↪منهـــاج حنفــــي↩


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلته به تاسو ته زما ګوډ اومات لیکل شوي اشعار
نشر ته سپارل کیږي.
هیله ده ادبي تنده مو خړوبه شي
https://telegram.me/menhaj12
ورور مو قاري محفوظ منهاج حنفي

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


محب افغان
خوندور نوي شعرونه او اسلامي مطالب درته وړاندي ڪوو
ستاسودملګرتياپه هيله.

( په مينه: محب )
https://t.me/mahammadkhanmuhib




سرې سترګې له شبګیره او دزړه ستنه کږه ده
یادونه دي سلګۍ او دهجــران غمژنه شپه ده

یادونه دې جـــــانانه څـه عجــــیبه زورور دي
دغم اثر پرې پروت دی ژړغونــې هم ډیوه ده

بې تا نګاره نشته دی سکــــــون د ژوندانه مې
بې تا شهیده تللې له ژوندون نه مــــې مزه ده

چې یاد دې کــــړم شهیده کارنامې د غیرتونو
رحلت دې ای جنــــــــابه یوه ستره ضایعه ده

چې وبه شي دیدار زمــــــونږ جانانه بیا لپاره
بس مل راسره ګرانه همیـــش دغه تلوسه ده

ناڅاپه چې'منهاجه 'څوک آواز راباندې وکړي
وایم زه یمه او ته یې د سنګر غیږه خوږه ده

https://telegram.me/menhaj12


#مناجات

داشپــــی په سهــــارونو یا الله بدلـې کړه
غمــــژنې دي خالقــــه نــورې دا بدلې کړه

هره ورځ زړګـــــې د ارمانـــو پکـې ماتیږي
نور دا د جفــــــا ورځـــې په وفا بدلې کړه

تل مو زنګــــنونه د سیـــــنو پورې نیــولي
دا ډکــــې له دردونــو خامخـــــا بدلې کړه

پاتې بې درمان یو د حــــالاتو بیمــاري کې
شیـــبې د رنځـــورۍ مو په شفا بدلې کړه

لاس کــې کچکــــولونه انقلاب راته راکړي
لمحې د مقروضـــۍ مو په غِنا بدلــې کړه

دید دی ترینه وړی انتظار د یوسف مخیو
دا اوښکې اوښکې سترګې د ژړا بدلې کړه

رنګې چې شیبې دي د"منهاج" په بدرنګیو
خالقـــه خدایه دا نـــور په ښکلا بدلې کړه

#۷۳۰

https://telegram.me/menhaj12




پل په پل را درومــــــي وفادار دی راسره دی
غم دې ځوانیمــرګه په زړه بار دی راسره دی

پروت لکـــه ایمــــــان دی د خیالاتو آیینه کې
بند د صدف غیـــږه کې یادګار دی راسره دی

هر څومره که خـــوبونه لوټوي زما له سترګو
خو درد ته د هجــران زما قرار دی راسره دی

احساس مروړي لاسونه دحسرت سیلۍزپلی
مجمــــر د انتقام پکـــــې انګار دی راسره دی

یم ټوله شپه 'منهاجه' ستا تصویر ته ژړیدلی
تصویر ته دې کاته زما روزګار دی راسره دی



https://telegram.me/menhaj12


دا چې څنګه ول مې د پګړۍ باداره کوږ دی
دغه شــــان ته  بار د دې نړۍ باداره کوږ دی

۱۷'۲۸


جــــارې مې له تندې ده تر ګریــــوانه زما وینه
بهیـــــږي څـــــه بې قدره او ارزانه زمــــا وینه

چې څاڅي له زخمونو اوغماز ورته مسکی دی
دحال په سترګو وينې خـــــو اسمانه زما وینه

قاتل د ارمــــــانو مې څه وړیا پلـــوري هډونه

څنګ زبیښي لکه ژویه بې پرســـــانه زما وینه

هر درپه وینو رنګ شو هره شاړه پرې خــړوبه
چې تللې په نیـــــزو کـــــې تر دامانه زما وینه

