شاعير هدايت الله زاهد واټساف ۰۷۴۹۵۲۳۲۱۸


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


درنواوقدرمنووروڼو!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
دلته‎ به خپل هراړخيځ شعرونه تراني نبوي نعتونه درته خپره وم په درنښت/ هدايت الله زاهد/

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


له نوم وتی نعتخوان ښاغلی تائب صاحب سره ملګری سئ




Forward from: zahid
تاريخ: ۱۴ فوریهٔ ۲۰۲۳

غزل؟

هـــغــه کلـــی هـــغـه ښــار اومـاځیګر
نــوی هیــلی روڼ ســهار اومــاځیــګـر

دوئ یـــوبل ته بیخی نه دی سره ورته
زما غـــوښـتنه ستـا دیـــدار اوماځیـګر

دغه دری شییان په میــنه کی په کاردی
صــداقت خــلوص اظــهار او مـــاځیـګر

چی نه ته راځی نه ما غواړی چی درسم
ځـــوروی مــی دغــــه کار او مـــاځیـګــر

په مجموع کی بیخی ښه لګی پـر هــرچا
دزاهــد غـــزل چــینـــار او مــــاځیــــګـر


(هدایت الله زاهد)


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
چی دی راپورته دویر ساندی سولی
رانـــه غــزلی لالــهــانـــــــدی سولی

ږغ (قاری)وکیل احمد(ذاکر)
شاعر؛قاری؛(هدایت الله) زاهد

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_008


تاريخ: ۷ فوریهٔ ۲۰۲۳

غزل؟

چی دی راپورته دویر ساندی سولی
رانــــه خـــبری لالــهــانـــدی سـولی

پـه مـادی څـومـره تجریبی وکړی اخ
پـه مـادی ټینګی دزړه مراندی سولی

تادي خپل ټول کړی لفظونه مات کړل
زمــا وعـدی لــکـه چـی تـانـدی سـولی

هغـه شـیبی چی ما به خوب کـی لیدی
اوس می دوو سترګو په وړاندی سولی

په بی وسی می ستا غرور مات مات کړ
اخــیر زمـــا تـــر لاســـو لانــدی سـولــی

هــغـه ګیــلئ چــی فـراقــت کـــی راتـلی
هـغـه مـی اوس لــه زړه دبــانــدی سـولی

ســتا دڅـادر ریـښکئ پــه ټـول هـواد کی
دآزادئ پــــــه بـــــــاد رپـــــانـــدی سولی

دخـــوار(زاهـــد)دقــلــم تــوری کــــرښی
ستـا پــه تــش نوم باندی ځـلاندی سولی

هدایت الله زاهد


Forward from: zahid
تاريخ: ۶ فوریهٔ ۲۰۲۳

ترانه؟

پــه تــابــانـدی ژونـدی یو اوپــــه تابـاندی ودان یو
وطنه ته مـــومــور ئی او مــوږ دی اصلی بچیان یو
ســاتـــــنه دی کــوو تــل پـــه ســـرو لـــه جــــابرانو
له لویشتی لویشتی خاوری دی موږ زر ځله قربان یو

شــمله دی اوســـه تـــانــــده
تـــــه ســـتورئ یــی ځـلانده
سپیـن توغ دی دارګ غیږ کی
هـــمیـــش اوســـه رپــانـــده

خدای مه کړه که ته وران سئ مړاوی کیږو او خزان یو

پــه ویــنو بــانـدی سـور یی
ټــــاټــــوبــئ دمــنصـور یی
شهـــکار دتــــاریـــخــــو یی
دوښـــمن دهــر مــغـرور یـی

دفــاع بــه دی پــه کلـــکه کـــوو مــخته ځــو روان یو

آذان دخــــــوږ بـــــــــلال دی
نــــعــــره داســتقـــــــلال دی
چی څوک ځــغمـــلای نه سی
بچـــــی دایزمــحـــــــلال دی

