غزل
خپله زندګي خورمه لګيا يمه
ځان په تنهائي خورمه لګيا يمه
1
زه په ځان کې شور پيدا کول غواړم
ستا د لاس بنګړي خورمه لګيا يمه
2
تږى يمه دومره چې اوبه نشته
خاورې د منګي خورمه لګيا يمه
3
ويني مې د زړه څاڅي له سترګو نه
ستا د ياد ازغي خورمه لګيا يمه
4
ګرزمه طالب بری خفه خفه
کرښې د تندي خورمه لګيا يمه
5
حزب الله بری
خپله زندګي خورمه لګيا يمه
ځان په تنهائي خورمه لګيا يمه
1
زه په ځان کې شور پيدا کول غواړم
ستا د لاس بنګړي خورمه لګيا يمه
2
تږى يمه دومره چې اوبه نشته
خاورې د منګي خورمه لګيا يمه
3
ويني مې د زړه څاڅي له سترګو نه
ستا د ياد ازغي خورمه لګيا يمه
4
ګرزمه طالب بری خفه خفه
کرښې د تندي خورمه لګيا يمه
5
حزب الله بری