ماشوم په زنکدن ویل شـــــاعره هیره نه کړې
جاري ده له زانګـــــو تر ګورستــــانه زما وینه

دا ولـې یې په تلــــو باندې په زړونو اثر نه کا
په رنګ ګوندې جــدا ده له جهـــــانه زما وینه

ای ربه کردګاره صـــــرف دغــــه مې تسل دی
توئیږي په رضا چې دې سبـــــــحانه زما وینه

چې بیــــائې مې ارام ته د عقبـــا تر منزولونو
ده "منهــــاجه" ځکــــه په ما ګـــرانه زما وینه

https://telegram.me/menhaj12


#اختر

زما خوار کلي کې جنـــــګ دی اختر څه کړم
کور دمینې مې هـــــم ړنګ دی اختر څه کړم

اختر څه کړم چـــــې مې وینې د زړه څاڅي
پرې د جبر چې قلنــــــــګ دی اختر څه کړم

راته ګران له ټول جهـــــــان نه یو اشــــنا وو
اوس هغه وینو کـــې رنګ دی اختر څه کړم

پوښتـــــــــنې پیغلې مهـــــــاجرې له کـورونو
په عزت یې چې غورځنګ دی اختر څـه کړم

خیر دی مخــــکې که "منهـــاجه " منتـظر وم
اوس راپورې د چا ننـــــګ دی اختر څـه کړم

آزادۍ ناوې شهـــــــــیده "حنـــــــــــفي" شوه
رنګ په وینـــــــو یې پالنګ دی اختر څه کړم

۱۳۹۸/۳/۱

https://telegram.me/menhaj12


غزل

دیاد بله ډیـــوه دې په تیارو کــــې لارې باسي
دا خیال دې نازولـــی زمونږ زړوکې لارې باسي

تصویردِ کړي خبرې راته خوب کې تل لګیاوي
یادګار دې ځوانیمرګه خاطــرو کې لارې باسي

د زړه هدف ته رســــي په څپو څپو جاري دی
ارمان دې لکه وینه په رګوکې کې لارې باسي

غوټۍغوټۍ له سترګوپه بارخو باندې شهیدې
دزړه نیم ژواندې هیلې ګریوانو کې لارې باسي

سلګۍ دې ځوانیمرګې چـې رایاد شي نازولیه
دا زړه مې لیونی بیا خطـــــــرو کې لارې باسي

خوار تن که حنفي د نفرتو لمــبو کې ښکار شو
دا روح به مو د مینې سیارو کـــــې لارې باسي

ترڅوچې ای منهاجه انقلاب وي خواروطن کې
نو هیلې به اخر دې سلســـــــلو کې لارې باسي

۱۳۹۸/۳/۱

https://telegram.me/menhaj12


بندي جانان ته
قاری محفوظ حنفی


چې کوم فکرکی ځانګې دخیالو نه دې لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

دا ستا یوسفی حسن چې نن ګورم پنجرو کې
بیړی دظالمانو چې پرتې درته لاسو کې
په زړه کې مې شي کړیکه ددردو نه دې لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

هغه چې سنګرونه به زیبا ستا په رخسار وو
هغه چې دښمنان به دې په تیښته او په ډار وو
هر یاد دې قدردان دی کارنامو نه دې لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

دا یو ابتلاء ده ای جانانه حوصله کوه
ذکر د رب وایه او په عُجز ئې سجده کوه
قربان شمه نور بس د اوښکو مړو نه دې لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

نو بیا به ای جانانه سنګرونو ته هم لاړشې
د ورونو شهیدانو مزارونو ته به لاړ شې
شي بیا به سنګر ګرم د سلګو نه دې لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

