غزل
ته مو وَه زخمي زخمي زړګيــو ته پيوند يې
واه دګلاب ګله ته دې نه مري ته مو ژوند يې
تا باندي کړو وياړ ته مو دننګ هسکه شمله يې
ځار دې شمه ځار ته د هلمند که د ميوند يې
مينه مې د زړه ستا په ښکلا باندي ودانه
ګران يې راته ګرانه د پکتيا که د ارغند يې
زهر يې پردو لره پردي درنه په ډار دي
خپلو ته جانانه په مثال لکه د قند يې
غوږ شه راته وګوره دسپين پټکي طالبه
نن الفت ملنګ ستايلئ بيا څومره په خوند يې
الفت ملنګ