دګران شهید دزړونومیر الحاج خلیل الرحمن حقاني یاد ته ډالۍ
خدایه چې په تلو سره یې ټول لراوبر وژړل
نن پر دغه لاره ورپسې مهاجر وژړل
ګران شهید خلیلُ الرحمن حقاني ته چرته یې
یاره درپسې د شین اسمان هاغه لمر وژړل
دا څومره عجیبه کورنې خدای زیږولې ده
نن د حقانیانو کورنیو ټبر وژړل
لاړلې پرکومه اي رهبره د غیرت کانه
ته چې وې امیر پکې نن هاغه دفتر وژړل
نه په دغه لوی انقلابي شلکلن ستړی شوې
اې دشهادت تګې څپیڅلې سنګر وژړل
خدایزده چي ریشتیا وې د ملت دسرسایوان مشره
تاچي پرې وینا کوله تل هاغه ممبر وژړل
نه یمه خفه ستا په څپیڅلې شهادت مشره
جامِي مُبارکه د وطن هر ګودر وژړل
قاري جامِي مُبارک
https://t.me/ingfukbv