شاعر ارشاد الله مرشد


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


الـــــــسلام عـــلــیکم ور....
شـاعـر ارشادلله مرشد ســتاسـو په درانــه خــذمــت کي...
د افـــغانــــــستان اســـلامـــي امــــارت زنــده آبــاد...

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


غزل

دغه.سه.دمشکوبوی ده کوم ګلاب طالب شهید ده
سه عجیبه شان فضاده او جناب طالب شهید ده

سه خاموشه خاموشي ده بیایی غم زماپه زړګي ده
سه په چم باندي ماتم ده یوشباب طالب شهید ده

هغه زه چي پری مین وو هادمیني یوانداز وو
چي ټول کلی پری مین وو انتخاب طالب شهید ده

جنازه یی له کور وزي او مورکي یی په سلګوده
چي دحسن زیړی لمروو ها افتاب طالب شهید ده

سه حسین زړګی شهیدشویادګارونه یی شو پاته
ارمانو ته یی اوس ژاړم دمحراب طالب شهید ده

چي دزړونوموسمبول وو داخلاقو یو کهول وو
سومره زړه ته راته ګران زما انتخاب طالب شهید ده

دمرشددزړګي سروونن ټوک ټوک پرهر پرهر وو
چي دحسن یوکتاب وو هغه باب طالب شهید ده


نعت
صلی الله علیه واله وسلم

ګل باندي مین یم له ګلاب سره مي زړه لګي
نوم یی محمدده دی جناب سره مي زړه لګي

حسن ته حیران یی دتمام جهان حسین خلګ
یاردحسن باب ده له دی باب سره مي زړه لګي

زړونه پری مین دي او دزړه ښکلا یی کیف لري
زړه مي پری رڼاشوله افتاب سره مي زړه لګي

زه خویی په عشق کي هم دار ته هر کلی کوم
روح شوپری مین له دی مهتاب سره مي زړه لګي

هغه په کوثر ساقي نبی رسول الله جانان
سومره دی شیرین له دی شباب سره مي زړه لګي

بیا مرشد طالب په فصل فصل کي ستایلی ده
جوړ یی پری کتاب دی له کتاب سره مي زړه لګي


غــزل

تا ته ازار کوم نه نه یی کوم
زه به انکار کوم نه نه یی کوم

له تا سیوا دبل چا مینه ګوره
په دی اقرار کوم نه نه یی کوم

له نمرودي اورو دي نه ویریږم
چيغه په دار کوم نه نه یی کوم

ته راته ګوره زه به هم درګورم
دسترګو وار کوم نه نه یی کوم

تابه پری وسوځی که زه پری سوځم
رلفي تار تار کوم نه نه یی کوم

دزولنو په خوند یم ښه پوه شوی
په زړګي خار کوم نه نه یی کوم

دکوم مجنون خبري نه اورمه
دزړه اظهار کوم نه نه یی کوم

مرشد غزل او قلم بیا جوړه شو
په چا خمار کوم نه نه یی کوم


غــزل

ستا تصویرونه ساتم خود یی ساتم
زړه کي غمونه ساتم خود یی ساتم

ستا محبت تل په اروا را اوري
ستا یادګارونه ساتم خود یی ساتم

ته یی شمال دپسرلي لالیه
زه ستا دردونه ساتم خود یی ساتم

سهار ماښام یی بویوم په زړګي
ځان ته ګلونه ساتم خود یی ساتم

په زیړي لمر په مازدیګر پنا شوی
ها تیر وختونه ساتم خود یی ساتم

چي په.هیوادموسپین بیرغ رپیږي
زه یی دیدنونه ساتم خود یی ساتم

نه ستاله زړه نه مي اوس کرکه شوي
مرشد نورزړونه ساتم خود یی ساتم


Forward from: [نــبـــوی حــادیــث]
ــــــــ دغوره چینلونو _غوره لیست ــــــــ

«اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ عَلَى نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ»