بیتونه به د فتحو زمزمې د سنګرو وي
بیرغ د آزادۍ به"حنفي" رپان په غرو وي
آرمان به دې پوره شي ارمانو نه دی لوګی شم
زما بندي جانانه هتکړو نه دې لوګی شم

👇👇👇👇
@menhaj12


#مظلــــومه_اوښکــه

(محــفوظ حنفی)

✔✔

اوښکــــه د مظلـــــوم یم د ګـــریوان راسره نه لګي
مست مې دی احساس چې دجهــــان راسره نه لګي

وږی یم کـــــه تګی خــــو بس خپل انګړ کی اوسمه
خوی مې د بادشـاه دی چــــې د خان راسره نه لګي

نه یې ستایم سترګې غټې غټـې بس ړندې دې شي
ستایم ئــې حجــــاب چـــــې د نادان راسره نه لګي

د حق وینــا کومــــه د جــــــابر سلطان په مــخ کې
ځـکــــه د ضعیفـه مسلمــــان راســـــــره نـــــه لګي

وچ یمــــه کـــــویر یــم جل وهلی غونــدې ښکارمه
للمــــه د شـــــور زار یـــم د باران راســـــره نـه لګي

دا څـــــوکــــه دقلـــم چې ګرځـــؤمــه لکــــــه توره
پاکـــــو زړونو خـــوښ یم د شیطان راسـره نه لګي

تش په پټــــو سترګـــو "حنفي" یی هر څــه نه منم
دغـــــه یو سبب دی د یـــــو ځــوا ن راسره نه لګي

👇👇👇👇
@menhaj12


د کندز شهیدانو ته

مجنـــونه پاڅه سیوری ســوځي او چنار شهید دی
محــراب ړنګ شوی ممبر سوځـي او منار شهید دی

یاغــــي طـــــــوفان رانه ډیوه دعلـــــــم ولوټـــــله
کتاب توټی دی پاڼی ســـوځي او نګار شهـــــید دی

ړنګـــه دنیا یې کـــړه د هیلو ورته ګـــوره چـــې بیا
ګلاب پرپر دی غوټــۍ سوځي او دستــار شهید دی

دبشـــر خورو تش په نوم د بشـــر چیغي څـه شوې
طفلان شهــــید هیلې یې سوځـي او بهار شهید دی

نورس غـــــوټۍ د ګل کـــیدو نه مخکــــې ورژیدې
میندې شوې بورې په غم سوځي او ګلزار شهید دی

په ســـــوو ســــــاندو فرشــــــتو د اسمـــــانو ژړلي
نن "حنــــفی" چـــې صبر سوځـي او قرار شهید دی

👇👇👇👇
@menhaj12


لاندې ځمکه پاس آسمان په صفت دا ستا ګویان
بیشکه چـې خـالـقــه تـه رحیم یې هــم رحمــان

مـونږ تـه دي واضحـه آیتـونــــو د قــــران کـــې
پیـــدا دې عبـــادت لــره پیــریـان او انســانـــان

لانــدې خــړه ځمکــه دې رنګـیـنه پـه دوستـانــو
په ستـور ښایسته کړی دی هم پورته دی آسمان

اورونه سری لمبی دی حساب ورځی نه وروسته
پــــه امـر او قدرت دې دی عاصیــانو ته زنــدان

ویالې او شنې چینـې شته باغونو کې میوې هم
وعـــده ستـا ده خـالـقـه نازوې پــرې مـــؤمنــان

چـــې فکــر ته اړ باســـي عاقل روښـان ذهنـونه
شــه زیــر "حنفي" ګــوره قــدرتــو تـه د سبحان

