#ذي_الحجه
د ذي الحجې (اختر د مياشتې) د لومړيو لسو ورځو فضيلت؛
۱- الله تعالی په دغو ورځو قسم کړی دی :
کله چې الله تعالی په يو شی باندې قسم کوي نو دا د هغه شي په فضيلت او اهميت باندې دلالت کوي ، الله تعالی فرمايي : [والفَجْر وليالٍ عَشْر] .
ژباړه : قسم دی په سهار او قسم دی په شپو لسو باندې.
د جمهورو مفسرينو قول دا دی چې ددې لسو شپو څخه مراد د ذي الحجې لس ورځې دي .
۲- الله تعالی په دغو ورځو کې د ذکر حکم کړی دی :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ ] (الحج :۲۸ ).
ژباړه: او په ټاکلو ورځو کې پر هغو بې ژبو څارويو د الله نوم ياد کړئ چې الله پاک دوی ته ورکړي دي .
د [الأیام المعلومات] څخه د جمهورو علماؤ په قول د ذي الحجې يا اختر لومړۍ لس ورځې مراد دي .
۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم د دنيا غوره ورځې بللي دي :
جابر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة » (رواه البزار و ابن حبان) .
ژباړه : د دنيا غوره ورځې لس ورځې يعنې د ذی الحجې لس ورځې دي .
۴- په دې ورځو کې د عرفې ورځ ده :
د عرفې ورځ هغه غوره ورځ ده چې په دې ورځ کې د بنده ګانو ګناهونه معاف کيږي او له دوزخ څخه نجات مومي .
حديث
۵- په دې ورځو کې د النحر يعنې اختر ورځ ده :
د اختر ورځ د کال د ورځو غوره او بهتره ورځ ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر» (رواه ابوداود و نسائي).
ژباړه : يقينا چې د الله په نزد له ټولو ورځو نه غوره ورځ د قربانۍ ورځ او د قربانۍ نه وروسته ورځ ده.
نور بیا....
https://t.me/islamicmalomat22