استغفر الله العظيم وأتوبُ إليه

لیست ته دداخلیدو لپاره رابطه دخادم سره
@mahmbhvzmbna
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعر ساحل وردګ
@Sahil_Wardak_4
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
حکایات مثنوی شریف
http://t.me/ASTHarHDSHS
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
هيبت الله غزنوی تراني
@aseuhumwvuuesranese
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
انس چینار
@sdgfyhjkmxs
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
الحاج ملافقیر محمد درویش نوي ترانی
@dervishsahib1
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ریښــتـنـي مــرغــلــري
@abdolHkimrHmani
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
حميدی خپرندویه اداره
@hafez_zahed_hamidy
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
نبوی حادیث
@AamHSDH
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
خپلواک وطن مل
@azxcvbnhfj1111
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
عبرتناکه کیسی
@HabibiAbrar
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
مهاجر احمد ساپي
@ahmad_safi3
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اصلاحی تقریرونه
@AaAwwwama
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
نعتخوان مدثراحرار
https://t.me/joinchat/w6lmt423HaA0ZmM1
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعر شاکر اغا
@bashirahmadshakir
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
پښتوکتابونه اولیکنی
@mjkhosti
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ډاکتر شاهین شیرزاد
@Shaheen_2
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی پوهنتون
@Islamic_Uni
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
خدمت الاسلام اداره
@AaHLDHaSA
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
المحمدی سټوډیو ذدکړی گروف
@joinchat/arglL117q_5jM2E1
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
المحمدی سټوډیو ذدکړی چینل
@fsfdjg
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی معلومات
@islamicmalomat22
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
گل خبری
@glapapap
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دهرډول ناروغی علاج
@tbnboipshto
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دقرآ کریم پښتو ترجمعه
@neboihadis
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دینی معلومات
@abdolHkimrHmani
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
مولوی ابومحمد محمدی صاحب
@MOlOiMOhammadi
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
درویش فراهی
@darweshprahi
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعر ارشاد الله مرشد
@Irshadullahmurshid
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
په زړه پوری معلومات
@aslamimalomat
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
فضائل درود شریف
@aslamibianona
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ادبی بهـــیر
@adabebaher1
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعر ذبیح الله زهیر
https://t.me/joinchat/kZOwKJdSQR44NzA1
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
پښتو صحیح حدیث
@ASTRYUE
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
هغه اعمال چی موږ جنت ته بیایی
@AHTKRrSDT
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی فکر
@lslamifikar
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
قاری روح الله امین ترانی
@roholameen
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
نعتخوان نوراحمد سیدی
@Saiedy309
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی کاریالو دوهم چینل
http://t.me/Pashtoap
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
هیبت الله غزنوی
@aerownxwsmcaz
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
نعتخوان سعادت اغا
@saadatagha
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ډاکتر حنیفی خپرندویه اداره
@Da_alahanifi_media
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
فاتح ځواک
@Padgjdvjee
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دینی اوقرآنی معلومات
@wpynm
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ولــی زمـان رضـاوزیـر
@waleZAMANraza
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعر اضعرمھمند
@AASgharmohmand
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
نعتخوان حافظ زاهد حمیدی
@ZahedHamidy
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دروژی اړوند معلومات
@mkhtlifadhkar
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دقرآن کریم ترجمه
@TGJFHJKHFD
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
انـــــــس هاشـــــــمی
@Omaromarmm
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دفسیبوک دمشکلاتو حل
@khobibtakal
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
سنګرمیډیا
@azxcvbnhfj1111
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
روزانه تلادتونه
@ASmuTkweASA
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
فیض الله فیضانی
@F_Faizani
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
فاروق عماد
@Altaqwa17
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ډیزاین شوی اشعار
@sayeedameen
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی کاریالو لومړی چینل
http://t.me/obaidapp
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دتکسل دډیزاین ګروپ
@TMkpgav1234
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
ويډيويي تراني اونعتونه
@Wardak112
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
اسلامی کاریالو دریم چینل
@AarHasAHSa
◉—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
المکتبة النعمانیة
http://t.me/ketabtune
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شاعرحقمل اشنا
@HaqmalAsna1224
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
شیخ محمدادریس صاحب
@shaekhidreessaheb
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دکمفیټراوساینس معلومات
@computerscience010
اسلامی عقیدی ساتنه
@qqggcc
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
موږ ستاسو پیدی اپ کتابونه وکاریال ته اړه و
@areduinekae
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
دلینکونو سترگروف
@AmSLaHaHA
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉
کــتــابــی خـبــری⇒⇣⇣⇅
@AarHaHS
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉

