♻️♻️♻️♻️🔹👇👇🔹♻️♻️♻️♻️
تر دې بيرغ او شنختو لاندې هغه ـ حيرانونکى ـ ککرۍ پرته ده چې د اوسنيو ايرانيانو لوئ نيکه نادر افشار به يې سترګو ته لا نسواى کتلاى، ځکه يې نو په ژوند ـ سترګي ترى ويستى ـ ړونديې کړ.
هو!
سيدال خان ناصر درښيم؛ دى په هوتکي پېر کي هغه زړور قومندان او ننګيالۍ اديب ؤ چي تر اوسه يې په ځينو اېراني کتابونو کي پر واقعيت او حقيقت سترګي پټي کيږي.
دا سړى په زؤر دونه زورور ؤ چي د اوسنيو ايرانيانو نيکګانو ١٤ واره د هغه وخت کندهار چي د اوس افغانستان، پاکستان او کشمير کيږي، د نيولو نيت وکړ خو پر وې نه خوړله.
نادر افشارغوښتل چي کندهار او کندهاريان د اعرابو، هخامنشيانو او سکندر غوندي ځانته بيل کړي ـ خو سيدال ودِفاع ته د سپر او غر پشان ودرېدئ.
هغه ؤ چي د کندهار بغل ته يې بل ښار جوړ کړ او په چم ؤ فرېب يې يوه چنګه کندهارۍ پېغله ونيوله.
ده ته يې مرکه ور ولېږل چي دې ښځي ته بدنامي وراړوي، که ځان نه تسليموې؟!
سړى پر جنګي او ادبي وړتياوو سره بېره، د کوټلي عاطفې څښتن ؤ؛ اخير يې فيصله وکړه چي ښځه ايله کړئ! زه تسلمېږم!
سيدال تسليم سو، بنديخانې ته يې بوتلى، د بند په دؤران کي دده شخي او څېروونکو سترګو ته هيچا نسواى کتلاى، نادر افشار ورته وويل چي ستا سترګي نسي کښته کېدلاى زه مجبور يم چي سترګي دي را وکاږم.
سيدال خان ناصر يې په ژوندوني ړوند کړ، کورنۍ او ټول ناصريان يې د اوسني کابل شکر درې ته وشړل او په دې کار سره د هوتکو راج او د توري ځلا خاموشه سو.
سړى چي زموږ د پخوانؤ عظمت او زړه ورتيا مطالعه کړي، بيا يې پر قبرونو پسي پېښ سي او وروسته د اوسنيو چورواکو هوسا ژوند، لويو بلډينګونو، او په خارج کي يې ددوى د ښارګوټو سره مقايسه کړي؛ که يې وجدان درلودى حتماً به د زړه حمله پر راولي، کنه چي دا يوه لغته يې د قبر شنختي ته کش کې، سړى به اتومات ورکيږي، نه به يې دعوه کولاى سؤ، نه به يې خپل بولو؛ يوازي به د مولانا بلخي رومي، فارابي او نورو په څېر په ځينو کتابونو کي په موږ پوري تړلى وي.
نوټ: دا د سيدال خان ناصر قبر دى چي د کابل په شکردره کي پر يوه شاړه مځکه دفن سوى دى.
بل نوټ: اېرانيانو ته چي اوس هم دده نوم ور واخيستل سي پښې يې ريږدي، او که دي دده (جنگ مورچه خورت) لفظ ورته ووايه د زړه حمله پر راځي.👇👇👇👇👇
@HAIRANOUNKI