بیړۍ ساحل ته رسیدلې طوفان مه خبروﺉ
تازه بهار په مونږ راغلی خزان مه خبروﺉ
چي مو د څو لسیزو دا وخت ته شیبې شمیرلې
اوس مو وصال په نصیب شوی هجران مه خبروﺉ
راشﺉ په ګډه دا ریښې ریښې ګریوان وګنډو
خپله به وکړو پرې اشر ګاونډیان مه خبروﺉ
هغه خړ پړ طالب چي مونږ سره باست وو په شکور
اوس مو د هیلو ترجمان دی غربیان مه خبروﺉ
ورک د کلونو ګران یاران بیرته تر کوره راغلل
راشﺉ پرې وشیندو ګلونه زندان مه خبروﺉ
زمونږ د زړونو بلبلان د ژوند نغمې چونړوې
حال ته یې پریږدﺉ پرې مخ توري زاغان مه خبروﺉ
خپل مو هیواد دی خپل مو کلی خپل مو واک دی وروڼو
بیا چي مو بېل نه کړي د وخت ظالمان مه خبروﺉ
حنیفه راشه د قلم په ژبه عِشقْ خپور کړو
وخت دی د مینې نور نفرت او خفګان مه خبروﺉ