⇣⇣رابطه دخادم سره⇣⇣
@mahmbhvzmbna
◉⪻۰—۰۰(🌹)۰۰۰—⪼◉


غـــزل

لاړی قــافلــی دشهیدانـو زه خـو بیا راغلم
ډکي هدیری دي له ګلانو زه خــو بیا راغلم

ستازخمي وجودمو ټکورکړی دی دتن وینو
پا ته شو ارمان دڅو ځوانانو زه خو بیا راغلم

ټول اولس بمبارشوپه هرکورکي شهیدان پراته
خلاسي حجری شوی له یارانو زه خو بیا راغلم

پا کوي مشرانو چي زمونږ ویني ضایع نه شي
دغه وو وصیت دفدایانـــو زه خو بیا راغلم

واک دی که منسب دغه ټول یو مسؤلیت ګڼه
پام غرور وه نه کړي طالبانو زه خو بیا راغلم

دمرشدویناده چي په حق موسترګي روڼي کړي
غوږ شي لیکوالانو شاعرانو زه خوبیا راغلم


غـــزل

یوه دم ته ضرورت ده یــوی دوا ته ضرورت دی
یو درمل زړګي په کارده یو اشنا ته ضرورت دی

یودمیني کوردِ جوړِ نفرتونه دي هیڅ نه وي
داسي ژوندله ربه غواړم دی وینا ته ضرورت دی

چي طالب دِپه هرلوروي نوبه ستازړګی ټکوروي
په قیصه کي دچانه یی دی دنیا ته ضرورت دی

ای طبیب دزخمي زړه ده په وړیا یی علاج کیږی
یوطالب ته ضرورت دی بل مُـلا ته ضرورت دی

هسي نَ.چِ بیادوکه شی داښُکلا بل چاکِ نشته
یوطالب هم ددی وړ ده زړه صفا ته ضرورت دی

دچینارپه شانتي دنګ ده په اوږودزلفو شړک یی
سه په ناز ناز راروان دی دی ادا ته ضرورت دی

دی مُرشِدطالب ته ګورَ په غمونو کي راګــیر ده
په غـزل کي یی اثر ده نن یی چا ته ضرورت ده


نعت

مـــحبت دی هم کمــال او هــم جمال محمد ‌[ص]
رب رالیږلی دی رحمت په هریو حــال محمد [ص]

په دغـــه ویــاړم امتي یم پـری فخــــــــــــر کــوم
اسلام یی را وړ وه دنیا ته پـــه کمال محمد [ص]

ســه انــوار یـــی په روزضــــــه بانـــــدي را اوري
دخوښي نوم دزړه سکون زړه کړي ملال محمد

هــره خبــره ملغلـــره یـــــی وه امت تــه خطاب
وعظ په مینه به کاوو په قیـل او قال محمد [ص]

دانســانیت وو مهتـــــدا هـــم انسانیت ته پیښوا
وو یــــی ساتلی لکــــه ګل رب متعال محمد[ص]

مُرشـــد طالبه پیغمبر رحـــمت ددووو عالمـــــــو
دُرود ســلام دي وي پرده اوهم په آل محمد [ص]


