د زړه حـــــــــــــرم /
د خوښى زخم ته مرهم ساتمه
مدام د زړه په جېب کې غم ساتمه
د مایوسۍ جل مې وهلی نه شی
د مخ خولې لکه زمزم ساتمه
د طوفانونو غېږ کې ژوند تېروم
عزم د غره په شان محکم ساتمه
راته هېڅ نه دی کږلیچونه د وخت
هدف سپېڅلی او نیت سم ساتمه
ځکه مې تل تازه وي ګل د زړګي
د تړمو اوښکو پرې شبنم ساتمه
د ازادۍ نیمګړي نوم لپاره
په زخمی ګوتو کې قلم ساتمه
ښامار ته غشی اولینده لرمه
مار او لړم لپاره دم ساتمه
د وخت کږو تور فکرو خلکو لره
دا کږه سپېنه توره هم ساتمه
د حال کتاب کې د نفاق مضمون ته
عنوان دا تور او خړ طورخم ساتمه
اې د «مفتون» طالب، طالبه غمه
په تا آبــاد د زړه حــرم ساتمه
د خوښى زخم ته مرهم ساتمه
مدام د زړه په جېب کې غم ساتمه
د مایوسۍ جل مې وهلی نه شی
د مخ خولې لکه زمزم ساتمه
د طوفانونو غېږ کې ژوند تېروم
عزم د غره په شان محکم ساتمه
راته هېڅ نه دی کږلیچونه د وخت
هدف سپېڅلی او نیت سم ساتمه
ځکه مې تل تازه وي ګل د زړګي
د تړمو اوښکو پرې شبنم ساتمه
د ازادۍ نیمګړي نوم لپاره
په زخمی ګوتو کې قلم ساتمه
ښامار ته غشی اولینده لرمه
مار او لړم لپاره دم ساتمه
د وخت کږو تور فکرو خلکو لره
دا کږه سپېنه توره هم ساتمه
د حال کتاب کې د نفاق مضمون ته
عنوان دا تور او خړ طورخم ساتمه
اې د «مفتون» طالب، طالبه غمه
په تا آبــاد د زړه حــرم ساتمه