ستا تصويرونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زاړۀ يادونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
چرته دا کلي مازديگر او ياران
چرته پرادي وطن تنها زندگي
په غم ککړ يمه سيلاب اول خيل
تيريږي تل خفه خفه زندگي
ستا تصويرونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زاړۀ يادونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
تا به وائيل چې ترمرگي به په يو ځاې وو دواړه
هغه لوظونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
خلق بې غمه کړي خوبونه ماته نۀ راځي خوب
هجر اورونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
لکه ماشوم تا رانه غواړي زړۀ يوه نۀ ماني
درد کړي دردونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زيات خو يريگم ليونئ دا تورو غرو مې نۀ کړي
ورک شه غمونه مې په تورو تورو شپو ژړاوي
راځي به کله امن سوله دا پښتون په سيمه
دغه سوالونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
يوازې ژوند کوم ترکيه کې زۀ سيلاب اول خيل
کلي سوچونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زاړۀ يادونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
چرته دا کلي مازديگر او ياران
چرته پرادي وطن تنها زندگي
په غم ککړ يمه سيلاب اول خيل
تيريږي تل خفه خفه زندگي
ستا تصويرونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زاړۀ يادونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
تا به وائيل چې ترمرگي به په يو ځاې وو دواړه
هغه لوظونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
خلق بې غمه کړي خوبونه ماته نۀ راځي خوب
هجر اورونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
لکه ماشوم تا رانه غواړي زړۀ يوه نۀ ماني
درد کړي دردونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
زيات خو يريگم ليونئ دا تورو غرو مې نۀ کړي
ورک شه غمونه مې په تورو تورو شپو ژړاوي
راځي به کله امن سوله دا پښتون په سيمه
دغه سوالونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي
يوازې ژوند کوم ترکيه کې زۀ سيلاب اول خيل
کلي سوچونه مې په نيمو نيمو شپو ژړاوي