تـر مینې ډیـــرې دې کینې د زړو
نفرت نـیــولي دې صفحې د زړو
تصویر د مینې پکښې ښه نه راځې
خــــــیــــرنې سوې ایینې د زړو
بالا دې نـــــه ټـکـوې تللي کسان
مـــــوږ بندې کړې در وازې د زړو
اوس قسم ځـــای د محبــت نلرې
عــــنــاد کړې ډکې کتابچې د زړو
د بُغض حسد زنګو وهلي یاره
ښکارې بدرنګې نن څِهرې د زړو
عادل ملنګ نور درته څه وه وایم
زړه مې دی تـــور د زمانې د زړو
*شاعر عادل ملنګ*
نفرت نـیــولي دې صفحې د زړو
تصویر د مینې پکښې ښه نه راځې
خــــــیــــرنې سوې ایینې د زړو
بالا دې نـــــه ټـکـوې تللي کسان
مـــــوږ بندې کړې در وازې د زړو
اوس قسم ځـــای د محبــت نلرې
عــــنــاد کړې ډکې کتابچې د زړو
د بُغض حسد زنګو وهلي یاره
ښکارې بدرنګې نن څِهرې د زړو
عادل ملنګ نور درته څه وه وایم
زړه مې دی تـــور د زمانې د زړو
*شاعر عادل ملنګ*