(دګلشن توره بورا)
شاعر/زینت الله حيدري
نه ډيوه شته نه رڼــا ، خوندونه لاړل
لاړل لاړل په ريښتيا، خوندونه لاړل
چې ښائسته پرې دنیاګۍ دمـحبت وه
هغه ګل شـولو پنـا خوندونه لاړل
رېژېدلی هم غاټول اوهم سنبل ده
دګلشن توره بـورا خوندونه لاړل
د خزان سيلۍ چليږي په ګلشن کي
ټول ګلان دي په ژړا خوندونه لاړل
دجفا تخـمونه هرخوا کـرل کيږي
لاړل لاړل د وفا خوندونه لاړل
چې ځواني مې وه هر چاته ګل ګلاب وم
اوس اغزی شوم چې زما خوندونه لاړل
داچې تل داسې غمګينه درته شکارم
لاړل لاړل د يو چا خوندونه لاړل
حیدري ستا له کلامه معلوميږي
په ولا ددې دنیا خوندونه لاړل
@haidari11
شاعر/زینت الله حيدري
نه ډيوه شته نه رڼــا ، خوندونه لاړل
لاړل لاړل په ريښتيا، خوندونه لاړل
چې ښائسته پرې دنیاګۍ دمـحبت وه
هغه ګل شـولو پنـا خوندونه لاړل
رېژېدلی هم غاټول اوهم سنبل ده
دګلشن توره بـورا خوندونه لاړل
د خزان سيلۍ چليږي په ګلشن کي
ټول ګلان دي په ژړا خوندونه لاړل
دجفا تخـمونه هرخوا کـرل کيږي
لاړل لاړل د وفا خوندونه لاړل
چې ځواني مې وه هر چاته ګل ګلاب وم
اوس اغزی شوم چې زما خوندونه لاړل
داچې تل داسې غمګينه درته شکارم
لاړل لاړل د يو چا خوندونه لاړل
حیدري ستا له کلامه معلوميږي
په ولا ددې دنیا خوندونه لاړل
@haidari11