پـر تــا باندی راټــول پــه ډیره میــنه افــغانــان یـو

لــــه تــــــوری تــــاریکـی نه
لـــــه روس او امــریکـــی نه
را ویســــتئ طــالب جان یی
لــــه غــــټـــی مــعریــکی نه

زاهــــد قـلـــم غـــزل اوټــپــه ستــا اڼــــډیــوالان یو


هدایت الله زاهد


Forward from: zahid
تاريخ: ۴ فوریهٔ ۲۰۲۳

غزل؟

له زړګئ څخه می وینی وهـی داری
ته اوس چرته پټه سـوی یی هنداری

پـه زاریـو غـاړه نـه ږدی عـاشـقئ ته
تعـویـــذونــه درتـــه لیـکمــه بـیداری

زمــانی خپــل کــار دی ونه کړ اولاړی
که می هرڅومره جارو کړی درته لاری

ما شړئ رقیبان څنـګ کـی درسـره وی
یو کـوهی ته می ور غـورځوی مـکاری

له یـوه لاس نه ټک نه خـیژی راځه نو
سـره ولــګــوو یــو بــل تــــه نــوکاری

کـه جنـګ نـه کوی زاهد لاس کی اخله
دالفــاظـو لــه دنـګ غـره نه غټی ګاری

هدایت الله زاهد


Forward from: zahid
تاريخ: ۲ فوریهٔ ۲۰۲۳

ترانه؟

کڼډر کڼډر وطن مو ورځ په ورځ جوړیږی
تــک سپــین بــیرغ پکـــــــښی رپـــــیږی
درقيـبانــو خـلګــو زړونــه پــری لــړزیږی
تــک ســپیــن بیــــــرغ پکـــښی رپـــیږی

دانــتيـجــه دقـــربـــانیـــو
وینی تـویئ سوی دزلمیــو
وســوی سـیالی دکــکـریــو

لــه مقـبیرو یی خـوشـبویی راپورته کیږی
تـــک ســپـــین بـیــرغ پکـــــښی رپــــیږی

خپل مو هواد خپل مو اختیار دی
رب راکـــــړی دغـــــــه وقـــــاردی
هــریـــو جــابــر رانـــه پــه ډار دی

لــــوی سمــندر کـله پــه دوو لــوټـو خړیږی
تــــک سپــــین بـــــیرغ پکـــــښی رپــــیږی

دلتــه چی څــوک جـګ سـر راغلـی
ټیــټ ســرونـــه دی بیـرتـــه تــلـلی
ومــــو لیـــــدل داڅـــــو نـــــاولـــی

امــــپراتــــورئ دکیـــبرجنـــو رانــــړیـــــږی
تــــک سپــــین بیــــرغ پـــکــــښی رپیــــږی

ویـــاړ مـــو نــصـیـب دازادئ ســـــو
ټـــول هــواد مـو پــګړئ پــګړئ سـو
سمــــدم خــــطـــا وار دنــــړئ ســـو

عمــری عــدل یــوځل بــیا راژونــدئ کــیږی
تــــک سپــــین بیـــــرغ پـــکــــښی رپـــیږی

دانـــظـــام دی نــــور مستــمیر ســی
ځــوګ دی هــر خـواته ته دتکبیر سی
هــر دوښــمن دی اختــه پــه ویر سی

د(زاهــد) دادوعــا کــه خـدای کـول قـبلـېږي
تــــک سپــــین بیـــرغ پــــکــــښی رپیــــږ

هدایت الله زاهد


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
په محبت دی افتخار کومه ډیر یی کوم
داستـا راتلوته انتظار کومه ډیر یی کوم