👇👇👇👇
@menhaj12


د زندان د پنـــــــــــــجرو تـر شا زمــریو
رب مو خلاص کړه له کړاو او له سختیو

د وحشت او د ظلمت په غیږ کی میشتو
آخ نـــــازک نـــــازک زلمــــــــــیو ګلالیــو

رب دی درکـــــړی بدله په جنتو کـــــــی
دصـــــدف سینه کی بند ښایسته غمـــیو

لوړ همت او لوړ مـــورال ته مو سلام شه
مبـــــــــارزو قهـــــــــرمانو شاه زلمـــــیو

دا هر آه. مو له ځـیګر رحمان ته رسـی
دردیــــدلـــو زوریـــــــــدلــــو میـړنیــو

شـم لوګی مــو هتکړیو نه لاسو کــــــــی
چه حــسیــنــه یی شـرنګا ده له پاولیـــو

"حنفــــی" درب حضـــور کی ملامت دی
تیروی چـــه زنــــــدګی لا پــه خوښـــیو
👇👇👇👇
@menhaj12


#عـــام_نظــــــــم

'محفوظ حنفی'

یو څــــوک په وړه خــــوله کوي خبرې غټې غټې
یو چــــا لکــــــه میــــږی کــــړئ وزری غټې غټې

د لوږې چـې به پروت د کمره سیورې ته مدام وو
اوس غیــږ ترې نه تاوئیږی لـري ښکرې غټې غټې

یو څـــوک چې به په نووم یی شرمیدله کورودانه
په ډیــــرو ئې زمـــــزمه کــړلې سندری غټې غټې

تسلیم ئې ښاپیرۍ کړې هم دیوان د قاف دغرونو
اثر به کــــوي خـــود زده ئــــــې منتری غټې غټې

بد ایشـــئ ئـې مالدار وهی په شپون پسې ملنډې
تر اوســـه چې اوبـــــدلې یـــې وندرې غټې غټې

لنډ کمــیس د خوارې چـــې پرون به وو لوی جرم
اوس ناڅــــي ورته مخ کـــې نڅـا ګرې غټې غټې

بی عقلــــو چې راوړل به ئې واښـه د موټر مخ ته
ولاړې ئـــې اوس کـــور ته لانډکروزرې غټې غټې

نخــــرې نو "حنفي" د دی بـــی رحمــه انقلاب دي
څوک هسک شول په چا واؤښتې ډبری غټې غټې




د بندیانو په ویاړنوې ترانې

1::اى دخونى چرخى باغى ګلانو
2::دزندان ده پنجروترشاه زمريو

شاعر قاري محفوظ منهاج حنفي صاحب

*•┈┈••✾•🌿🌺غـــږ🌺🌿•✾•----*
محترم عصمت الله جهادمل صاحب


هره خــــــوایې ګــــوره بی پروا ویــنه بهیږي
داري دي د وینـو او پښــــتون دی وژل کیږي

گرمه وینه راغـــله او توده وینه پـــرې راغله
زړه د پښتون ګوره پوښتـنه و ینه پرې راغله
هلته دی که دلته بس پښـتون قتل عام کیږي

کور دپښتون ړنګ وي په بمو او په چاپو کې
هر وارې شهیـــد وي لټــــؤو یې په ګردو کې
هره نامه ګـــــــورم چې پښتون پرې تورنیږي

نور دي قیمتي خو بس پښتون پکې وړیا دی
نه یې شته پوښتـــنه اوس یکه پاتې تنها دی
ټوک دی له هـــر لوري هرې خوانه تهدیدیږي

څنــــګه ښه مظبوطه میـــړنۍ یې عقیده ده
ځکه نو چې اوس ټـــــوله دنیا ترینه خفه ده
ژوند آرام "منهــاجه" د دښمن پرې نه لوریږي


کلی دی که ښار دی خـو بس ورک یې کړه
هره خوا ناتار دی خـــــو بس ورک یې کړه

کشمــــــیر وطن کـــــــــــې لنګې دي بلاوې
دوړي دي غبـــار دی خو بس ورک یې کړه

نور بیا...........

20 last posts shown.

890

subscribers
Channel statistics