دجدې شپږمه دمرګونو
اوویرونو اوبدبختیو پیلامه
الحاج ملا درمحمد ګوهري صاحب
دجدې په شپږمه سره روسان راغلي وو
زمونږ آزاد وطن ته ظالمان راغلي وو
کارمل یې په ټانګو نو باندې سپورکابل ته راوړ
وحشت اومرګ اوژوبلې ته وحشیان راغلي وو
دګل غوندې وطن یې کنډکپر کړو په توپونو
دښمن دبشریت و قاتلان راغلي وو
دوستي اویا کلنه وه چې دایې نتیجه شوه
له غرو دسایبیر یانه شرمښان راغلي وو
وحشي درنده ګان و دوی دعوه دانسانیت کړه
جامه کې دانسان وحشي دیوان راغلي وو
دوی غوښتل چې اشغال کړي بحرهندله دغې لارې
دګرمو اوبو تږي په ارمان راغلي وو
بلخواته یې مرام خلیج فارس ته رسیدل وو
نیولو اوتسخیر ته دایران راغلي وو
غوښتل یې منځنی ختیځ دځان مستعمره کړي
په دې شومو نیتونو جاهلا ن راغلي وو
خبر نه وو چې دغه خیوا نه افغانستان دئ
له زور دګوهري نه په ګریان راغلي وو
اوویرونو اوبدبختیو پیلامه
الحاج ملا درمحمد ګوهري صاحب
دجدې په شپږمه سره روسان راغلي وو
زمونږ آزاد وطن ته ظالمان راغلي وو
کارمل یې په ټانګو نو باندې سپورکابل ته راوړ
وحشت اومرګ اوژوبلې ته وحشیان راغلي وو
دګل غوندې وطن یې کنډکپر کړو په توپونو
دښمن دبشریت و قاتلان راغلي وو
دوستي اویا کلنه وه چې دایې نتیجه شوه
له غرو دسایبیر یانه شرمښان راغلي وو
وحشي درنده ګان و دوی دعوه دانسانیت کړه
جامه کې دانسان وحشي دیوان راغلي وو
دوی غوښتل چې اشغال کړي بحرهندله دغې لارې
دګرمو اوبو تږي په ارمان راغلي وو
بلخواته یې مرام خلیج فارس ته رسیدل وو
نیولو اوتسخیر ته دایران راغلي وو
غوښتل یې منځنی ختیځ دځان مستعمره کړي
په دې شومو نیتونو جاهلا ن راغلي وو
خبر نه وو چې دغه خیوا نه افغانستان دئ
له زور دګوهري نه په ګریان راغلي وو