(ږغ)وکیـل احـمـد ذاکر
(شاعر)هدایت الله زاهد

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_015


تاريخ: ۳۰ ژانویهٔ ۲۰۲۳

رڼــاوی به ســی راته تیاری
دوعاوی دی مور دی راپسی

ستاحق په ښه شان راتـه مـعلوم دی
سپیڅلی دی نوم  ډک له مـفهـوم دی
چی څوک دی عزت نه کوی شوم دی

دونيا کـی جنـتـی فـریښـتی

راکــړی چــی دی دیــنی روحــیه ده
خـدمـت دی پــرمـا  یـو فـــریضه ده
ستا غیږ اوځــانګـو مـی مـدرسـه ده

مــننـه کـــــوم درنـــــــه ادی

جـــنت دی لانــدی تـــرقـدمــــو دی
ثـواب څـومـره ډیر سـتـا دکــتو دی
ابلـیس لعـین درته پـه ګـــوڼـډو دی

دسـتړی ژوندون یـخی چیـنی

خـرابـــه یی ټــولـــه زنده ګــی ده
چـی چـا دی کـړی نـافــرمــانـی ده
رضـــــا دی رضـــــایـی الـهــٕــی ده

لــــه نــسله دبــی بــی امـینـی

نیمـگړی دی مـه ســه ارمـــانـونـه
پـه ژونـد کـی دی ســه بـرکتـونــه
زمـا نــه هـیریږی ستــازحمــتـونه

(زاهد) لیـکمـه دغـــــه جـملــی

(هدایت الله زاهد)


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
داخپل سردرته ډالی کړم اوکه زړه درته ډالی
موری کوم یو نظرانه موری څه درته ډالی

ترنم معاذ الله معاذ
محيب الله انیس
لیک هدایت الله زاهد

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_092


تاريخ: ۲۹ ژانویهٔ ۲۰۲۳

حمد؟

لائق دحـمد او دثــناء یی سـبحان الله
زموږ خالق زموږ مولایی ســبحان الله

تا کـړل له خاوری پیدا حضـرت آدم اوهـوا
دااسمانونه مځکی دی جوړښتونه داستا
تــــه یـــی واحـــد لاشــریک لاالـه الاالله

مـالـک دورځـی دجــزآ یی سبــحان الله

داستا رضا لټـوی ښه پــه اخلاص بنــدګان
تاته دی سر پرسجده په دریابو کی ماهیان
دی ستا په ذیکـر لګیا کاڼی او بوټی مرغان

رحـمان رحـیم غنی اعلی یی سبـحان الله

لـوړ قدرته دی سـتا ټول جـنتــونه دی ســتا
پــری نـازولـی دی یــو دانعمتــــونه دی ستا
زمـوږ دبــدن ټو اعضازموږ مــالونه دی ستا

تـه حـیٌ لایمـوت بـادشـاه یی سبـحان الله

یو سـتا عاجز بنـده ګان ډیـر ګنهګار څیښتنه
راتـــه بخــښنه وکـړه زمـوږ غــفار څـیښـتنه
د(زاهـــد)هیـله داده ستا لـه دربــار څیـښتنه

تــه مـهـربــانـه پـرهــرچــا یـی سبحـان الله


لیک (هدایت الله زاهد)


تاريخ: ۲۷ ژانویهٔ ۲۰۲۳

غزل!

ستــامـلاقات دی وایه بـل نوڅه دی
خوږ لکه شات دی وایه بل نوڅه دی

زمــا تنـکــئ زړه یـقیـنی درپـــــسی
ګلـــه مـیرات دی وایه بل نو څه دی

لــه رقـیبانو مـی دســــتی اخیـستئ
دعشق کسات دی وایه بل نو څه دی

ددرتلــو لاره ده لــه سـتونـځـو ډکــه
پلـی صـراط دی وایــه بل نو څه دی

هــریـو جنــون پـــه محبـت کی درته
غوټ پرملا مات دی وایه بل نوڅه دی

(زاهد) په هرغزل کی ستاښکلئ نوم
لیکلی زیـات دی وایه بـل نـوڅـه دی

هدایت الله زاهد


تاريخ: ۲۶ ژانویهٔ ۲۰۲۳

تیریادونه؟

چی ستا پر قدمو می قدمـونه ایښودل
ماځان سره پاخه پاخه لفظونه ایښودل

بیګاه می خوب لیده چی په یوه مورچه کی ناست یو
سـهار مـی ستا وقبر ته ګلـونه ایښـودل