غزل

یار بی میني بی مزی شو بی اسری شو
لاړ ملنګ دزمانــــــی شو بـی اسری شو

ماهم داسي چاته زړه ورکړلو خدایــــه
چي ساقي دمیکدی شو بـی اسری شو

دغه ښه شوه غلامي یی خوښه نکــړه
خو ملنګ یی دکوڅی شوبی اسری شو

هیڅ اقراردمینتوب یی په زړه نـه وو
تور دعشق په نامی شو بـی اسری شو

چینار قده یی ځواني وه توري زلفـي
مرور له یــوی ګیلی شو بـی اسری شو

دحُریت شال یی هیوادته ورپه سر کړ
يو عنوان دکتابچی شو بــی اسری شو

دمُرشد طالب غزل کي چي څرګند شو
نو ازار یی ورپسی شو بــی اسری شو


غـــزل

درزم به دي مزار ته وه قــربانه هیر مو نه یی
دروړم دفتحي زیری وه جانانه هیر مو نه یی

دستا دسر شیندني بــرکت وو ای شهیـــده
پرهرپرهر وجودسیري ګریوانه هیر مو نه یی

سه.ګل.غوندي.ځواني.دِ.لَ.اسلامَ.صدقه کړَ
له دینه سپیلنه طالب جــانـــه هیر مو نه یی

قسم دی ستا فراق مي په زړګي داغونه ایښي
زوریږم دي جانانه له هجرانـه هیر مو نه یی

ستانه شتون ماته یاره دشاعر احساس راکړی
هرلیک وي دستایاددزړه درمانه هیر مو نه یی

ارشادالله مرشد ته په خوبو کي کله راشه
په نه شتون دي خپه ده له جهانه هیر مونه یی


🌸🌸🌸🌸غــزل🌸🌸🌸🌸

پرهر پرهر سینه یـی ځـان لـره درمـل غواړي
ټپي هیواد مو نن د ټولو ستونزو حل غواړي

خالقه ته ورته شِفـا ورکـړه شفیـع یی ربه
په وینو سره هره دره ده یو یو ګل غواړي

داحمـدشـاه او غزنـوي بچـي راغلي ورته
تاریخ څیړنه کړي تاریخ ته نوی چل غواړي

دتکبیرځوږاواللهي نصرت اشغال ختم کړو
دحریت ناوي اوس پیزوان هم په اوربل غواړي

په.شل.کلن.اشغال.یی.داواري.هم.اورپوري شو
اوس.رانه.بیاپه.زنه.خال.هم.ګران.کابل.غواړي

مرشده جوړبه یی شي زخم هیڅ فکرونه مکړه
سه د زړه وینــي چي له تانـــه یو غزل غواړي


🌸🌸🌸🌸غـــزل🌸🌸🌸🌸

قـربان قـربان اوسه کـراره اوښکي مه تویوه
زړه دي تسل کړه ای نِګاره اوښکي مه تویوه

دانقلاب قانون همدادی چِ دوه زړونه بیل کړي
دومـره ډیـر مه کـوه ازاره اوښکي مه تویوه

ای داحالات اوداقیصه په دنیاګي کي راځي
له ميني مه کړه هیڅ انکاره اوښکي مه تویوه

احساس دي ویښ ساته دویښ فکرخاونداوسه تل
درمل دزړونو شه دلداره اوښکي مه تویوه

مسلمان حُر وي غلامي په ځان منلی نه شي
غاړه به ځي هم آن تر داره اوښکي مه تویوه

مُرشد طالب هم دښکلا په خیال مین ښکاریږي
کوه په ناز ورته سینګاره اوښکي مه تویوه


🌸🌸🌸🌸غـزل🌸🌸🌸🌸

لږ به دمه شم دنګ چیناره غیږ په مینه راکړه
ستړی یم راغلم په تلواره غیږ په مینه راکړه

دکلیسا زامن مي بل شان ته نــن وځـغــلول
له خولی یی ووته بــغــاره غیږ په مینه راکړه

دسرپه.بیعه.مي.حضوردستاوجودته راوړ
وی.اشغال.شوی.زمونږښاره.غیږپه.مینه.راکړه

دحریت.شال.دي.شوپه.سرپه.زنه.خال.طالب.جان
کابله زار دي شم سو واره غیږپه مینه راکړه

دفتحـي لمر دهنــدوکُش په ســر راوختــلــو
زړه.مِ.اوس.خوښ.دَ.بَ.اختیاره.غیږپه.مینه.راکړه

