ستا د عشق په رنځ اخته یمه جانانه
ځکه پروت یمه اوس پړمخې نسکور
پر زړګې مې غبرګ لاسونه دې نیولي
په سینه کې مې بل ستا د هجر اور
لکه زهر لکه ذقوم تریخ مې ږوندون
یاره ګــرځـــــم ناارامــه بی سکون
لیونی را څخه جوړ دی حال مې ګوره
خـتــم سوی مې اشنا د ځوانې شور
اوښکې اوښکې زندګې ده تیروم یی
که هر څومره مې غم زیات دی خو زغمم یی
اوس مجنون راڅخه جوړ دی چاره نسته
کنې زړه مې دی قسم له ږونـــده تور
خاورې خاورې مې سول ټوله ارمانونه
چې تا بند کړه خپل د سپین مخ دیدنونه
زما خوښې سولې هغه وخت رانسکورې
دغــــمـــو سو راتـــه مخ جانان نور
ټول وجود مې دی بی ساه لکه تصور
یم بی سیکه رنګ مې هم کړی تغیر
زما عادل ملنګ له حاله خــبــر نــه یی
چې بیلتون دې پرما کړی څومره زور
شاعر عادل ملنګ
ځکه پروت یمه اوس پړمخې نسکور
پر زړګې مې غبرګ لاسونه دې نیولي
په سینه کې مې بل ستا د هجر اور
لکه زهر لکه ذقوم تریخ مې ږوندون
یاره ګــرځـــــم ناارامــه بی سکون
لیونی را څخه جوړ دی حال مې ګوره
خـتــم سوی مې اشنا د ځوانې شور
اوښکې اوښکې زندګې ده تیروم یی
که هر څومره مې غم زیات دی خو زغمم یی
اوس مجنون راڅخه جوړ دی چاره نسته
کنې زړه مې دی قسم له ږونـــده تور
خاورې خاورې مې سول ټوله ارمانونه
چې تا بند کړه خپل د سپین مخ دیدنونه
زما خوښې سولې هغه وخت رانسکورې
دغــــمـــو سو راتـــه مخ جانان نور
ټول وجود مې دی بی ساه لکه تصور
یم بی سیکه رنګ مې هم کړی تغیر
زما عادل ملنګ له حاله خــبــر نــه یی
چې بیلتون دې پرما کړی څومره زور
شاعر عادل ملنګ