یادیږی می چــی زه اوتـه بـه څـومـره تــلو پـــه شـوق
دوښمن ته به مو لاره کی بمونه ایښودل

تــورغــر بــه وو سنـګربــه وو پــه یبـلو پـښـو مـزل وو
پریو بل به مو رنګا رنګ نومونه ایښودل

دوخت پر نمرودیانو به مــو څومــره هیبــت پروت وو
پرڅڼــو مـو کاږه کاږه پـاجـونـه ایـښودل

(زاهــــد) بـــه دشــهید مــلګری یــاد درتــــه لـــوســتو
اوتـا بــه یی ومــخته تصویرونه ایښودل

هدایت الله زاهد


تاريخ: ۲۵ ژانویهٔ ۲۰۲۳

غزل؟

ســتا د جـمال به ســړئ څـه ووایی
دګـــل مـــثال به سړئ څـــه ووایی

په ټولو ښکولو کی ممتازښکلی یی
ددی کمــال بـــه سړئ څــــه ووایی

درپسی مرمه درته غوټ مـات یـمه
پر داسی حال به سړئ څـــه ووایی

سم می دروغـواړه نــژدی لیـدوتــه
نو پر دیوال بـه ســــړئ څه ووایی

ورسره مینه لرم ډیرمی خـوښ دی
داڼــډیـوال بــه سـړئ څــــه ووایی

(زاهد)درپــیــژنــمـه صبــر وکــــړه
دخوب او خیال به سړئ څه ووایی

(هدایت الله زاهد)




Forward from: Alasar channel


تاريخ: ۲۳ ژانویهٔ ۲۰۲۳

زمـــوږ ایمان ســوځوي چـوپه خـوله یو
کـفار قرآن سـوځــــوي چـــوپـه خــــوله

مسـلمانــان دنــــړئ هیــــڅ نــــه وایـــی
درب فـرمـان ســوځــوي چوپه خـوله یو

چـــایــی ورقــو بـانــــدی لـــوبـی وکــړی
څوک یی وجدان سوځوی چوپه خوله یو

ډیمـکـراسی بـانــدی ســـرهــم مــــاته وو
نــوم درحمـان سـوځـوي چـوپه خــوله یو

تـــــرینــه قــربـــان ســمـه زاهــد زرځـــله
دژونــد ارمــان ســوځــوی چوپه خوله یو

هدایت الله زاهد


تاريخ: ۲۳ ژانویهٔ ۲۰۲۳

غزل،،،،،،،

ګــیله م‍ــن یـمه لــه یـاره پــه ســر خاوری باده ومه
ورک سی ورک سی انتظاره په سر خاوری باده ومه

څنګه ډاډ زړګي تــه ورکـړم څنګه ووایم چـی راغی
لـــه مـاښـامــه تـر سهـاره پـه ســر خاوری باده ومه

د سکروټو په سر یون دی بیلتون څومره لوی عذاب دی
بــی اثـری یـمــه بــــاداره پـــــه سـر خـاوری بــاده ومه

تصــویرونـو تــه یـی ژاړم یــادګـارونـو تـه یـی ژاړم
زړه می مات لکه هنداره پـــه سر خــاوری باده ومه

که مو پام وی ډير غمجن یم دپخوا زاهد اوس نه یم
زه مــړکیـږم بـی نیـګاره پــــه سـر خـاوری بــاده ومه


ږغ ؟ هدایت الله زاهد

20 last posts shown.

178

subscribers
Channel statistics