غزل!
درد وهلي، مات زړګي، خوسـړی، وژني
وران تصویر، دورک، سړي، خوسړی، وژني
خدای دې!! نه راولي چاباندې په عمر...
ده یارانو، جدایي، خوسړی، وژني
کتل کیږي نه، قسم دی، زړه چویږي
ده یتیم، څیري کالي، خوسړی، وژني
ده اخترپه ورځ دې زړه له ژونده تورکړي
ده اخترپه ورځ سوالي، خوسړی، وژني
بعضې، وخت کې سړی سم له بوسوسپک کړي
بعضی، وخت کې غریبي، خوسړی، وژني
چې ویصال یې نه په ویښه، نه په خوب وي
خدایه!! داسې عاشقي، خوسړی، وژني
په دې دَوَر کې طالب، هسې بدنام، دی
ده دې دَوَر طالبي، خوسړی، وژني
چي دې یار، په نیمه لار درنه شهید، شي
اې!!! نو دَغَسې یاري، خوسړی، وژني
ده مَیَن، ده فراقت، حکایت، سخت، وي
ده مَينو اسویلي، خوسړی، وژني
په( اعظم): باندې دا زړه، څله راسپړې
ده(اعظم): خوار زندګي، خوسړی، وژني
قاري محمد اعظم (سنګریار)
@kmazam