړ مـقام
ساقي دی د کوثــــر د هـغه ښکلي جام

سپین څرک شو بشریت ته دسپېڅلي نور
تیـارو تــــه د نــړۍ شـــو د رڼا انـــځور
اُمید د سختي ورځي مو دی خوږ جانان
درمل دی هغه زما د خـوږمن زړۀ رنـځور
شو ژونـد ته د خوښیــو او ښکلا پیــغام
ای کاش وای د حبیب ص د ښکلي در غلام


ښــکلا دې لــــه څهــرې اوري زلمیــــه زړګکیه
ژونــدی زړۀ غــواړي میـنــه دې زړګیه زړګکیه

نظر دې نــــکړي دا د خـزانونــــو پاتـې شونې
وېرېــــږم د غاټـــــــولـــــو سکنیــــــه زړګکیه

بې رنګه اوخزان ژوند مې په تاباندې آباد دی
اوب رنګه! ګلاب رنګ پســـرلنیـــه زړګکیـــــه

پوره غزل به د منعَم صیب په خواږه غږ اورو
ان شاءالله


نعت شریف (صلوات الله علیه وسلّم )

آوازونــه، مولوي حکمت الله حاکمي
او شهيد ملا غلام رسول عزیر تقبله الله

لیک / سيد درمل
https://t.me/DarmalDarmal123


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوی نعت شریف

هم سترګې پسې اوړي هم لیمې ورپسې اوړي
یو څوک دومره ښایسته دی زمانې ورپسې اوي

غږ / حافظ شبیر منصوري صیب
لیک / سید درمل


جنتې ښکلا

جوړه صدف د خورمایي سترګو دې مشه نظر
زما خیالونـــــه پکې ښکاري د غمیـــو غونـدې

که پرې پیرزو شي ستا ددید سوغات طالبه یاره
پښې ټکوي زړۀ مې تا غواړي د کمکیو غوندې

نرګسې ستــرګې یې ښکلا له آیتـــونو اخلي
چې تلاوت کړي شونډې رپې دغوټیو غوندې

عطر له تا خوشبویي اخلي اوکه ته له عطرو
ستاپه راتګ وګمې خورې شي دسپرلیوغوندې

زړۀ مې په تاپسې دردونه څه سپیڅلې کوي
د هجر شپې دي ورلګیـــږي د ازغیـو غوندې

غبارپرې ښه ښکاري په تورو ګُرګوتي څڼو دې
څه جنتې ښکلا یې خیـــږي د ببریــو غوندې


صلَّی الله علَی النَّبیِّ لأُمیِّ وآله وسلم

خبـرې دې خـــوږې دي هم له شهـــدو هم له قنـد
ښایسته مِ شو پرې ځکه دا بېخونده غوندې ژوند

جنون دا ستا دمینې به په څه باندې تشریح کړم
د ګوتو پر ځای پرې شول درته زړونه بند په بند

غوړیــــــږې لکه ګل دا ستا د نوم په اوریدلو
بس ژوند مې دی د زړه په م، ح، م، د، کې څرګند

هر زړه دې شو قایـل له محبت او نورانیـــته
په راز دعشق دې پوه کړلو اوپوه دعشق په خوند

زړګیه د دې عشق بحث په راز او په خلوت کړه
له هره یوه ټکې نه یې واخله ځان ته پنـــــــــد

کلونــــــه معکتف یم ستا د هـــجر په دیار کې
زیاتیږي ، نه کمیږي لذتونـــــــه یې څو چنـــــد

نـذَر یې ستا په نوم زړګی دا ستا تر در راوړی
درمل خپل روح ګڼلی ستا په روح پورې پیـوند


نعت شریف

خاوري د قـــدم دي زه تـه دحُـسن بل جهان
تندي ته د عشق مي یې یاره په شیبو باران

کاڼی مي سینه کي دی ستا په یاد اوبه اوبه
ستا په نوم پوره شولو یاره زما نیمګړی ځان

نه دي کوم راڼه ستوري نه ده په آسمان ځلا
دا چي کړي رڼا رسا زما په اوښکو لوند ګریوان

درد دي دهجران لرې څۀ بل شان خواږه خواږه
ستا وصل به څنګه وي دغــې کیف ته یم حیران

ستا بې محبته څه، زړه څه دی، نِـګاه څه ده
ستا پــه محبت ودان بې له تا تاوان تاوان

کیـــف لــرې غزل غوندي ډک له محبته یې
ته مي قافیه دزړه ته مي یې ردیف دیوان

تا باندي دزړونو شپول ته یې دښُکلا سمبول
ته یې مو یې درمل دزړو ته مو یې درمان جانان


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نعت شریف (صلوات الله علیه وسلّم )

آوازونــه، مولوي حکمت الله حاکمي
او شهيد ملا غلام رسول عزیر تقبله الله

لیک / سيد درمل

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_medianet


2019/11/18 مخکینۍ ترانه

دا ستا له فراقته
به ځګېروی راته کاوه زړه

آوازونه،
مــولوي حـکمت الله حاکمي
او شهید سعید عُزير تقبله الله

سيد درمل

https://t.me/DarmalDarmal786


عشق یې له مشکو، لبریز مشکات دی
د زړونو شپول پرې له حده زیات دی
میشت په ایمان کې یې کرامات دي

که یې عمل که دی، که یې ګفتار دی
که یې سکوت دی، که یې اقـرار دی
حدیث حدیث دی، ټـول روایات دي

نسل کې ستر دی اسماعیل زاد دی
د قرآن زړۀ دی ، عشق پرې آباد دی
مخ ته عاجز یې ټول تشبیهات دي

تر اوبو روڼ دی، تر ښکلا ښکلی
رب تـه محبوب دی ، رب نازولی
پر اِنس و جن یې ستر احسانات دي

صلوات الله علیه وسلم

20 last posts shown.

91

subscribers
Channel statistics