غزل
د غمو راز د درد کیسې به چاته وکړمه زه
د بېــلتانه ظـــالم ګيلي به چاته وکړمه زه
زما یــی ټــــوله ارمانونه په وار وار ووژل
د عشق نامرده عریضې به چاته وکړمه زه
ستا په یادوکی مِ زړګی زړه پرهر پرهر شو آشنا
فریاد ددې زخمي سينې به چاته وکړمه زه
ته رانـــــه لاړلي جانانه زه دې پرېــښودمه
شهــیده تلـلي خاطــرې به چــاته وکړمه زه
کډه ئې وتړل روان شو وای بیا نه راځمه
بیا انتظار د نيمې شپې به چاته وکړمه زه
شفیقه دومره شوم بې وسه هېڅوک نه لرمه
د ژوند آهونه افسانې به چاته وکړمه زه
@khawrinikmal