فاتح ځواک دريم د هيواد د استقلال او له هېواد نه د دفاع په وياړ
الهجرة سټوډيو خپلو درنو مينوالو ته د هېواد د استقلال او له هېواد نه د دفاع په وياړ د فاتح ځواک دريم ښکلی او جالب اصدار وړاندې کوي.
دا اصدار په هغه پوځي رسم ګذشت او پوځي نمايشاتو راټول دی کوم چې د الفاتح په معسکر کې د الحمزه استشهادي کنډک اړوند استشهاديانو د بېلابېلو ټوليو له لوري د هېواد استقلال او له هيواد نه د د دفاع په وياړ ترسره شوی دی.
په دې رسم ګذشت کې د لوژ له مخې په عالي نظم سره د بيلابېلو ټوليو د تېرېدو تر څنګ هغه پوځي وسايل هم ښودل شوي دي له کومو څخه چې د کفري اشغال او فساد په خلاف په تېره شل کلنه جهادي مبارزه کې د اسلامي امارت مجاهدينو کار اخيست. په دې اصدار کې د اسلامي امارت د نظامي کميسيون د عمومي مسؤل مولوي محمد یعقوب مجاهد حفظه الله هغه پيغام هم راوړل شوی چې د پوځي رسم ګذشت په وياړ صادر شوی دی.
اصدار له سر نه تر پايه د ترنم د خوږو بلبلانو ( ملا فقیر محمد درویش، مولوي محمد امین حیدري او مولوي شمس الرحمن مستغفر) په خوږو آوازونو کې په نوو او جالبو حماسي ترانو بدرګه شوی .
همدارنګه یاد اصدار انګلیسي ژبې ته هم ژباړل شوی دی
الهجرة سټوډيو له خپلو ټولو مينوالو څخه هيله کوي چې ددې اصدار په نشر کې خپلې هڅې دريغ نکړي.
الهجرة سټوډيو ستاسو د فکر ، ژبې او قلم سنګر
اعلی کيفيت
https://archive.org/details/fatih-zwak-3-hqمتوسط کيفيت
https://archive.org/details/fatih-zwak-3-mqموبايل کيفيت
https://archive.org/details/fatih-zwak-3-mob#فــــاتـــح_ځــــــــواک
https://t.me/FatehZwak2