طالبــي زلفــي دپــامیر په شمــال ونڅــیــدی
زړه.ته.نیږدی.مي.کړه.رویباره.غیږپه.مینه.راکړه

مُرشدبه هسکه غاړه دروړم بیادي بیا ګټمــه
رازه رازه ای ورکه یاره غــیږ پـــه مینه راکړه


🌸🌸🌸غــزل🌸🌸🌸

ته غیږ راکړه په مینه اخ قراره درماتیږم
مـوده لیږ تیــرومه پـه تلــواره درماتیږم

پرون یو زخمي طالب عجیبه شان مسکی وو
ویل یَ لیږ به دمه شم تر دنګ چیناره درماتیږم

په خوله یی کلیمه ده له وجود یی ویني څاڅي
بیا هم په بیړه وایی چي رویباره درماتیږم

زماارمان بس داووچي شهیدپه ښکلي دین شم
تلـوار تلـوار تلـوار بـس له دی ښـاره درماتیږم

له وینومي خالونه ږدي او حوري اشاری کړي
پـه بیــړه بیــړه راشـــه انتظاره درماتیږم

اخ جام دشهـادته ما مــرشـد ته غاړه راکړه
نور ستړی یم له دی بدرنګ بازاره درماتیږم


🌸🌸🌸غـزل🌸🌸🌸

ددرد په ژبه مي انکار کاوو اقرار مات شو
مات مي قلم شواوله ژبي مي ازارمات شو

ددرد په ژبه مي ګیله کړه داظهار په معنا
وتی له کار وم له ګیلونه مي اظهار مات شو

ومه یو تږی لاروی تل په بیابان ګرځیدم
څاڅکی اوبه نه وی له تندي مي خمار مات شو

زه وم په حقه ټول جهان راته یو شوی وو خو
هیچا مړ نه کړم په ما پړی ددار مات شو

دښکلو مینه کي تر دی حده اوس ورسیدم
خړپړګرځیږم یم ملنګ اوس مي سینګار مات شو

غزل شهید ده په قلم کي دزړه وینه نشته
مرشده مرمه بس له غمه انتظار مات شو


🌸🌸🌸بـی مطلع غـزل🌸🌸🌸

دچاله سترګونه مي درس واخیستو
دچا ادا را بانــدي لــوبــي وکــــړی

چـا چي بایللی ومه زه په ژوندکي
هغی ښکلا را باندي لوبي وکـــــړی

زه دي د ښکلو سترګو تږی وم ډیــــر
خو ستا حیا راباندي لوبي وکـــــړی

منم له زړه نه مي سری ویني څاڅي
لکه چي تا را باندي لوبي وکـــــړی

رانه یی سه ګـلونه یــو وړل قربان
سولي ریښتیاراباندي لوبي وکـــړی

بالکل فراق یی دزغــمــلـو نــــــــه وو
بیلتون یی بیاراباندي لوبـي وکــړی

داچي غزل مي زړه غزل غزل کــړي
مرشد اشنا را باندي لوبـــي وکـــړی


🌸🌸🌸نعت شریف🌸🌸🌸

په ټول عالم کي مقدم او تر هر چا محترم
رب رالیږلی دی حبیب دوست دالله محترم

په برکت دګران حبیب ټول جهالت ختم شو
چي کلــه راغی شو جهان رڼــا رڼــا محتــرم

پــه حـرمینو کـي پـیــشـوا دقبلتینـو امـام
وو ستر لارښود په دی دنیاپه دی دنیا محترم

زه هــم په مینــه له سنګــره درودونه لیـــږم
که یــی قبــول کړي له مــا زمــا اقـا محترم

دشنی روضی یی ارماني یم ددیدن په هیله
رب دي توفیق راکړي چي ورشم ترپیشوا محترم

ارشـاد الله مرشـد یـی تـږی شفاعـت تـه یمه
چي دی شفیع هم په محشرخیر الورا محترم

17 last posts shown.

72

subscribers
Channel statistics